سپتمبر 28, 2020

د منصور صاحب سیاسي بصیرت

د منصور صاحب سیاسي بصیرت

عزام حقاني

د منصور صیب دویم تلین په یاد کې

۱۳۹۷/۲/۳۱

امیر المؤنین اختر محمد منصور رحمه الله ۱۹۳۷ هجري قمري کال د شعبان  میاشتې په ۱۴ نیټه مطابق د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د جوزا میاشتې په ۱ نیټه د امریکایي ډرون الوتکې په یوناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید. انا لله وانا الیه راجعون

غواړم د شهید امیر المؤنین په سیاسي بصیرت څو کرښې ولیکم ، که څه هم منصور صیب د یوشتمې پیړۍ هغه مسلمان ، مجاهد او اتل  شخصیت دی چې زما عاجز بنده قلم د هغه د ستایلو توان په ټوله معنی نه لري.

منصور صیب په داسې وخت او شرایطو کې د امارت مشرتوب په غاړه واخیست چې له څلورو طرفونو څخه د دښمنانو تر حملو لاندې وو ، له ډیرو سختو حالتو او چلنجونو سره لاس او ګریوان وو ، که چیري خدای مه کړه منصور صیب له شویو تحرکاتو استفاده نه وای کړې واحد او یو امارت به په څو لارو ویشل شوی او یو مخیز له منځه تللی وو.

راځم د منصورصیب کارنامو او اتلولیو ته چې د دښمنانو لخوا امارت ته متوجه وې، ده رحمه الله په ډیره پوهه او تدبیر سره د مواجه خطراتو په وړاندې کلکه مبارزه وکړه د دښمنانو د توقع خلاف یې امارت ته نه هیریدونکې خدمتونه وکړل .

۱ ــ هغه وخت چې امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله وفات شو، امارت اسلامي په ډیر کمزوري حال کې قرار درلود او امریکایانو د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه یو ډول څرګندونې کولې، نو که چیري منصور صاحب د امیرالمؤمنین وفات خبر نشر او خپور کړی وای دوه لوی او ستر زیانونه به یې رامنځته کړي وو:

لمړی ـ امریکایانو به د خپلو عسکرو د ایستلو پریکړه وروسته کړې وای، ټول توجه او پام به یې د امارت په خپل منځي اختلافاتو تمرکز کړې وه ،  او هم به یې هغه خلا ډکه کړې وه کومه چې دوی ته په نظامي ډګر کې پیښه وه.

دویم ـ عام مجاهدین چې له دښمن سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په سخت جنګ لګیا وو، نو که چیري په هغو اولو ورځو کې د امیرالمؤمنین له وفاته خبر شوي وای، په روحیاتو او جذباتو به یې دې خبر ډیر بد تاثیر کړی وو  او طبعا هم د مشر او آمیر په مرګ سره په صف کې لوی لوی درزونه او مشکلات رامنځته کیږي، چې بیا یې جبران یو سخت کار وي.

خو منصور صیب له داسی یو سیاست او تدبیر څخه کار واخیست چې د دواړو خطرونو په وړاندي یې امارت جوړ روغ او بریالی را وه ایستی.

۲ ـ د نړۍ لوی، قوي او پرمختللي استخبارت یې وننګول، په ډیره میړانه او کامیابۍ سره یې د امیرالمؤمنین خلا ډکه او هم یې له دښمنانو څخه پوره دوه کاله په دې پرمختللې او سُرۍ نړۍ کې د امیرالمؤمنین د مرګ خبره پټه وه ساتله، چې دا یوه لویه او نه هیرودونکې سیاسي ماته وه چې دښمن ته یې ورکړه.

۳ ــ  د امیرالمؤنین د وفات له مشهوره کیدو څخه وروسته چې امارت له کومو ستونزو او مشکلاتو سره مخ شو ده رحمه الله په بریا او کامیابۍ سره ټول حل وفصل کړل .

لکه د ځینو کسانو  جلاکیدل ،  خوابدي کیدل او د داعشیانو را پیدا کیدل  هغه څه وو چې امارت یې ننګاوه.

د داعش جرړې یې په افغانستان کې وه ایستلې او ختمې یې کړې کوم چې ټوله سیمه ځیني په وام او ترس کې وه.

