سپتمبر 28, 2020

شهيد منصور د افغان مقاومت نوښتکره څېره

شهيد منصور د افغان مقاومت نوښتکره څېره

د شهید امیرالمؤمنین تقبله الله د شهادت د دوهم تلین په مناسبت

ليکوال: خپلواک
هره ټولنيزه پدپده، ډله، ګوند ياپاڅون درانه ټولنيز بدلونونه را مېنځ ته کوي او د دې ترڅنګ په خپل جريان کې رجال هم زيږوي. که موږ تاريخ ته پام واړوو، نو په نا مسلمانو ټولنوکې هم د دې ګڼ مثالونه شته، لکه د سکندر په اړه چې هيڅ يوناني فکر نه کاوه چې د لومړي “فليپ” نه وروسته به د سکندر مقدوني غوندي هڅاند اتل دیونانيانو اومقدونيانو په برخه شي اونه هم چا فکر کاوه چې له “سقراط” نه وروسته به دهغه ځاي “افلاطون” نیسې او يوناني فلسفه او افکار به نه يواځې ژوندي ساتي، بلکې نوی رنګ او ارتقا به ورکوي.
بل خو ا په مسلمانانو کې له معاويه رضی الله عنه وروسته چا فکر نه کاوه چې عمر ابن عبدالعزيز به پیداکيږي اونه هم چا فکر کاوه چې په عباسيانو کې به هارون رشيد پیداکیږي.نه هم چا فکر کاوه چې له امام ابوحنیفه رحمه الله وروسته به د هغه له شاګرد ابویوسف نه قاضي الاُمة جوړيږي.
خو د زماني چاڼ ضعف او قوت، حسن اوبدرنګي، کينه اونفرت دواړه زيږوي.
د ۲۰مې  او ۲۱مې پيړۍ د اميرالمومنين ملامحمد عمر رحمه الله نابغه شخصیت اوعظیم المرتبة هستي چې يو حرکت يې تخلیق کړ او ديوې سترې باغچې زړي يې وکرل. دهغه په رحلت د دې باغ دمالياري تصور هم ممتنع و. خو الله د هغه په رحلت د زمانې پر غلبیل بيا سپک اودرانه وچڼل؛ چا د شخصي خواهشاتو په بدل کې د ټول طالب غورځنک ستنو ته لتې ورکولې خو بل خوا د کایناتو رب د زماني منصور په خپل نصرت د دې وړ کړ. چې همدا کشتۍ يې نه يواځې له غرقيدو بچ کړه بلکې د ارتقا نا لیدليو ساحلونو ته يې نږدې کړه او دهمدې متانت په بدله کې يې د خپل وجود غوښې او هډوکې پرې کباب کړل.
د شهید امیرالمومنين ملا اخترمحمد منصور رحمه الله نوښتګر او انعام بښونکی شخصیت د طالب غورځنګ په تاریخ او فلسفه کې يو ځانګړی باب و. هغه نه يوازي د خپل مرحوم قاید کاروان همداسې ګړندی وساته، بلکي دې کاروان ته يې لاره نوره هم رڼا او روښانه کړه او طالب غورځنګ يې په حساس وخت او حساسه مرحله کې له سختو متوقع چيلینجونو وژغوری.
هغه په طالب غورځنګ او امریکا ضد مقاومت کې د بريالۍ جګړې ترڅنګ د بریالی سياست او ديپلوماسي بنسټ کيښود.
څلور ستر قایدانه صلاحیتونه ډیر کم په يوه  شخص کې جمع کیږي: حلم، شجاعت، جوادت او غوره تدبير. شهيد منصور رحمه الله پر يوه وخت د اڅلور واړه صفات لرل.منصور ررحمه الله هغه مخالف ته هم کورته ورته چې دی به يې په بدو نومونو ښکانځه؛هغه به تل د سختو پيښو او خطرونو پروخت ارام او مطمئن ښکاريده او ټولې شورا ته به يې ويل چې تاسو ځانونه وساتئ زما د مرګ او اسارت هيڅ فکر مکوئ! هغه به مجاهدته دخپلې خولې ګوله ورنیمی کوله او دشهیدانو کورنيو او یتیمانوته يې جلا مالي بودیجه ساتله. منصور رحمه الله د تدبیر او عمیق فکر اندازه هغه چاته معلومیږي چې هغه يې د نړیوالو روابطو او مهمو داخلي پریکړو پروخت لیدلی و.د هغه د تدبیر او پلان ګذاري پرمټ په سختو حالاتو کې د طالب غورځنګ ځواک او يوالي وساتل شو او د داعش غوندي فتنه يې ۸۰ فیصده په نطفه کې خنثا کړه.
د طالب غورځنګ دغه د بخت ستوری په داسي وخت کې وځلید چې په سیمه،نړۍ او داخل کې د طالب غورځنګ د خپل منځي تقسیم،کمزوري کولو او له مينځه وړلو ته په لويه پیمانه استخبارتي اتحادونه شوي و، خو شهید منصور همدغه ستر اتحادونه په خپل تدبیر ناکامه او کمزوري کړل.
د يو چا د شخصیت لوړوالی او ټيټوالی د هغه په مخالفينو او ملګرو هم پيژندل کیږي!
د منصور سره مخالفت لرونکې د دې وړ وو چې مخالفت يې ورسره کړای وای، که سړی د قیق نظر وکړي، نو په طالب غورځنګ کې تر اعتراض لاندي او له پخوا نه متنازعه اشخاصو د منصور رحمه الله سره مخالفت کاوه او ټولو سترو علماوو، نیکو اشخاصو او افرادو هغه ته د بیعت کلک لاس ورکړ، چې دا دهغه د لوړ شخصیت او حقانیت ښکاره دليل دی.
منصورصیب د ښې سابقې، دروند د یني او سیاسي شخصیت په لرلو سره په روان مقاومت او طالب غورځنګ کې بې شماره کارنامې لري، چې څو بارزې کارنامې يې د بیلګې په توګه راوړم:
الف – د کامیابه سياست او موثرې جګړې په يوه وخت امتزاج يې ممکن کړ.
ب – د نړۍ په کچه يې د طالب ديپلوماسي  معاصر بنیاد کيښود.
ج – د جګړې په برخه کې يې په سخت وخت کې طالب غورځنګ له فوځي تقسیمه وساته.
د – د نړيوالو اړیکو په برخه کې يې حدود او اطراف خپله هم وپيژندل اوپر طالب غورځنګ يې هم وپيژندل.
ر- په نړیوالو روابطو کې يې اوسني مقاومت ته بندې دروازې خلاصي کړې.
س – د طالب غور ځنګ مشرتابه  يې تر يوه حده افغان شموله کړ.
ع – د يوه باندني سازش په توګه يې د داعش پروسه په نطفه کې ناکاره کړه
الله دې خپل بیساري رحمتونه پرې ساري اودائم ولري .
پای

Related posts