اګست 09, 2020

دمبتکریتیم طالب ستر امانت! او دافغاني علماوو او طالبانو په ذمه  دروند مسؤلیت !

دمبتکریتیم طالب ستر امانت! او دافغاني علماوو او طالبانو په ذمه  دروند مسؤلیت !

بشیرافغان:

هو! دا دقدرت یوه نادره کرشمه یا یوه حیرانوونکې کارنامه ده  چې یو یتیم طالب یې د زرګونه افغاني علماوو او طالبانو لپاره فکري مقتداء، جهادي قاید اوسیاسي رهبر غوره کړ! او  هغه پخپل مشرتوب اوقیادت کې دخپلې کړې ژمنې سره سم افغان قام ته  یودومره لوی له ویاړونو او افتخاراتونه ډک تاریخ پریښود چې نن د نتایجو  په لیدو نه یواځي دافغانانو شمله پرې  هسکه ده بلکې عرب و عجم واړه یې روح ته دمینې او خلوص پیرزوینې وړاندې کوي او په قاطع عزم، بیثماله جرئت اودپولادو په څېر کلک استقامت یې ویاړ محسوسوي

نن ورځ افغاني علماء او طالبان چې دکوم نړیوال حیثیت اووقاره برخمن دي او د مغرور نړیوال  ځواک( امریکا) په سترګو کې یې سترګې خښې کړې او هغه یې  له ډاره  په پښو کې پریوتې ښکاري دا دهمدې  باعزمه اومیړني یتیم طالب داثیار وقربانیو مرهون منت دي

یتیم قاید  له ځان وروسته افغاني علماوو او طالبانوته کوم لوی سیاسي اوجهادي امانت په میراث پرې ایښی یا نن چې افغان عالم، ملا او طالب دکوم مقام څښتن دی زموږ  دچم و ګاونډ  په هیوادو کې د علماوو ، طالبانو او دیني قشر په سطحه یې  مثال نه مندل کېږي

که  دسیاسي او جهادي ځواک لرلو د پلوه د ګاونډیو هیوادو دعلماوو او طالبانو دنفوذ او ځواک سره  خپل(د علماوو او طالبانو په سطحه سیاسي او جهادي) ځواک  یاموقف پرتله کړو، نوموږ ترټولوڅخه  په سلګونو واټن مخکي  قرارلرو مثلاً: تاجکستان، ازبکستان اوترکمنستان او دمرکزې اسیا په نورو اسلامي هیوادو کې خو دعلماوو په نوم له سره   هیڅ  سیاسي دیني او فرهنګي جریان، تنظیم او فعالیت شتون نلري حتی هلته داسلامي علومو تعلیم و تدریس  څه فی الجمله دوام لري ، پاکستان کې بیشکه په سیاسي لحاظ دعلماوو او طالبانو څواحزاب او ګوندونه شته ، چې ځیني یې په ایالتي اسمبلیو کې  داستازولۍ ترڅنګ دمرکزپه ملي اسمبله اودمشرانوپه جرګه( سنا )کې  هم یوشمیر استازي لري،  سربیره په دې چې پاکستان داسلام په نوم هغه یواځینی جوړ شوی اسلامي هیواد دی چې  دهغه په جوړولو کې دعلماوو  دبیدریغه قربانیو تاریخ تربل هرچا نه  دروند اولوی دی خو بیا  هلته علماء او روحانیون په سیاسي چارو  هغومره مسلط ندي څومره چې په وروستیو کې دیو یتیم طالب دمیړانو په برکت زموږ علماء او  طالبان دسیاسي او جهادي ځواک درلودو څخه برخمن شول

هو! په دې سترګې نشي پټیدای چې پاکستان کې علماء په تعلیمي او تدریسې میدان کې ترموږ په لسګونه واره  فعال ، متحرک او منظم دي او ددیرش زره په  شاوخوا کې دیني مدرسو او جامعاتو په درلودو دتعلیم و تدریس  یو ښه فعال نیټ ورک او تنظیم لري دکوم  په ترڅ کې چې  هر کال په زرګونه نوي اوځوان علماء، مفتیان ، داحدیثومتخصیصین او دعظیم الشان قرآن حافظان جامعې ته وړاندې کوي خو ددې باوجود هغوی هلته د اسلامي ارزښتونه او اقدارو څخه ددفاع په لړ کې دفاعي پوزیشن لري او دنور سبقت یا پرمختګ نښې یې نه ترسترګوکېږي

