سپتمبر 29, 2020

افغانستان په (2017) میلادي کال کې

افغانستان په (2017) میلادي کال کې

په دې کې شک نشته چې د دا سې هیواد پېښې چې د تر ټولو ستر وحشي هیواد په مشرۍ ۵۰ اشغالګروهیوادونو پرې د وحشي ځناورو غوندې د اشغال منګولې خښې کړې دي او بیا یې د ټولني تر ټولو منفور او پرېوتي خلک پرې حاکمان کړي دي د تېر یو کال پېښې او خبرونه  په یو څو کرښو او مخونو کې نشي را غونډېدلای، البته ځېنې هغه پېښې او خبرونه چې د تېرکال سرټکې ترې جوړ وو غواړو په دغه لیکنه کې له پوره لنډیز سره د قدرمنو لوستونکو مخې ته کېږدو، تر څو په راتلونکو کلونو کې ترې د لنډې او اسانې تارېخې مرجع په توګه استفاده وشي.

اشغالګرو ته اوښتی ځاني زیان:

اشغالګر دښمن د خپل مجرمانه اشغال له پیله د ځاني زیان په اړه دروغجن سیاست خپل کړی او همېشه یې هغه مهال چې په جګړه یا ناڅاپي برید کې لسګونه عسکر مړه او ټپیان شوي او نور جنګې وسائل یې له منځه تللي یواځې د یو عسکر او یوې عرادې په تخریب اعتراف کړی. مګر د جګړې په کلونو اوږدوالی  شاهدې ورکوي چې دوی درواغ ویلي او ثابتوي چې په زرګونو عسکر یې وژل شوي او ټپیان شوي دي. راځئ په دې برخه کې د نمونې په ډول د څو پېښو په یادونه تم شو.

د 2017میلادي کال د جنوري په لومړیو کې اشغالګر دښمن پرېکړه وکړه چې د خپلو عسکرو د خوندېتوب په موخه خپل شتون تر پټنځایونو محدود کړي ترڅو د مجاهدینو له بریده بچ پاته شي .په دغه میاشت کې وروسته له هغه  اشغالګرو فراه ته خپل عسکر بیا ولېږل چې وړاندې یې دغه ولایت خپلو اجیرو ځواکونو ته سپارلی و، مګر څو ورځې وروسته له سیمې په تېښته بېرته ووتل.

د فروري په لومړۍ نېټه د ننګرهار د هوایې ډګر په دروازه کې ۲ تنه اشغالګر مړه او ۳ نور ټپیان شول. یوه ورځ وروسته د کندهار په ډنډ ولسوالي کې یو امریکایې ټانک تر برید لاندې راغی او پکې سپاره ټول امریکایان ځای پرځای ووزل شول. د مارچ په ۳مه په جلال اباد کې یو وار بیا د اشغالګرو د اډې په دروازه برید وشو چې له امله یې ۴ تنه اشغالګر ووژل شول. د همدې میاشتې په ۱۱مه د خوست په ولایت کې د اشغالګرو د اډې په دروازه په برید کې هم ګڼ شمېر صلیبې عسکر مړه او ټپیان شول. همداراز د مارچ په ۲۱مه یو بل امریکایي عسکر هم په لوګر کې او په ۳۰مه نېټه ۵ تنه نور د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالي کې ووژل شول.

د اپریل په ۳۰ مه اسلامي امارت اعلان وکړ چې یواځې د وروستیو لسو کلو په اوږدو کې ۴۸ زره اشغالګرو د افغانستان په جګړه کې سرونه خوړلي، مګر دروغجن دښمن د2017میلادي کال د اپریل ترپایه د ټول ۱۶ کلني اشغال ځاني تلفات ۳۵۳۲ تنه اعلان کړي. د اپریل په ۸مه یو عسکر د ننګرهار په اچین او په ۱۷ نېټه یې ۶ د همدې ولایت په سپین غر ولسوالي کې ووژل شول. همداراز د اپریل په ۲۴مه لسګونه اشغالګر مړه او ژوبل شوه او ورپسې د همدې میاشتې په ۲۷مه یو بل اشغالګر هم د ننګر په اچین ولسوالي کې ووژل شو.

د می میاشتې په اوله نېټه د ننګرهار په بټې کوټ کې ولسوالي کې یو لوی شمېر اشغالګر ووژل شول. یوه ورځ وروسته ۶ نور عسکر د یو ټانک په چاودنه کې له منځه لاړل. دغه رنګه  دهمدې میاشتې په ۳مه د کابل په شش درک سیمه کې ګڼ شمېر خارجي اشغالګر خپل منحوس ارمان ته تر رسېدو وړاندې د امپراتوریو په قبرستان کې د نړۍ له صفحې محوه شول او ورپسې د همدې میاشتې په ۲۴مه څلور نور د پروان په بګرام ولسوالي کې ووژل شول.

