اګست 09, 2020

د ملا محمد عمر (مجاهد) د ژوند ځانګړتیاوي !

د ملا محمد عمر (مجاهد) د ژوند ځانګړتیاوي !

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی:

له سیاسي سیاقه ملا محمد عمر(مجاهد) د یوه مسلمان واکمن په توګه خپل ځانګړي مشخصات لرل.
داسي مشخصات چې هغه په معاصر پیر کې د اسلامي نړۍ د کوم بل اسلامي حکمران په ژوند کې نه لیدل کیږي.
نوموړی سره له دې چې د نورو حاکمانو په څیر یې نه منظم امنیتي ګارډ درلود او نه یې هم د کاري د فتر په ځانګړیو امنیتي وسائلو مجهزې و، خو په همدي سادګي کې یو داسې مهیب شخصیت و چې که به هرڅومره په سیاسي او علمي لحاظ ستر چارواکي او عالمان ورسره مخ کیدل د نوموړي له شخصیت او د واکمنۍ له ساده وضعیت څخه به سخت متأثره کیدل.
په ۲۰۰۰ کال کې چې کله د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له لوري پرافغانستان اقتصادي تعیزیرات ولیګدل د اسلامي نړۍ یو زیات شمیرعلماء ، مفکرین او سیاست وال افغانستان ته رامات او له ملا محمد عمر( مجاهد) سره به یې د افغانستان او اسلامي نړۍ د قضایاوو په اړه خپل نظرونه شریکول.
د دغو شخصیتونو له جملې څخه د اسلامي علماوو د نړیوالې اتحاديي مشرعلامه يوسف قرضاوي ، د اسلامي کانفرانس تنظیم د سرمنشي مرستیال ابراهیم بکر، په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر احمد عبد الله آل محمود په یوه ځل افغانستان ، کندهار ته ، د ملا محمد عمر( مجاهد) لیدو ته راغلل.
د اسلامي نړۍ د علماوو دغه مهم پلاوی د قیقا د ۲۰۰۱ کال د اپریل په میاشت کې هغه مهال کندهار ته راغلل چې طالبانو په بامیانو کې د بودا مجسمې نړولې او دا موضوع د اسلامي امارت پر خلاف پر یوه تبلیغاتي هنګامه بدله شوې وه.
په دې مهم علمي وفد کې د مصر د الازهر اسلامي جامعې دری نور استادان او مشهوراسلامي مفکر فهمي هویدي هم برخه لرله.
د الجزیره تلویزوني شبکې د افغانستان د څانګې مسؤل ښاغلي تیسیر علوني هم له دې پلاوي سره ملګري او له امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد سره د خپل ملاقات تأثر داسې بیانوي:
(( د ملا محمد عمر (مجاهد) د کار دفتر ته له ور رسیدو سره سم هلته میشتو طالبانو په درناوي استقبال کړو، نه یې تلاشي او نه یې هم په دروازه کې په انتظار کولو سره ماتل کړو.
بلکې له ور رسیدو سره سم یې یوه مستطیل شکله تالار ته راهنمايي کړو.
په تالار کې افغاني قالینې ویړې او څنګو ته یې عادي تکیې ايښې وې.
لیږ ساعت وروسته ملا محمد عمر (مجاهد) له دوو نفرو وسله والو طالبانو سره تالار ته را دننه شو.
دنګه بي غوښې ونه ، مناسبه توره ږیره او غنم رنګه زړه وړونکې څیره یې لرله.
توره لنګوټه یې پرسر او پرخاکستري رنګه جامو یې د زوړ والی نښې له ورایه ښکاریدې.
د یوه ژورنالیست په توګه ما غوښتل ډیر په دقت د هغه رنګ او څیرې ته وګورم خو دومره یې تر تاثیر لاندې شوم چې د مخامخ کتلو توان مي له لاسه ورکړ.
نوموړی له مونږ ټولو سره تر روغبړ وروسته د تالار په ښې کونج خپل ځای کې کیناست.
زه له نوموړي نه کیڼ لورته څلورم نفروم ، ما يي د ناستې په مهال غلی غلی د خبرو او حرکاتو وضعیت څاره ، هغې سترګې ته یې ډیر ځیروم چې د شوروي اشغال په مهال یې په جهاد کې له لاسه ورکړې وه، خو هغه مي دقیقه صحیح نه کړای شوه ځکه زه د نوموړي چپ لوري ته ناست وم.
نوموړی په خپل ځای کې تر کیناستو وروسته د مجلس برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه د خبرو اوریدو غوښتنه وکړه ، هغوی هریوه په خپل نوبت خبرې کولې او ده په آرامه ورته غوږ نیولی و ، کوم ځای چې به یې د پوښتنې ضرورت شو هلته به یې وضاحت غوښت.
په ټول مجلس یوځانګړی کیفیت طارئ و.
زه چې د مجلس په برخوالو کې یې تر ټولو زیات تر اغیزې راغلی وم له نوموړي سره د خبرو په مهال مي دا حس کوله چې واقعا هم له یوه واقعي واکمن حکمران سره مخ یم.
تعجبه دا وه چې د مجلس په ټولو برخوالو کې ملا محمد عمر (مجاهد) هم په ځواني او جامو کې تر ټولو خوار مالومیده ، خو معنوي هیبت یې بیا ټول مجلس په خارق العادته ډول تر اغیز لاندې راوستی و.)) (1)
دا یواځې د یوه عربي ژور نالیست تأثر دی چې د ملا محمد عمر( مجاهد) له یوه ځل ملاقات څخه یې اخیستی ، که وخت او فرصت وي ان شاء الله د هغوعلماوو ، فکري شخصیتونو او سیاست والو تأثرات به هم تر درنو لوستونکو پوري ورسوو کومو چې د اسلامي امارت له امیر ملامحمد عمر مجاهد سره د حاکمیت په مهال لیدلي او دغه ډول تأثرات یې تري اخیستي …

آن مسلماني که میري کرده اند … در شهنشاهی فقیري کرده اند.

Related posts