اګست 05, 2020

د ثور څلورمه، د دریم عمر د رحلت ورځ

د ثور څلورمه، د دریم عمر د رحلت ورځ

قاري حبیب:

هغه د یوه غریب ملا امام په کور کې وزیږېد، پلار یې ورباندې محمد عمر نوم کیښود، د خپل مور او پلار لومړنی اولاد و، لا یې خاپوړې کولې چې پلار یې له اصلي سیمې( خاکریز) څخه لرې، د کندهار ښار ته څیرمه( نوده) کلي کې امامت ونیو.

کوچنی عمر د مولوي غلام نبي صاحب په غریبانه خو د ایمان په نورانیت زیبا خاندان کې را ستر شو، د مؤمنې او صالحې مور په غېږ کې تربیه شو، او لومړنی امتحان ورباندې هغه وخت راغی چې لا شپږ کلنۍ ته نه ورسیدلی، د نودې د کلي ملا امام مولوي غلام نبي صاحب وفات شو او کوچنی زوی یې ( محمد عمر) د یتیمتوب له یوه دنیا غمونو او امتحاناتو سره د الله تعالی اسرې ته پريښود.

الله تعالی چې همیشه په بندګانو کې خپل د قدرت عجائب ښکاره کوي، همدا د نودې د کلي د ملا پنځه کلن یتیم زوی یې د یوه لوی کار لپاره غوره کړه. دا لوی کار چې د انسان د خلقت له مقاصدو ګڼل کیږي، د الله تعالی په ځمکه اسلامي خلافت یا د شرعي نظام جوړول دي.

پر ځمکه د اسلامي حاکمیت را منځته کول، هغه فریضه وه چې له ډیرو کلونو راهیسې انسانانوهیره کړې وه. د مسلمانانو له ذهنه دا خبره وتلې وه چې دوی اصلا د همدې ستر کار لپاره پیدا شوي دي، د وروستیو پیړیو د سترو امتحاناتو له امله مسلمانان د خلافت، امیر المؤمنین، شریعت، امر بالمعروف و نهی عن المنکر، اسلامي اخوت او داسې نور مفاهیمو سره یو مخ ناشناخته شوي وو. الله تعالی مقدره کړې وه چې د اسلامي واکمنۍ د عملي تطبیق کارنامه به د نودې د کلي د مسافر ملا امام د هغه یتیم زوی په لاس ترسره کوي چې د خپل پلار له مړینې وروسته له خپلې مور سره په بیګانه سیمه کې بې سرپرسته پاته و.

یتیم محمد عمر له کندهار څخه د خپلو ترونو داوسیدو سیمې روزګان ته لاړ، همالته راستر شو، د کلي، مدرسې او مسجد ماحول یې شخصیت صیقل او په سوچه اسلامي- افغاني رنګ ښایسته کړ، د خپل مؤمن، مجاهد او غیرتي اولس په غیږ کې واوسید، د هغوی هر غم او ښادي یې په ځان او روح سره حس کړه، د اولس په ژبه وغږېد، داولس په رنځ رنځور شو، د اولس په درد ودردېد. د خپل مؤمن اولس په منځ کې ماشومتوب او ځوانۍ تیرولو په کې سوچه عادات تقویه کړل. د غیرت، حیاء، ایمان دارۍ، وفا، میلمه پالنې، تعهد،هیوادپالنې، صداقت او ایثار په شان سوچه عادات یې د روح او جسم په رګ رګ کې نهادینه شول.

همدا لامل و، کله چې په اولس بده ورځ راغله او کمونیزم یرغل راووړ، ځوان ملا محمد عمر لومړی تن و چې دقربانۍ ډګر ته په هسکه غاړه وروړاندې شو. لومړی یې په دهراوود کې له شورویانو او کمونیستانو سره تاریخ جوړونکې ډغرې ووهلې او بیا چې کندهار ته راغی نو د د کندهار هرات لارې تر منځ د سنګ حصار او پاشمول سیمه یې د روسي ټانګانو په هدیره بدله کړه.

هغه د خپل دین او امت د دفاع لپاره څلور ځله خپله وینه تویې کړه، خپله ښۍ سترګه یې د روسي بم له پرخچې سره والوته، خو دې زخمونو، سختیو او آزمونونو په عمري عزم کوم اغیز ونه درلوده، هغه د کمونیست نظام د راپرځیدلو تر ورځې په پوره متانت د سنګ حصار په سنګر کې ولاړ و او د جهادي مبارزې توغ یې رپاند ساته.

کله چې کمونیزم راوپرځېد، نو ملا محمد عمر خپل د جهاد مرکز په مدرسه بدل کړ، هغه د اسلامي نظام د جوړولو کار هغو رهبرانو، پروفیسرانو او انجنیرانو ته پریښود چې هر یوه یې دوه لسیزې په اسلامي نظام، خلافت او شریعت باندې ژبه ټکولې وه. هر یو ځان د اسلامي نظام تیوریسن او متخصص باله، هر یوه د اسلامي نظام او خلافت د جوړولو په موضوع ګڼې لیکنې او رسالې لیکلې وې او کلونه کلونه یې خلکو ته د سرتاسري اسلامي نظام د قیام او فلسطین دازادۍ وعدې ورکړې وې.