د جون په ۱۲مه  په اشغالګرو دوه نفوذي بریدونه او یو د سړک غاړي چاودنه وشوه چې له امله یې حد اقل ۱۴تنه ووژل شول. د جولای په ۵مه پنټګان په هلمند کې د خپل یو عسکر د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ. د همدې میاشتې په ۱۴مه ۳ امریکایي عسکر د پروان په بګرام ولسوالي کې او څلور نور په ۱۶مه نېټه د هلمند د ناوې په ولسوالۍ کې ووژل شول. دوه ورځې وروسته په کندوز کې یو امریکایي جنرال له ورسره دریو عسکرو سره د مجاهدینو په نفوذي برید کې ووژل شو.

د ستمبر په ۱۱مه لسګونه اشغالګر د پروان په بګرام ولسوالي کې د یوه برید په ترڅ کې ووژل شول. ورپسې د همدې میاشتې په ۱۵م د کندهار په دامان ولسوالي کې ۷ تنه اشغالګر ووژل شول. همدارنګه د ستمبر په ۲۱مه نېټه  په جلال اباد کې  د هوايي اډې په دروازه برید تر سره شو چې پکې ترلسو زیات صلیبي اشغالګر ووژل شول، او په ۲۳مه نېټه یې کابل ښار د ۱۶ اشغالګرو د مرګ ژوبلي شاهد وو.

د اکتوبر په ۲۲مه یو نفوذي مجاهد په لغمان ولایت کې ۱۳ اشغالګر په قتل ورسول، ورپسې د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د دښمن یو هلیکوبتر د لوګر په خروار ولسوالي کې د مجاهدینو لخوا را وغورزول شو چې پکې ۴۳تنه  سپاره ټول ووژل شول. تر دې یوه ورځ وروسته د جلال اباد په هوایي ډګر کې د اشغالګرو یو انجنر هم ووژل شو.

د نومبر په ۵ نېټه یو شمېر اشغالګر د لوګر په برکې برک، او په ۷ مه نېټه یې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د پولیسو د روزني په مرکز کې څو تنه لوړ پوړي استادان ووژل شول. ورپسې د همدغې میاشتې په ۱۷مه د ننګرهار په چپرهار ولسوالي کې هم څو تنه امریکایي عسکر ووژل شول.

خارجې عسکرو د دسمبر په میاشت کې په داسې حال کې د یو عسکر په وژل کېدو اعتراف وکړ چې په همدې سره په 2017 کال کې د ټولو هغو شمېر چې دوی یې په وژل کېدو اعتراف کړی ۱۷ او د ټولو هغو چې د اشغال له پیل تر اوسه وژل شوي ۳۵۴۵ته ورسېدو چې له دې جملې څخه ۲۴۰۷ یې امریکایان او ۴۵۵ یې د انګلستان هیواد دي.

 مزدور دښمن ته اوښتی مالي زیان:

مزدور دښمن ته د هغو اوښتو زیانونو په لړ کې چې ملیونو ډالرو ته رسېږي د فرورۍ په ۲۳مه د دفاع وزارت یو هلیکوبتر د تخار په درقد ولسوالي کې را وغورزول شو. همدارنګه د مارچ په میاشت کې د هلمند سنګین ولسوالي د مجاهدینو لاسته ولوېده او پکې ۳۰ چینه ټانګونهة ۳۰ عرادې موټر، ۸ ترکتورونه، یو بلډوزر، ۷ دانې د بریښنا جرناتورونه ، سلګونه میله سپکه او درنه وسله او ورسره زرګونه پیره مرمۍ د مجاهدینو لاسته ورغلې.

د مارچ په ۴مه د پروان په بګرام ولسوالي کې د اشغالګرو یوه بې پیلوټه الوتکه، او بله یې د جون په ۹ د ننګرهار د بهسودو په ولسوالي کې راوغورزول شوه.

د جولای په ۲مه د کندز په مرکز کې د دښمن یو هلیکوبتر راوغورزول شو. ورپسې د همدې میاشتي په ۲۲مه د اشغالګرو یوې لویې ترانسپورټي الوتکې د پروان په بګرام ولسوالي کې سقوط وکړ. همداراز د ستمبر په ۶مه د دښمن دوه هلیکوبترونه د دایکندې په اجرستان ولسوالي کې راوغورزول شول. د اکتوبر په ۷مه د پروان په کوه صافي کې د اشغالګر دشمن یوه لویه ترانسپورتي الوتکه رانسکوره شوه، ورپسې د لوګر په خروار ولسوالي کې هم د یاد دښمن یو هلیکوبتر را وغورزول شو. دغه راز د نومبر په ۱۴مه په برګمټال کې د دوی یوه بله څرخکه را نسکوره کړل شوه.

یاد زیانونه داسې مهال دښمن ته اوړي چې ورسره نور هم په زرګونو عرادې جنګې وسائل او تجهیزات یا د مجاهدینو لاسته لوېدلي او یا په ټولیز ډول تباه شوي دي.

مزدوري ادارې ته اوښتی ځانې زیان:

2017میلادې کال د دې تر څنګ چې پکې خارجې او داخلې دښمن ته ګڼ لوی او واړه مالي زیانونه واوښتل په بېلا بیلو لیکو کې د دښمن د کرایه شوو زرګونو مزدورانو ژوند هم واخیست. که څه هم جګړئیزې فضا د کره شمېر تر لاسه کول ناشوني کړي، خو د نمونې لپاره غواړو د د دښمن د افرادو د وژل کېدو  ځینو پېښو ته په لنډ ډول اشاره وکړو.