چې دې کار یې د نړیوالو خاصتا دسیمي هیوادونو توجه جلب کړه.

خوابدي او خپه کسان یې بیرته ټول په ځان راټول کړل، هغه پلانونه او دسیسې چې دښمن په کار اچولې وې څو طالبان په مختلفو ډلو او ګروپونو وویشې  په معدن کې ور خنثاء کړې.

۴ ــ  طالبان یې نړیوالو ته داسي معرفي کړل چې دا یو قوي، متحد او سیاسي ځواک ده چې هدف یې له افغانستان څخه د یرغلګرو ځواکونو شړل او دلته یو مشروع ، خپلواک او ټولو افغانانو ته منلی حکومت رامنځته کول دي .

د دطالبانو هغه څیره او بڼه یې چې د دښمن رسنیو دنیاوالو ته ښودلې وه چې دا یو تروریستي ، وحشتناکه او ترهګره ډله ده چې د ټولي سیمې لپاره یو جدي او لوی خطر ده ، چې هدف یې د ټولې سیمې بې امنه کول دي درواغ او افتراء ثابته کړه .

د خپل واک او ژوند په دوران کې یې څوځله خارجي هیوادونو ته سفرونه وکړل څو یې خپله مبارزه مشروع او حقه ثابته کړه .

او هم یې له خارجي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو جوړولو هڅې وکړې ، څو د طالبانو په وړاندې د دنیاوالو چې کوم زهنیت وو خراب کړ پر ځای یې د طالبانو واقعي او اصلي څیره وه ښووله.

۵ ــ  د هیواد په داخل کې یې داسې کارنامې ترسره کړې چې تاریخ به ورته هیڅکله په کمه سترګه ونه ګوري.

لکه په سیاسي ، نظامي ، فرهنګي اوتعلیمي ډګرونو کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې.

د تعلیم په اړه یې هیوادوالو او نړیوالو ته وښودله چې مجاهدین د تعلیم او زده کړي ضد نه دي .

په خپله لومړۍ اعلامیه کې یې د مکتبونو او ښونځیو په اړه د عام ولس سوالونه او شکونه لري کړو،  چې دې کار یې په ولس کې محبوبیت څو چنده زیات کړ،  او دهغو خلکو دا خبره چې هر وخت به یې کوله چې مجاهدین د مکتب او پوهنتون ضد دي  په خولو کې بنده او وچه کړه او عملا یې وښودل چې مجاهدین د تعلیم او زده کړي پلویان او مدافعین دي.

د سولې په اړوند یې د دښمنانو توطیې او پلانونه شنډ کړل کوم چې دوی به د خپلو شیطاني رسنیو له لارې عام ولس ته ویل چې طالبان د سولي ، امن او ثبات دښمنان دي ، او نه غواړي چې په افغانستان کې امن او کراري راشي ،  په همدي منظور یې په قطر کې سیاسي دفتر پرانستی ، خپل استازي یې ور وه لیږل ، خو دا دفتر د کابل ادارې د مشر حامد کرزي لخوا بند شو ،  او همدارنګه په دې میدان کې یې  کوټلي ګامونه واخستل   او هم یې هر وخت د سولي اړونده خپلې اعلامیې او بیانیې په مطبوعاتو کې نشر کړې . څو ولس او دنیاوالو ته جوته شي چې کوم لوری سولي ته ژمنتیا لري او کوم یې نه لري.

دنیاوالو او خپلو هیوادوالو ته یې د امارت اسلامي رغنده، صفا او سوچه پالیسي او تګلاره په واضحه توګه وه ښودله .

په اخیر کې وایم  چې آمیرالمؤنین  واقعا یو مشر لیډر او قائد وو  چې کمزوري امارت ته یې په سیاسي،  نظامي ،  اقتصادي ، فرهنګي او اجتماعي ډګر کې بریا او کامیابي ورکړه .

چې بالاخره یې په همدې سپیڅلې لار د عمر ، عثمان او علې رضوان الله علیهم اجمعین په څیر خپل سر قربان کړ.

نحسبه کذالک والله حسیب

روح دي ښاد او یاد دي تل تر تله وي

Related posts