اګست 09, 2020

حصارک کې امریکايي اشغالګرو ۹ تنه ملکي خلک شهیدان ۳ يې ټپيان کړل

حصارک کې امریکايي اشغالګرو ۹ تنه ملکي خلک شهیدان ۳ يې ټپيان کړل

د ملکي خلکو د وژنو او وحشتونو په لړ کې تیره شپه د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ ګاړي سیمه کې امریکايي اشغالګرو عسکرو او د هغوی کورنیو غلامانو په ګډه سره په ملکي کورونو چاپه وهلي.
۳ کوره يې مکمل ویجاړ کړي دي، د ګڼو نورو کورونو دروازې يې ماتې کړي، ۶ سپين ږیري، ۱ معیوب او ۲ دهقانان يې شهیدان کړي دي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ تنه يې ټپيان کړي دي.
دغه وحشت په داسې حال کې درسره کیږي چې وړمه شپه هم امریکايي عسکرو د خوګیاڼو ولسوالۍ کوزبهار په ساحه کې په ورته چاپه کې ۱۱ تنه ملکي هیوادوال په شهادت رسولي وو.
د دغو وحشتونو او ملکي تلفاتو باوجود، ځينې مغرضې او امریکا پلوه په اصطلاح بشري ادارې چې ځانونه ظاهرا بې پرې بولي او دبشر سره د خواخوږۍ شعارونه ورکوي، په روانه جګړه کې د اسلامي امارت مجاهدین د اکثریت ملکي تلفاتو عاملین معرفي کوي او هڅه کوي چې په دغه راز زړه بوګنونکو او مشهودو ملکي پيښو پرده واچوي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۳/۱۲/۱۴۳۹هـ ق
۱۲/۶/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/9/3م

Related posts