د جنوري‌ ‌‌‌په ۱۰ مه د کندهار د والي په دفتر کې ترسره شوې چاودنې د دغه ولایت د والي مرستیال، د همدې ولایت د بهرنیو چارو رئیس، د فاریاب ولایت یو سناتور، په پارلمان کې د جوزجان ولایت یو وکیل او یو تن په امریکا کې مېشت افغان دپلومات ووژل او یو شمېر نور د همدغې ادارې کار کونکې یې ټپیان کړل. دا داسې چاودنه وه چې د مزدوري ادارې د فاسدو قدرت مندانو تر منځ د اختلاف او انتقام اخیستنې په موخه رامنځته شوې وه او اسلامي امارت ورکې هیڅ ډول لاس نه درلود.

د سیګار ادارې مشر د فرورۍ په لومړۍ نېټه وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغان عسکرو مړینه د تېر کال په نسبت ۳۵٪ زیاته شوې ده. دغي ادارې زیاته کړې چې د ۲۰۱۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې بیا د همدې کال د نومبر تر وروستیو پورې کم تر کمه ۶۷۰۰ افغاني عسکر وژل شوي او ۱۱۷۷۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرورۍ په ۲مه د زابل ولایت د سیوري ولسوالي د اربکیانو قومندان، او په سبا یې د فاریاب په المار ولسوالي کې ۸ پولیس چې ټول د یوې کورنۍ غړي ول له خپل قومندان سره یوځای ووژل شول.

د فروري په ۷مه د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ ولسوال، په ۹ مه نېټه یې د بغلان د ولایتي شورا یو غړی، په ۱۲مه نېټه یې د خوست ولایت د امنیه قومندان مرستیال او تر هغه یوه ورځ وروسته د ارزګان د ولایتي شوری یو غړی ووژل شو.

د همدې میاشتي په ۲۴مه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مزدوري اردو یو قومندان له ۳۷ تنه نورو سره یوځای ووژل شو. په ۲۸مه نېټه یې په مزدوره اردو کې د یو نفوذي مجاهد له خوا دلشکرګاه په ښار کې ۱۱ عسکر، په ۴مه نېټه یې د هلمند د ولایتي شورا وکیل او د ننګرهار د بټي کوټ امنیه قومندان ، په ۱۵مه نېټه یې د کابل د اتمې حوزې د پولیسو مرستیال له خپلو ۵ نورو کسانو سره او په ۲۷مه نېټه یې د میدان وردګ د اربکیانو ظالم او ځناور صفته قومندان د کابل په ښار کې ووژل شو.

د اپریل په لومړۍ نېټه د خوست د ځانګړو ځواکونو قومندان له خپلو ۵ ټوپکوالو سره د همدغه ولایت د دومندو په ولسوالي کې، یوه ورځ وروسته د پکتیکا د ملي امنیت مرستیال، په ۳مه نېټه یې د خوست ولایت د نادرشاکوټ ولسوالي امنیه قومندان، په ۱۲مه نېټه یې د فاریاب په پلچراغ ولسوالي کې د شریرو اربکیانو یو قومندان، په ۱۵مه نېټه یې په هلمند کې یو د کشف مدیر، دوه ورځې وروسته د بغلان ولایت د نظامي عملیاتو عمومي قومندان، په ۱۸مه نېټه یې په غزني کې د اربکیانو یو قومندان، یوه ورځ وروسته د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالي امنیه قومندان او د تخار ولایت د سرحدي کنډک قومندان په بیلابیلو بریدونو کې ووژل شول.

د اپریل په ۲۱مه مجاهدینو د مزار شریف په ښار کې په ۲۰۹ قول اردو پراخه او تندریز برید ترسره کړ چې په تنیجه کې د دښمن د یو قومندان په شمول تر ۵۰۰ زیات افراد او صاحب منصبان مړه او دغومره نورټپیان شول.

د می میاشتې په ۲مه د سیګار ادارې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو میاشتو کې ۸۰۷عسکر وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. د همدې میاشتې په ۳م په کندهار کې د پولیسو یوقومندان له خپلو اتو ټوپکیانو سره، په ۷مه نېټه د کندهار د والي مطبوعاتي مشاور، په لسمه نېټه د کندهار په سپین بولدک کې د پولیسو یو قومندان، په ۱۴مه نېټه یې په ګردېز ښار کې د اربکیانو یو قومندان، په ۱۶مه نېټه یې د کنړ ولایت د مخابراتو او بشري منابعو رئیس او په ۲۹مه نېټه یې د پکتیکا د شیخ آباد ولسوالۍ ولسوال ووژل شو.

د جون میاشتې په ۱۸مه د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ ولسوال، یوه ورځ وروسته په هلمند کې د ګرشک ولسوالۍ یو قومندان او په ننګرهار کې د استناف محکمې یو قاضي ووژل شو.

