اګست 05, 2020

د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو کمیسیون په روانه میاشت کې د ملکي تلفاتو د څو زړه بوږنونکو پيښو راپور خپور کړ

نیټه :- ۱۴۳۹/۱۲/۱۲هـ ق

دا یو مسلم حقیقت دی چې کوم ملک او خاورې ته ښکیلاک قوتونه ورغلي، نو له ځان سره يې هغه ملک ته بد بختي، غمونه او کړاونه ور وړي دي اود هغوی ازادۍ یې ترې اخیستی ده، د خلکو ژوند يې له کړاونو او برباديو سره مخ کړی دی، په همدې اساس له کوم تاريخ څخه چې زموږ د ګران هيواد افغانستان پاکه خاوره د وحشي امريکايانو تر اشغال لاندې راغلی ده له هغه وخت څخه د دوی په ړندو او بې هدفه بمباريو، ظالمانه چاپو، بې رحمه ډزو او نورو عملياتو کې زموږ مظلومو او بې دفاع  هيواد والو ته ځاني او مالي تلفات اوړوي او د هرې ورځې په تيريدو سره د مزدورې ادارې په ملتيا يرغلګرو ځواکونو د بشري جناياتو لړي جاري ساتلې او هره ورځ زموږ مظلوم اوبی ګناه هیوادوال د دوی د وحشت له لاسه د غم په ټغر ناست وي.

په غزني ولایت کې د ملکي تلفاتو زړه بوګنونکی راپور:

د وحشت او جناياتو په روانه لړۍ کې موږ په ډيرې خواشينی سره هره ورځ دبې دفاع ملکيانو د مرګ  ژوبلې راپورونه تر لاسه کوو،  چې له دې جملې څخه د غزني په ښار او څنډوکې د ملکي خلکو پرکورونو، مسجدونو، مارکيټونو او نورو عام ميشته ځايونو بمبار او د ثقيله اسلحو بريدونو له کبله چې د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو لخوا ترسره شول عاموخلکوته د سر اومال دروند زیان ورسید.

د غزني د  ښار  له فتحې څخه وروسته دښمن هڅه وکړه چې د ملکي خلکو پرکورونواو نورو عام المنفعه ځايونو هوايي او ځمکني بريدونه ترسره کړي او مسئوليت يې مجاهدينوته راجع کړي؛ خو ټولو خلکو وليدل او د عيني شاهدانو له قوله يې واوريدل چې په ملکي خلکو بريدونه  د اشغالګرو ځواکونو او د دوی د مزدورانو لخوا په قصدي ډول ترسره کیدل.

د دښمن په دې وحشيانه بريدونو کې چې د غزني په  ښار او څنډو ترسره شول  ۵ لوی تجارتي مارکیټونه، ۸ بابه مســـــــــاجد،  ۴۲ د ملکې خلکوکورونه له منځه تللي او پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۱۱۲  تنه ملکي وګړي شهیدان او ۴۵  تنه نور ټپيان شوي  دي.

کله چې دښمن دغزنې ښار مرکز او نورې سيمې  له لاسه ورکړې سمدستې یې دهوایې توپونواو ړندو بمباریو په واسطه په قصدي شکل   یادشوي ځایونه تر هدف لاندي راوستل.

د عینې شاهدانو له قوله کله چې د غزني ښار دلرګیو او قالينو مارکیټ داشغالګروالوتکو له لوري بمبار شو او اوريې واخيست  ملکې خلکو  داور وژلو کوښښ وکړ چې دکابل ادارې دچارواکو لخوا یې کلک ممانعت و شو او ملکې خلک داور له مړکیدو څخه منع او تهدید کړل شول.

د ملکي تلفاتو څو نورې پيښې چې په روانه میاشت کې د دښمن له خوا ترسره شوي:

۱:ـ په نیټه ۳/۱۲/۱۴۳۹ هـ ق  فراه ولایت  بالابلوک ولسوالۍ اړوند شیوان، کال قلعه ، سیجو او عارف آبادسیموکې خارجي اشغالګرو د داخلي ګوډاګیانو په ملتیا د ملکې خلکو په کورونو لومړی وحشیانه بمبار ترسره کړ او وروسته يې چاپه واچوله، د چاپې په ترڅ کې  ۱۲ تنه  ملکې وګړي شهیدان او د يوې ميرمنې په ګډو ۱۰ تنه چې اکثره يې ماشومان دي سخت ټپيان شوي دي.

