اګست 05, 2020

دمرحوم امیر المؤمنین رحمه الله  شپږم تلین

دمرحوم امیر المؤمنین رحمه الله  شپږم تلین

سید شریف:

 د اسلامي امارت موسس ارواښادامیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ۱۳۹۲هش کال دثور په ۴مه نیټه چي د ۲۰۱۳داپریل د ۲۴مي سره سمون خوري له دې فاني نړۍ څخه دابد په لور وکوچید.

انا لله وانا الیه راجعون!

ارواښاد امیر المؤمنین ۱۳۷۳هش کال دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ څخه دشر او فساد پرضد پاڅون پیل کړ،په لنډ وخت کي یې د جنوب لویدیځي حوزې څخه دشر او فساد کمبله ټوله کړه،په مرکزي او جنوب ختیځ سمت کي دطالبانو د اسلامي تحریک په پلوي خلګو سپین بیرغونه اوچت کړل اوکندهار ته یې پلاوي واستول چي ددوی وسیمو ته هم ژر تر ژره د دغه سوچه اسلامي او ملي پاڅون نجات بخښونکي لښکري سوق کړي،په څو ورځو کي پر یادوو شوو سیمو هم دامن او شریعت سپین توغ ورپید.

د ملا محمد عمر مجاهد په مشري ولسي پاڅون ۱۳۷۵هش کال د میزان په ۶مه دهیواد پلازمېنه کابل ونیو، په لنډ زماني واټن کي یې د ګران هیواد ۹۵سلنه دشر او فساد څخه تصفیه کړه،مثالي امن یې راوست،عدالت یې قایم کړ،شریعت یې نافذ کړ،د مظلوم غم یې وخوړ،ظالم یې مجازات کړ،قاتل یې قصاص کړ،پر قطاع الطریقو او داړمارانو یې شرعي حدود تطبیق کړل.

ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د افغانستان د عاق شوو بچیانو او بهرنیو دښمنانو هغه ناولي ارمانونه او شوم پلانونه شنډ کړل چي دګران هیواد دتجزیې طرحي یې جوړي کړي وې ا وعملي کیدو ته یې دانتظار شیبې شمېرلې.

ملا محمد عمر مجاهد دشر اوفساد په وړاندي د تحمیلي جګړې د دوام د لګښتونو او د ملګرو ملتونو د یو طرفه سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره سره د بیارغوني چاري هم جاري ساتلي وې،حلقوي کنډوکپر سړکونه یې ترمیم کړل،د کابل – کندهار لویه لار یې له کابل څخه ترمیدان ښار پوري په اساسي او معیاري ډول ورغول،د ولایتونو او ولسوالیو سړکونه یې نسبتا په ښه ډول داستفادې وړ وګرځول،تعلیمي ادارې( مدرسې، ښوونځي اوپوهنتونه) یې فعالي او له سره جوړي کړې،دولتي ویجاړي شوي ودانۍ یې ځیني ترمیم او بعضي یې نوي جوړي کړې،د کجکي،ماهیپر،نغلو او درونټې برېښنا ظرفیت یې لوړ کړ،د ځینو ښارونو او ولسوالیو ترمنځ یې د برېښنا پایې او مزي ولګول.

د ټاپې پروژې په اړه منډي ترړي،هڅي او بالاخره لومړني توافقات د ملا محمد عمر مجاهد په زرینه دوره  کي ترسره شول، دافغان بيسیم شرکت سره په لومړني قدم کي دهیواد په څوارلسو ولایتونو کي د مبایل فون د فعالیت تړون لاسلیک شو.صنعتي پارکونه جوړ شول،سوداګري څو چنده زیاته شوه،هوایې ډګرونه فعال شول په داخل او خارج کي د افغان اریانا الوتکو الوتني پیل کړې، دحج دفریضي داداء کولو لپاره حاجي صاحبان تر ډیر ځنډ وروسته په لومړي ځل په مستقیمه توګه  له خپل هیواد څخه سعودي ته ولاړل.

امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د یو فرمان له لاري پرمخدراتو بندیز ولګاوه،افغان مجاهد ولس دخپل شرعي امیر دامر په تعمیل په یو مخیزه توګه د مخدره موادو دکښت څخه لاس واخیست،تاریاک،چرس او هیروئین په هیواد کي داسي نیست او نابود شول چي د هیواد په لویو ښارونو په تیره کابل کي د بېلګې په ډول حتی یو معتاد هم نه ترسترګو کیده.

د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په واکمنۍ کي که له یوې خوا دمجاهد ولس شرعي ارمانونه پوره شول،له بلي خوا په مادي او معیشیتي لحاظ هم ډیري اسانتیا وي رامنځته شوې،افغانستان په سیاسي،پوځي او اقتصادي لحاظ خپل ځانګړی او مستقیل ځای خپل کړ.

پر افغانستان دامریکا او ملګرو د ناروا او وحشیانه یرغل په وړاندي ملا محمد عمر مجاهد جهاد اعلان کړ،امیر المؤمنین رحمه الله  په داسي حال او وخت کي د امریکا په مشري اشغالګري ټلوالي پرضد جهاد پیل کړ چي په نړۍ کي زیاترو حکومتونو او واکمنو دامریکا هري خبري او پریکړي ته بې چون وچراد تعظیم سر ټیټاوه.

د ارواښاد امیر المؤمنین په قیادت کي دافغان ولس جهاد داسبابو په نړۍ کي دمقابل طرف دوسایلو او امکاناتو سره په هیڅ ډول د پرتلې وړ نه و، خو دالله تعالی په نصرت دملا محمد عمر مجاهد په مشري داسلامي امارت مجاهدینو د یرغلګرو او کابل رژیم څخه د هیواد په مختلفو سمتونو کي پراخي سیمي او ولسوالۍ تصفیه کړې،په بیلابیلو ښارونو او لیري پرتو سیمو کي یې یرغلګر او داخلي دښمن ته د سر،مال او تجهیزاتو خورا لوی زیانونه واړول، د دښمن داعترافونو له مخي افغانستان کي په لسهاوو زره یرغلګر پوځیان مړه او ټپیان شوي او په سلهاوو زره یې په رواني ناروغیو مبتلا دي.

اوس چي دامیر المؤمنین رحمه الله شپږم  تلین دی، دمرحوم امیر المؤمنین دځایناستي  امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله په قیادت کي دمرحوم امیر له لوري پیل شوی او دشهید امیرالمؤمنین اختر محمد منصور تقبله الله له خوا پیاوړی شوی او پالل شوی  جهادي بهیر دهیواد په بیلابیلو سیمو او سمتونو کي په خورا جوش او هوش سره روان دی،یرغلګر او ګوډاګیان یې سرکوب کړي،چیغي او کوکي یې نړۍ اوري.

ستر څښتن دي دارواښاد امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد بچیانو،لارویانو او خلف( اخند زاده صاحب حفظه الله) ته مزید توفیق ورکړي چي افغانستان د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو څخه ژر ترژره په یو مخیزه توګه پاک کړي او اسلامي نظام نافذ کړي.

الله تعالی دي مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته عالي مقامات،خپله رضاء او لقاء ور په برخه کړي،اسلامي امت او افغان ولس به  د مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله ښېګڼي هیري نه کړي او ترابده به یې داحسان پوره وړي وي.

Related posts