د جولای په ۲مه ‍د بلخ په چمتال ولسوالي کې د اربکیانو درې قومندانان ، د همدې میاشتې په ۱۱مه د لوګر د امنیه قومندانۍ  د جنایي جرمونو په ضد د مبارزې مدیر، په ۲۱مه نېټه یې د کندهار د شاه ولیکوټ په ولسوالي کې د مزدوري اردو څو قومندانان، په ۲۵مه نېټه یې د فراه ولایت د شبکوه ولسوالۍ ولسوال او ۷۴ عسکر سره له خپلو قومندانانو د جولای په ۲۶مه د کندهار د خاکریز ولسوالي په نظامي اډه کې ووژل شول. همداراز د دغې میاشتې په ۲۹مه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ امنیه قومندان هم ووژل شو.

د ستمبر په لومړۍ نېټه د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د دښمن یو مهم استخباراتي کارکوونکی ووژل شو. ورپسې د همدې میاشتي په ۶م د نیمروزولایت  د خاشرود ولسوالۍ د لویي لارې قومندان، یوه ورځ وروسته په کابل کې د اربکیانوعمومي قومندان، په ۱۱مه نېټه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ امنیه قومندان او په ۱۲مه نېټه یې د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ ولسوال په جلا جلا پېښو کې ووژل شول. د همدې میاشتې په ۱۴مه د غزني ولایت د چغتو ولسوال، په ۲۱مه نېټه یې په یوه میاشت کې د همدې ولسوالۍ دریم امنیه قومندان، په ۲۰مه نېټه یې د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ د استخباراتو مدیراو په ۲۳مه نېټه یې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو.

د اکتوبر میاشت هم یوه له هغو میاشتو وه چې جهادي شور پکې اوچت و. د دې میاشتي په ۱۷مه د پکتیا امنیه قومندان ووژل شو. همداراز د نومبر په ۵مه د فاریاب د المار ولسوالۍ اجرائیوي مدیر، په ۷مه نېټه یې د هرات د ولایتي شوری غړی، په ۱۲مه نېټه یې د کندهار د ولایتي شوری مشاور، په ۱۷مه نېټه یې د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالي کې د دوستمي ګلمجمو سره تړلی اربکی قومندان،په ۱۸مه نېټه یې د کنړد استیناف څارنوالۍ اجرائیوي مدیر او په ۲۶مه نېټه یې د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال ووژل شو.

د شنبې په ورځ، د دسمبر په ۲مه د ننګرهار د ملي امنیت ښاري مدیر، په ۵مه نېټه یې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اداري مدیر، په لسمه نېټه یې د ننګرهار په خوګیاڼو کې  د اربکیانو یو قومندادان، په ۱۸مه نېټه یې د بادغیس ولایت د کمري ولسوالۍ امنیه قومندان او په ۲۵مه نېټه یې د هلمند ولایت د بېړنیو ځواکونو قومندان د دغه ولایت په مرجه ولسوالي کې ووژل شو.

عمري عملیات او بیا د منصوري عملیاتو پیل:

عمري عملیات چې په ۲۰۱۶ کال کې پیل شوي ول د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې یې هم دوام درلود. د شنبې په ورځ، د دسمبر په ۳۰مه د اسلامي امارت مجاهدینو اعلان وکړ چې د روان کال په اوږدو کې یې په دښمن باندې ۷۵۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

د 2017میلادي کال د جنورۍ په ۱۰م د هلمند په لښکرګاه ښار کې د ملي امنیت د یو کارکوونکي په کور تندریز عملیات ترسره شول چې له امله یې هلته په غونډه کې راټول شوي قومندانان او مشهور اربکیان ووژل شول.په همدې ورځ په کابل کې دوه پرله پسې چاودني وشوې او د ملي امنیت لسګونه کارکوونکې پکې مړه او ټپیان شول. او په ۳۰مه نېټه یې د سنګین په سراتېژیکه ولسوالي درانه بریدونه تر سره شول.

همداراز د فروري میاشتي په ۱۱مه په کابل کې د دفاع وزارت دروازې ته چاودنه ورکړله شوه چې پکې د دښمن لسګونه افراد ووژل شول. په همدې ورځ د هلمند د مرکز لښکرګاه ښارفضا هم د سختو بریدونو له امله په ګرد او غبار پوښلې وه. او د فروري په ۲۱مه د کندهار شوراوک ولسوالي هم فتحه شوه. د مارچ په لومړۍ نېټه د کابل ښار په هلته پروت حربي پوهنتون، شپږمه امنیتي حوزه اوپه ۲۴۱ امنیتي قطعې  د سختو بریدونو شاهد و. په همدې ورځ د بغلان تاله وبرفک ولسوالي هم فتحه شوه. همداراز د مارچ په ۳مه په جلال اباد کې د اشغالګرو د اډې په روازه برید تر سره شو، په ۷ مه نېټه یې د کندهار د نېښ ولسوالۍ بازار د مجاهدین تر واک لاندې راغی، په ۱۱مه نېټه یې په خوست کې د اشغالګرو د پټنځای په دروازه خونړی برید ترسره شو. په ۲۰ مه نېټه یې د ارزګان په مرکزکې د کرایه شوې اردو یوه قرارګاه د مجاهدینو لخوا ونیوله شوه او درې ورځې وروسته د سنګین مهمه او سراتېژیکه ولسوالي ونیوله شوه.

