اګست 09, 2020

د ثور ۴مه، د اسلامي امت د محرومیت ورځ..!!

د ثور ۴مه، د اسلامي امت د محرومیت ورځ..!!

د ورځي خبره:

هيهات أن يأتي الزمانُ بمثلهِ == إنَّ الزمان بمثلهِ لبخيلُ

نن د ثور څلورمه ورځ ده، هغه ورځ چې د یویشتمي پیړۍ دا بې أسرې امت، او دا بې ساروانه قافله له یوې ستري هستۍ څخه د تل لپاره بې برخي شوه. د دې زخمي امت پر ګڼو زخمونو د نا امیدۍ یو بل زخم هم وربالا شو، د اسلامي امت د لار ورکي قافلې د لارویانو سترګي د همدې هستۍ پر لور کږې وي چې الهي تقدیر یې هغه هیلي پوره کیدلو ته پرینښودي.
پوره شپږ کاله وړاندي په همدې ورځ د اسلامی امارت زعیم أمیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله، له دې فاني جهان نه په داسي حال کې وکوچید چې د اسلامي نړۍ، خصوصاٌ د مظلوم افغانستان بې شمېره دردونه یې له ځان سره د ابدي ژوند پر لور یووړل. او دا کړیدلی ولس یې د یو یتیم خاندان په څیر ترشا پریښود.
له همدې ځایه ده چې دا ورځ د نورو ورځو په څیر عادي ورځ نه، بلکي له یو عظیم رهبر څخه د امت د محرومیت ورځ یې ګڼلای شو. او له الله تعالی یې د نعم البدل په هیله لاس په دعاء یو.
مرحوم أمیر ملامحمدعمرمجاهد، واقعاً چې د یویشتمي پیړۍ یوه نایابه هستي وه، د هغه پر ریښتینولي، سپیڅلتوب، غیرت، خپلواکي، او د امت په دردونو دردمنتیا باندي یې نژدې د دنیا ټول مسلمان او نا مسلمان وګړي په یوه خوله معترف دي. نوموړی د دغي پیړۍ یو داسي زاهد او غیرتي واکمن و، چې خپله واکمني یې د الله د کلمې تر لوړ والې ځار کړه.
هغه أمیر چې د واکمني هره لحظه یې له تاريخي کارنامو ډکه وه، هغه امير چې د امارت له برکته یې د شريعت ځنډیدلي احکام یوځل بیا نافذ شول، او د هیواد حكومتي نظام اسلامي شو، اقتصاد اسلامي شو، بهرنی سیاست اسلامي او د حکومت د ټولو احکامو یواځنۍ مرجع قرآن کریم، نبوي احادیث او اسلامي فقه وګرځول شوو.
د یرغلګرو د اشغال په مقابل کې یې پوره ۱۲ کاله په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د ټولې کفرۍ نړۍ په مقابل کې د يوه جهادي مقاومت حیرانوونکی قیادت وکړ، داسې قیادت چې پوځي تکتیکونو او محاربوي نزاكتونو ته یې د نړۍ د پوځي اکاډميو ماهرین ګوته په غاښ او د امریکا او ناټو تر ټولو مغرورو قومندانانو يې نظامي وړتیا ته د تسليمي سر ټیټ کړ.
نوموړي قائد د نړیوال صلیبي ایتلاف په وړاندې دغه معجزانه قیادت د خپل هیواد له سپیرو کلیو او خټینو کورونو څخه رهبري کړ، هغه په دې ټولې ۱۲کلنې جهادي دورې کې هم د عصري الیکترونیکي وسائلو له استفادې څخه بي پروا و او هم د معاصرې نړۍ د مصنوعي سپوږمکیو د تخنیک له کارولو څخه مستغني.
هغه به په خپلې ځانګړې طریقې له مجاهدینو سره په تماس کې و، خو دښمن یې نه د هستوګنې ځای معلوم کړای شو او نه یې د مقاومت له لومړۍ کرښې سره د مداوم ارتباط څرک ولګاوه.
تر دې چې بالاخره له الهي قضا سره سم د۱۳۹۲هـ ش کال د ثور د میاشتې پر څلورمه نیټه خپل روح د هغه حقیقي مالک ته وسپاره او له دې فاني نړۍ څخه يې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
« انا لله وانا الیه راجعون… رحمه الله تعالی رحمة واسعة، و تغمّده في واسع جنانه.»– آمين.

نن ورځ که له یوې خوا د همدې زړور او نوښتګر قائد د فراق له امله د اسلامي امت د محرومیت ورځ ده، خو له بلي خوا یې له نیکه مرغه د وروسته پاتي قافلې سرلاري هم ترډېره د خپل مسیر ریښتیني لارویان پري ایښي چې د نوموړي د نقش قدم تعقیب یې اسلامي امت ناهیلۍ ته نه پریږدي، ان شاءالله.

پای ……………

Related posts