خو درې کلنې تجربې ثابته کړه، چې قول او عمل دوه بیلابیل شیان دي. ډیر ځله به یو څوک په تیوریک لحاظ په یوه موضوع پوهیږي مګر الله تعالی به د عملي تطبیق استعداد او صلاحیت نه وي ورکړی. زموږ جهادي پروفیسوران هم همداسې پوچ وختل. هغوی لا د کمونیزم له جهاده نه وو اوزګار شوي چې تر خپل منځ یې یوه بل ته د جهاد اعلان وکړ. هغوی په خپل درې کلن کردار سره نه یوازې د افغان جهاد وقار په اوبه لاهو کړ، بلکې لسګونه زره بې ګناه کابلیان یې هم ووژل، فساد او پاټکماري یې هم ترویج کړه، د غلا، غصب، ظلم، قتل او بیت المال د لوټمارۍ کلتور یې هم عام کړ او په نړیواله کچه یې اسلامي فکر او جهاد ته سخته صدمه او بدنامي واړوله.

ملا محمد عمر مجاهد چې د پروفیسورانو کمزوري ورباندې وغمېده، مجبور شو چې خپل مسؤلیت په خپله اداء کړي، هغه په لومړۍ ورځ تک تنها ووت، درس په درس او حجره په حجره وګرځېد، د فساد په وړاندې قیام ته یې خلک راوبلل او په ډیره لنډه موده کې یې د الله تعالی په نصرت یو داسې څپاند اسلامي حرکت په غورځنګ راووست چې د فساد او پاټکمارۍ ځنځیرونه یې د خسو په شان په مخه واخیستل.

هو کې، ملامحمد عمر مجاهد اسلامي نظام جوړ کړ، علماءکرامو هغه د امیر المؤمنین لقب ورکړ، هغه د اسلام هغه ټول قوانین عملي کړل چې په توان یې پوره وه، د ټولنې د اصلاح، د قوانینو او قضاء د اسلامي کولو، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر د دیني وجیبې ترسره کول، د حدودو او قصاص نفاذ او د اسلامي تعلیمي نظام دپیاه کولو په شمول یې ټول په توان پوره شرعي اقدامات ترسره کړل.

په نړیواله کچه یې د اسلامي امت په هره غمیزه غمجن شو او د نړۍ په هیڅ کونج کې یې له مسلمان څخه خپله همکاري او خواخوږي ونه سپموله، هغه د سیمیزو هیوادونو او نړیوالو کافرانو د پوځي، اقتصادي، سیاسي او تبلیغاتي جنګ او فشارونو په وړاندې لکه غر داسې دنګ او مطمئن و درېد.

د نړۍ طاغوتیانو هڅه پیل کړه چې د اسلام د دې رښتیني او غیرتي زوی اورمیږ ټیټ کړي. مګر د دریم عمر په زړه کې له هغه پیغمبر علیه السلام سره د وفا تعهد پروت و چې لومړني عمر رضی الله عنه هم ورباندې ایمان راوړی و. د هغه په رګونو کې د بدریینو او صدیقینو ایمان او جذبه ځغلیده،د هغه په زړه کې د الله تعالی ویره وه، هغه الهي خوف چې د ده په زړه کې یې بلې ویرې ته ځای نه ورکاوه.

له شرقه تر غربه د نړۍ سترو طواغیتو په ګډه د ملا محمد عمر مجاهد او د هغه لخوا تأسیس شوي اسلامي نظام په وړاندې جنګ اعلان کړ، کفار له سترو پوځونو او جنګي سازوسامان سره راغلل، ملا محمد عمر مجاهد د دې په ځای چې د اسلامي امت کمزوري ښکاره کړي او دکفر په وړاندې د اسلام بیرغ ټیټ کړي، د اسلامي تاریخ بې سارې قرباني یې ورکړه، د پاچاهۍ د تخت په ځای یې دغرونو او رغونو لاره ونیوه، دهیواد له غرنیو سنګرونو یې د صلیبي طاغوت په وړاندې جهاد ته دوام ورکړ. په لومړي ځل یې د اسلام سرسخته دښمنان امریکایان په ځان پورې حیران او د تاریخ د تر ټولو اوږد جنګ په ستړیا واړول. ملا محمد عمر مجاهد د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د جهاد او اسلامي نظام ارمانونو ته متعهد پاته شو.

هغه چې څه ویلي وو، هماغسې یې وکړل، هغه چې له اسلام سره د وفا کومه وعده کړې وه په هغه وعده تر پایه ودرېد. هغه لکه څنګه چې د هیواد د کلیو په سوچه او فطري ماحول کې را ستر شوی و، بیرته هماغو خړو کلیو، خټینو کورونو او ډبرینو سنګرونو ته وګرځېد. د خپل مجاهد او بې کوره اولس په شان یې د جهاد انقلابي دوره له بي کورنۍ، ستومانۍ او سختیو سره همغاړې تېره کړه. هغه د هیڅ معاصر رهبر یا لیډر په شان د امتیازي او هوسا ژوند هوس ونه کړ، بلکې د کفري بالادستۍ د منلو په ځای یې په سپیرو خاورو کې غریبانه ژوند غوره وباله. تر دې چې بالاخره د مبارزې له همدې کلیوال سنګر څخه په جګو سترګو او سپین مخ د خپل متعال رب حضور ته ورغی.

هو کې، درنو لوستونکو!

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ۱۳۹۲هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه له دنیا سترګې پټې کړې، راځئ د مغفرت په دعاګانو یې یاد راتازه کړو، او په ښایسته لیکنو، شعرونو او مقالو یې د وفات ورځ ولمانځو. رحمه الله تعالی

Related posts