د اپریل په ۱۲مه د کابل په دوومه حوزه برید ترسره شو چې د دښمن د اعتراف له مخې پکې د دغې ادارې ۵ تنه کار کوونکې ووژل شول او یو شمېر ټپیان شول. په ۲۱مه نېټه یې د مجاهدینو لخوا په مزارشریف کې په ۲۰۹ قول اردو کارنده برید ترسره شو چې له امله یې کابو ۵۰۰ دښمنان مړه او همدومره ټپیان شول. د همدې میاشتې په ۲۴مه د اشغالګرو په کاروان د مجاهدینو له لوري یو ډلئیز برید وشو چې له امله یې لسګونه عسکر مړه او ژوبل شول. په ۲۷مه نېټه یې اسلامي امارت د منصوري عملیاتو په نوم نوي عملیات اعلان کړل چې په لومړۍ ورځ یې لا په اشغالګرو او د دوی په کرایه شوو افرادو سخت او تاریخي بریدونه ترسره شول او د مجاهدینو لپاره د سترو بریاوو پیل و. له دې جملې د بدخشان په زیباک ولسوالي برید او د هغې په مکمله توګه فتحه کېدل، د ننګر په بیلا بیلو سیمو تازه بریدونه، په بغلان کې د دوشي ولسوالي یوه پوسته او ۱۲ کلي فتحه کېدل او د نیمروزپه دلآرام ولسوالي  کې د دریو پوستو فتحه کېدل د نمونې په ډول یادولای شو.

د می میاشتې په لومړۍ نېټه  مجاهدینو د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالي فتحه کړه، یوه ورځ وروسته یې د بدخشان ولایت د اشکمشک  ولسوالي په مقام او د پولیسو، اربکیانو او اردو په پوستو سخت بریدونه تر سره کړل. دهمدې میاشتي په ۳مه د کندهار په میوند ولسوالي کې څو پوستې، یوه ورځ وروسته د سر پل ولایت په صیاد ولسوالي کې لس پوستې او په ۶مه نېټه یې د کندز د قلعه زال سراتېژیکه  ولسوالي د مجاهدینو لخوا فتحه شوه. په ۲۰مه نېټه یې مجاهدینو د غزني ولایت د چټک غبرګون په قطعه، محبس، د امنیت په ریاست او ځینو نورو حکومتي ودانیو پراخ عملیات ترسره کړل او له دې سره هممهال د یاد ولایت د واغز ولسوالي هم د مجاهدینو لخوا فتحه شوه. په ۲۳مه نېټه یې د بادغیس ولایت دره بوم ولسوالي او امنیه قومنداني د مجاهدینو لاسته ولوېدل. په ۲۷مه نېټه یې مجاهدینو د خوست په ولایت کې د ضربتي اجیرانو په کاروان سخت برید تر سره کړ چې له امله یې د کاروان ډېری غړي مړه او ټپیان شول.

د جون په ۸مه نېټه مجاهدینو په خاص ارزګان کې ۵ پوستې ونیولې او په فاریاب کې یې هم د پام وړ پرمختیاوې لرلې چې په هغو کې یو د شیخي د کلي فتحه کېدل هم و. په ۱۴مه نېټه یې د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د اربکیانو په یوشریر قومندان چې په سنګوري پېژندل کېدو برید وکړ او ویې واژه. په ۱۸مه نېټه یې د پکتیا امنیه قومنداني د مجاهدینو تر برید لاندې راغله، دوه ورځې وروسته د جوزجان درزاب ولسوالي مجاهدینو ونیوله او په همدې ورځ د بګرام د هوایي ډګر په ساتونکوو هم یوه لویه حمله ترسره شوه چې له امله یې د دوی لس تنه ووژل شول.

د جولای په ۲۰مه په هلمند کې د ګرشک ولسوالی لومړی کمر بند مات کړل شو، یوه ورځ وروسته د بغلان د ګزرګاه نور ولسوالي، ورپسې په ۲۳مه نېټه یې د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالي د بلواکي ادارې د وحشي ټوپکیانو له وجود څخه پاکي شوې. په ۲۴مه نېټه یې د کابل ادارې د مامورینو د لېږد رالېږد په موټر برید ترسره شو او په ۲۵مه نېټه یې مجاهدینو د پکتیا ولایت د جانخیلو د ولسوالۍ د فتحه کېدلو خبرونه هم خپاره کړل.