په پيښه يې  ۸  تنه  کلیوال  له ځان سره وړي  او  ۸ بابه د ملکې خلکو کورونه يې تخریب  او يوباب مسجدیې ویجاړ کړی.

د شهیدانو نومونه :

۱:ـ محمدنسیم ولد حاجی دلدار

۲:ـ رحمت الله ولد فیض محمد

۳:ـ عصمت الله ولد فیض محمد

۴:ـ فدا ګل ولدعبدالحمیداکا

۵:ـ عبدالعلی ولد ملاخداید

۶:ـ میرحاتم ولدګلو اکا

۷:ـ روح الله ولد محمد اکا

۸:ـ محمدرضاو لد لونګ اکا

۹:ـ عبدالباسط ولد ملاملتان

۱۰:ـ عبدالروف ولد ملاملتان

۱۱:ـ داد محمد

۱۲ :ـ علی احمد

هغه کلیوال چې کورونه یې ویجاړشوي :

۱:ـ دعبدالاحد کور

۲:ـ دضیاءالدین کور

۳:ـ دحاجی عبدالکریم اکا کور

۴:ـ دمولاداد کور

۵:ـ دخدایداد کور

۶:ـ دعبدالوکیل کور

۷:ـ دخدای رحیم کور

۸:- دحاجی اخترکور

۲:- په ۱/۱۲/۱۴۳۹ هـ ق نیټه د  فاریاب ولایت د چهلګزي ولسوالۍ اړوند چینایانو قرارګاه ته څیرمه سیمه کې امریکایې ځواکونو په هوایې بریدونو کې  چې پرملکې خلکو یې ترسره کړل ۵ تنه عام وګړې یې شهیدان ، ۵ تنه زخیمان ، یوعراده شخصي مازدا موټر اویوزرنج موټرسایکل یې تخریب کړل  .

دشهیدانو نومونه :

۱:- فیض الله دعبدالظاهر زوی

۲:ـ عبدالواحد داکبر زوی دکاریز دسیمي اوسیدونکي

۳:ـ درویش دګل احمد زوی

۴:ـ غوث الدین دسیدرسول زوی

۵:ـ الله داد دنیک محمدزوی

دزخمیانو نومونه :

۱:ـ رودی جان دجمعه زوي

۲:ـ برهان دګلو زوی

۳:ـ سیدوخان دپتاوک دسیمي اوسیدونکی

۴:ـ نورالله

۵:- حاجی عبدالغفور

۳:- په   ۱/۱۲/۱۴۳۹ هـ ق نيټه  میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند موشن قلعه سیمه کې امریکایې ځواکونو په ملکې خلکو دډرون بریدونه وکړل چې له امله یې دری تنه عام ولسې وګړې یې شهیدان  کړل.او دوه تنه یې زخمیان کړل

دشهیدانو نومونه :

۱:ـ رحمت الله

۲:ـ شمبي ګل

۳:ـ مصطفی

دزخمیانو نومونه :

۱:ـ عطیق الله دمستری داود  زوی

۲:- سمیع الله دمستری داود زوی

۴:- په   ۲/۱۲/۱۴۳۹ هـ ق نیټه د  غزني ولایت مرکز اړوند خشک سیمه کې امریکایې جیټ الوتکو دفوټبال دیو روزونکې نظیم پرکور بمبار  وکړ چې له امله یې دکورنۍ ۱۸ غړي چې میرمنې اوماشومان هم پکې شامل  وو ټول په شهادت ورسول .

۵:-په  ۲/۱۲/۱۴۳۹ هـ ق نيټه د  تخارولایت  دشت قلعه ولسوالۍ ساسیغ قول سیمه کې دکابل ادارې چارواکو دملکې خلکو پرکورونو DC  توپونو بریدونه وکړل  یوه مرمۍ د محمدحنیف پرکور لګیدلي له امله یې ۵ تنه ملکې وګړي شهیدان او ۸ نور ټپیان کړي دي .

2018/8/24

Related posts