اګست 15, 2020

د مذاکراتي ټیم د تعین په اړه داسلامي امارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم
له امریکایې لوري سره د اسلامي امارت مذاکرات جریان لري او تر اوسه پورې داړونده مسئولینو لخوا په ښه توګه رهبري شوي؛ خو د موضوع د اهمیت په اساس د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب په لار ښونه د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند لخوا لاندې مذاکراتي ټیم تعین او په کار وګمارل شو:
۱ ــ محترم شیرمحمدعباس ستانکزی د ټیم د مشر په توګه.
۲ ــ محترم مولوی ضیاءالرحمن مدنی د ټیم د غړي په توګه.
۳ ــ محترم مولوي عبدالسلام حنفی د ټیم د غړي په توګه.
۴ ــ محترم شیخ شهاب الدین دلاور د ټیم د غړي په توګه.
۵ ــ محترم ملا عبداللطیف منصورد ټیم د غړي په توګه.
۶ ــ محترم ملا عبدالمنان عمري د ټیم د غړي په توګه.
۷ ــ محترم مولوی امیرخان متقی د ټیم د غړي په توګه.
۸ ــ محترم ملا محمد فاضل مظلوم د ټیم د غړي په توګه.
۹ ــ محترم ملا خیرالله خیرخواه د ټیم د غړي په توګه.
۱۰ ــ محترم مولوی مطیع الحق د ټیم د غړي په توګه.
۱۱ ــ محترم ملا محمد انس حقانی د ټیم د غړي په توګه.
۱۲ ــ محترم ملا نورالله نوری د ټیم د غړي په توګه.
۱۳ ــ محترم مولوی محمدنبي عمري د ټیم د غړي په توګه.
۱۴ ــ محترم ملا عبدالحق وثیق د ټیم د غړي په توګه.
پورته ټاکل شوی ټیم به له امریکایي لوري سره د مذاکراتو پیل شوی بهیر پرمخ بیا یي، او د ورکړل شوي صلاحیت له مخې به اړونده چاري تر سره کوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۷/۶/۱۴۴۰هـ ق
۲۳/۱۱/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/2/12م

Related posts