د ستمبر په ۶مه مجاهدینو یو وار بیا د بګرام هوایي اډې په دروازه برید وکړ او په همدې ورځ د دایکندي ولایت په اجرستان ولسوالي کې د دښمن دوه هلیکوبترونه هم را وغورزول شول. د همدې میاشتي په ۱۵مه د کندهار په دامان ولسوالي کې ۷ تنه اشغالګر ووژل شول، په ۱۹مه نېټه یې د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ ځېني سراتېژیکې سیمې او د بندر بازار د مجاهدینو لاس ته ورغلی او دوه ورځې وروسته د همدې سیمې ۲۰ نوري پوستې هم مجاهدینو ونیولې. تر دې یوه ورځ وروسته د جلال اباد هوایي اډې دروازه د برید هدف وګرزېده او یو شمېر اشغالګر پکې مړه او ټپیان شول. د ستمبر په ۲۴مه د کابل په ۵مه حوزه کې په صلیبي اشغالګرو سخت برید ترسره شو چې له امله یې د ۱۶عسکرمړه او ټپیان شول. دوه ورځې وروسته د تخار په خواجه غار ولسوالي کې لس نورې پوستې هم د مزدور دښمن له ناولي وجود څخه پاکې شوې. په ۲۷مه نېټه یې د کابل هوایي ډګر په نظامي برخه داسې مهال برید خښ کړ چې د امریکا د دفاع وزیر تازه د غه ځای ته رارسېدلی و. د اکتوبر په ۲مه د پروان په غوربند ولسوالي کې د قندقستان سراتېژیکه دره له کرایه شوو ټوپکیانو ونیوله. دوه ورځې وروسته یې د فاریاب امنیه قومنداني او په ۵مه نېټه یې د ارزګان په چوري ولسوالي باندې برید وکړ او دښمن ته یې بي شمېره ځاني او مالي زیانونه واړول. د همدې میاشتي په ۷م د پروان په کوه صافي ولسوالي کې د دښمن یوه لویه ترانسپورټي الوتکه را وغورزول شوه. په ۱۳مه نېټه یې رسنیو ولیکل چې مجاهدینو یووار بیا د سرپل ولایت د مرزاولنګ سیمه تر خپل واک لاندې راوستې ده. د اکتوبر په ۱۶مه د کندهار ولایت د معروف ولسوالي، په ۱۷مه نېټه یې د غزني ولایت د شلګر ولسوالي او په ۳۰مه نېټه یې رسنیو د خوګیاڼیو د نوې جوړي شوې ولسوالۍ او په فراه کې د شبکوه ولسوالۍ د فتحه کېدو خبرونه ورکړل. همداراز د اکتوبر په ۲۱مه په کابل کې د بېړنۍ مرستې ماموریت د مجاهدینو لخوا په راکیټونو وویشتل شو. په همدې ورځ د کابل پوهنتون هم د چاودني شاهد و چې له امله یې تر ۱۵ زیات کسان مړه او ټپیان شول. د اکتوبر په ۲۲م په لغمان کې یو نفوذي مجاهد ۱۳ اشغالګر امریکایان ووژل، په ۲۹مه نېټه یې د جلال اباد په هوایي ډګر برید ترسره شو، تر دې یوه ورځ له مخه د اشغالګرو یوه الوتکه په داسې حال کې د لوګر په خروار ولسوالي کې راوغورزول شوه چې ۴۳تنه ورکې سپاره ول.

د نومبرپه ۷مه نېټه د میدان وردګ په سیدآباد ولسوالي کې د پولیسو د روزني په مرکز برید ترسره شو چې پکې په کورنیو او بهرنیو وستاذانو بر سېره د دښمن لسګونه نور افراد هم مړه او ژوبل شول. همداراز د یادې میاشتي په ۱۳مه مجاهدینو د بادغېس په مقر او د فراه په مرکز کې دوه پوستې ونیولې، په همدې ورځ د کندهار په ډنډ ولسوالي کې د مجاهدینو له خوا په اشغالګرو ځواکونوڅو پرله پسې بریدونه ترسره شول. په ۱۴مه نېټه یې د نورستان په برګمټال ولسوالي کې د دښمن یو هلیکوبترراوغورزول شو او په ۲۸مه نېټه یې مجاهدینو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د نشتر سیمې د فتح کېدو خبر ورکړ.

د دسمبر په ۱۷مه د کندهار هوايي اډې ته نزدې پر اشغالګرو عسکرو سخته حمله ترسره شوه او یوه ورځ وروسته هلمند هم د دښمن په پټنځایونو د مجاهدینو د بریدونو شاهد و چې له امله یې دښمن لوري ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل. ورپسې د همدې میاشتي په ۱۸مه  مجاهدینو د کابل په پنځمه حوزه کې د ملي امنیت په مرکزهجومي برید ترسره کړ، په ۲۰مه نېټه یې د بدخشان ولایتي شوری اعتراف وکړ چې اوسمهال د افغانستان ۷۰ ٪ خاوره د طالبانو په واک کې ده. په ۲۲مه یې د کندهار د میوند په ولسوالي ډلئیز برید وشو، په ۲۵مه نېټه یې په کابل کې د ملی امنیت په کارکوونکو یو بل برید هم ترسره شو او په ۲۷ نېټه یې په هلمند کې دپولیسو د ۵۰۵ زون په مرکزد مجاهدینو له لوري پراخ  برید ترسره شو.

د بې ګناه هیواد والو وژل او ځورونه:

د بې دفاع او بې ګناه افغانانو وژنه او ورته خپل کور او کلی تنور ګرزولو چاره لکه د تېرو ۱۶کلونو په څېر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم روانه وه. د سې شنبې په ورځ، د دسمبر په ۵مه یوناما اعلان وکړ چې ۵۲ ٪ ملکې افغانان یواځې د اشغالګرو او د دوی د کرایه شوو مزدورانو لخوا په ړاندو هوایي بریدونو کې وژل شوي دي. د دسمبر په ۳۰مه ، د شنبې په ورځ اسلامي امارت هم د ملکې تلفاتو په اړه راپور خپور کړ چې له مخې یې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱۶۴۳ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۹۴۶ تنه یې ټپیان شوي دي. د دې راپور له مخي په یاد شمېر کې د ۷۲ ٪  وژنو او ۶۳ ٪ ټپیانو پړه یواځې د اشغالګرو امریکایانو په غاړه ده. په دغه راپور کې اسلامي امارت هم په ۱۰  ٪ ملکي شهادتونو پړ ګڼل شوی. د جنوري په ۱۲مه اشغالګرو اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶میلادي کال په نومبر کې یې په کندز کې له ځانه د دفاع په خاطر ۳۳تنه ملکي افغانان وژلي او په دې اړه هیڅ دولتي ارګان حق نه لري چې له موږ څخه د ښه یا بد پوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتو د نوي راپور په اساس چې د فروري په ۲۵مه نېټه خپور شو د یرغلګرو له هوایي بریدونو را منځته کېدونکې ملکې مرګ ژوبله په ۲۰۱۶ کال کې د تېر کال په نسبت ۹۹ سلنه زیاته شوې ده. دغه رنګه د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې دوی په افغانستان کې تېر کال  ۴۰ سلنه بریدونه د بې پیلوټه الوتکو په مټ ترسره کړي دي.

د ملکې تلفاتو په اړه د هغه راپور په اساس چې اسلامي امارت د جولای په ۱۳مه خپور کړ یواځې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکې تلفاتو ۴۰۴ واقعات ثبت شوي دي چې پکې ۶۸۹ تنه ملکیان شهیدان شوي او ۱۰۴۱تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه راپور په اساس ۲۶. ۷۳ ٪ جنایتونه او مرګونه د اشغالګري ټلوالي او د دوی د کرایه شوو مزدورانو لخوا ترسره شوي، اسلامي امارت هم پکې ۸۵ . ۱۴ ٪ تلفاتو مسئول بلل شوی او ویل شوي چې د ۸۸. ۱۱ ٪ مرګ ژوبلو باعث د داعش ډله ده چې حکومت یې ملاتړ کوي.  د جولای په ۱۷ ملګرو ملتو په یو ځانګړي راپور کې وویل چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې ۱۶۶۲ تنه ملکي خلک وژل شوي او ۳۵۸۱تنه ټپیان شوي دي. په دغه راپور کې له یادو مرګ ژوبلو د ۴۳ ٪ پړه په اسلامي امارت وراچوله شوې، د ۵۰ ٪ باعث داعش ډله بلله شوې او د ۱۹ ٪ برخې  مرګ ژوبلي په باره کې ویل شوي چې د ناپېژانده وسلوالو لخوا ترسره شوې. د یوناما د راپور له مخې چې د اکتوبر په ۱۴مه خپور شود روان کال له پیله بیا د ستمبر تر وروستیو پوري ۲۰۵ تنه ملکیان د خارجي ځواکونو په بمبار کې شهیدان شوي دي.

له مجاهدینو سره یو ځای کېدنه:

په 2017میلادي کال کې د مزدوري ادارې د مختلفو ارګانونو سلګونه افراد، او کار کوونکې وروسته له هغه چې په ځینو هغو حقیقتونو پوه شول چې اشغالګرو او د دوی مزدرانو به ورته په خپله ګټه غلط تعریفول له اسلامي امارت سره یو ځای شول. په دې لړ کې د فروري په ۶مه نېټه د سرپل په صیاد ولسوالي کې ۱۵محلي پولیس ، دوه ورځې وروسته د کندوز په علی اباد ولسوالي کې د کابل ادارې ۵۰ تنه عسکر، په ۱۵مه نېټه یې د سرپل په سید اباد ولسوالي کې د اربکیانو یو قومندان له څلورو نورو کسانو سره، په ۲۰مه نېټه یې د کندوزولایت د خان اباد ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې د مزدوري اردو او پولیسو ۵۶ عسکر او په ۳۰مه نېټه یې د فاریاب په جمعه بازار کې ۳۷تنه پولیس له مجاهدینو سره یو ځای شول. همداراز د مارچ میاشتي په ۷مه نېټه د غزني په ګیلان ولسوالي کې یو قومندان او ۷ تنه پولیس، په ۱۸ مه نېټه یې د لوګر په ازره ولسوالي کې ۳۰ تنه اربکیان، په ۲۴مه نېټه یې د فاریاب په جمعه بازار کې یو قومندان له خپلو ۱۷ تنه  پولیسو سره او په ۲۹مه نېټه یې د کندز په خان اباد ولسوالي کې د مختلفو امنیتي ادارو د کارکوونکو او منسوبینو یو ۵۰ کسیز ګروپ  او تر دې یوه ورځ وروسته د هلمند په ګرمسېر ولسوالي کې ۱۱ تنه  نورو پولیسو هم خپله وسله په ځمکه کېښودله او له مجاهدینو سره یو ځای شول.

د اپریل په لومړۍ نېټه د فاریاب، ارزګان او کندز په ولایتونو کې ۸۷تنه د دښمن افراد، په ۵مه نېټه یې د بدخشان ولایت د کران اومنجان ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او یو شمېر نور هغه کسان چې له بلواکې ادارې سره د حزب ترمعاهدې له مخه حزب ته وفادار ول له مجاهدینو سره یوځای شول. همداراز د جولای په ۲۳مه نېټه د غور ولایت د شهرک ولسوالي ۲۰۰۰ کورنۍ، د دسمبر په ۱۲مه د سرپل په سنګچارک کې یو مشهور قومندان له خپلو ۴۰ ټوپکوالو سره او ورپسې د دسمبر په ۲۵مه د فاریاب په لولاش ولسوالي کې یو قومندان له خپلو ټولو وسلوالو سره مجاهدینو ته تسلیم شو.

د اشغال تمدید او توسیع:

افغانستان ته د صلیبي جګړې لپاره راغلو اشغالګرو تېر کال ډېری عسکر په دې پلمه له افغانستانه و ایستل چې ګواکې نور یې جګړې ته کرایه کړي مزدوران له ولس او طالبانو سره په صلیبي هدف د جنګېدو وړتیا او قدرت لري، مګرد جنوري په ۵مه په هیواد کې د اشغال د جرم حامي هیواد ترکیې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت موده دوه کاله نوره هم اوږدوي. دوه ورځې وروسته امریکایي اشغالګرو هم وویل چې ۲۰۰ نور سمندري عسکریې هلمند ته لېږلي دي. همدارنګه د جنوري په ۹ مه ۲۰۰ نور امریکایي عسکر هم فراه ته ولېږل شول، مګر ډېر ژر وروسته له هغه چې له مجاهدینو سره د تندریزو جګړو زور یې په ځان کې ونه لید له سیمې و تښتېدل.

په افغانستان کې نا مشروع او اسلام ضد جګړې ته تر ۵۰ د زیاتو هیوادو راتلل او د مسلمانانو افغانانو په ضد جګړه کې د دوی ګډون خو له چا پټ نه دی، مګر د جنوري په ۱۸مه له  اسرائلو د دفاع یوې ځانګړې مجلې ولیکل چې د ههرون په نوم د اسرائلو بې پیلوټه الوتکو تر اوسه  دافغانستان په فضا کې ۳۰ زره پروازونه کړي دي او تر ۳۳۳۳۳ میلادي کال پوري به  د جرمني ځواکونه  د افغانستان د خلکو په وژلو کې له دغو الوتکو څخه استفاده کوي.

د اپریل په ۸مه نېټه امریکایانو اعلان وکړ چې ۱۵۰۰ تازه دمي عسکر به افغانستان ته ولېږي، مګر د همدې میاشتي په ۲۹ یې د غه شمېر ۱۷۰۰ سوه تنو ته پورته کړ او یوه ورځ وروسته ۳۰۰ بحري ځواکونه هلمند ته ورسېدل ترڅو د افغانستان له مسلمان اولس سره و جنګېږي.

د می په لومړۍ نېټه د ناټو عمومي منشي وویل چې ناټو افغانستان ته د نوو عسکرو په لېږلو غور کوي. په ۲۹مه نېټه یې استرالیا اعلان وکړ چې د ناټو د غوښتني په اساس ۳۰ تنه نوي عسکر افغانستان ته لېږي. د جمعې په ورځ، د جون په ۱۶مه امریکا تصمیم ونیو چې افغانستان ته ۴۰۰۰ تازه دمي عسکرو لېږي. د همدې میاشتې په ۲۹مه انګلستان هم اعلان وکړ چې ۱۰ تنه نور عسکر به هم افغانستان ته ولېږي او د ستمبر په ۲مه ۲۶۰۰ امریکایي عسکر افغانستان ته ولېږل شول.

ځینې ناپوه او غولیدلي خلک اوس هم وایي چې د کابل ادارې مزدور او صلیب ته په خدمت اخته عسکر له خپل هیواد څخه د دفاع لپاره جنګېږي! مګر تر لمر ښکاره خبره ده چې د دوی ټول مصارف، روزنه او ملاتړ د اشغالګرو لخوا کېږي، دوی د نړیوال کفر لپاره خدمت کوي، په افغانستان او نړۍ کې د مسلمانانو راپرزول او د کافرانو حاکمول غواړي او دوی په ټولو امورو کې د عصري فرعونیت اماده باش او کم مصرفه خدمتګاران دي.

Related posts