زموږ بل مهم  ګاونډی هیواد ایران دی بدون شک  ایران کې دیادو هیوادو په پرتله شیعه علماء د خپل هیواد په سیاسي ،پوځي او فرهنګي  چارو دواک ډیره سلنه دځان سره لري او تریو حده  دخپلو عقیدوي برنامو، افکارو او تصوراتو دعملي کولو چانس په لاس کې لري خو بیا هم هغسې چې پکار وه اوده   کوم مثبت رول یاد کردار نشي اداء کولی او د دوی په نوم  یوه مخصوصه لابې دایران سیاسي، مذهبي اقتصادي او فرهنګي چارې رهبري کوي

لیکن افغاني علماء او طالبان دیتیم طالب دقایدانه کردار او اخلاص په برکت نن دافغانستان دننه یولوی جهادي اوسیاسي ځواک په توګه دافغانستان نیږدې ۶۵سلنه خاوره  په واک کې  لري اوهم دپاتې نورې سلنې دنیولو توان او وړتیا لري

په  پورته یادو هیوادوکې ځایې علماء  که  د قیوادتو او بندیزونو سره مخ دي  او پخلاص  لاس دفعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي، په افغانستان کې هم علماء او طالبان د سختو قیوادتو اوبندیزونو سره مخ دي او هم دنړیوالو  ظالمانه بندیزونو  سره هم مخ دي مغرضو نړیوالو ځواکونو د هغوی دځپلو په موخه  دیوکم پنځوس هیوادو   دسیاسي، پوځي او اقتصادي ځواک په ملتیا  په افغانستان ددې لپاره یرغل وکړ څو دلته دیتیم طالب پلویان او دهغه په لار تلونکي قهرمانان  دزمکې دمخ نه نیست و نابود کړې

لیکن  یتیم قاید د خپل ایماني فراست او  وسپنيز هوډ په ښودو  اودخپل سلطنت  او واکمنۍ دلالچونو څخه په ډیره لاپرواهۍ سره درخصت په ځای دعزیمت مسیر غوره کړ او  دکفري استکباري ځواکونو په وړاندې یې له خپلې ملي  ازادۍ او خپلواکۍ د موقف نه په شا نشو او نه  ورسره  کومې معاملې یاسودا ته حاضر شو

هو! دغه یتیم  طالب! دافغانستان داسلامي امارت  مبتکرمؤسس او دطالبانو داسلامي تحریک رهبر امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد (V ) و، چې نن  دثور۴مه دوفات ورځ ده ،لله الحمد اسلامي امارت  پخپل  هم هغه جهادي   مسیر باندې روان اود پرمختګ په حال کې قرارلري کوم چې مرحوم امیر المؤمنین غوره کړی و  او دښمن  بیاپه تیښته سردی ، هغه دښمن چې  دیتیم طالب  لښکر په ځپلو  راغلی و  اوس سرچپه د یتیم طالب تندریزو بریدونو له امله  یې  ټول غرور او کبر اوبه شوی  او دزوال سره مخ دی

موږ باید هېره نکړو چې دافغانستان اسلامي امارت په شکل کې دافغاني علماوو او طالبانو موجوده سیاسي وجاهت او جهادي ځواکمنې  دمرحوم  امیریو ستر میراث او امانت  پاته دی چې ساتنه او ټینګښت یې د علماوو اوطالبانو ملي او دیني وجیبه ده ، زکه افغانستان یو اسلامي هیواد دی ، ۹۹ سلنه وګړي یې مسلما نان دی او داسلام په لاره کې دقربانیو اوفداکاریو اوږدتاریخ لري ،افغان ولس داسلام مبارک دین دنفاد ارمانجن دي او داسلام په مقابل کې هغوی  ته بل  نظام دمنلو وړندی او داراواښاد امیر المؤمنین رح دجهادي اوسیاسي مبارزې عمده هدف هم یواځي او یواځي داسلامي نظام نفاذ او دافغانستان ازادې او خپلواکې بیرته لاس ته راوړل وو

ملاصیب مبارک د  ځاني اغراضو  او خواهشاتو لپاره نه؛ بلکې  دملت او قوم هوساینې لپاره په ځان درنې سختۍ او تنګۍ تیرې کړې،هغه بیت المال  خپل شخصي مال وملکیت  نه کاڼه، اوساده ژوندیې لاره، پردي هم  دامني او اعتراف ورباندې کوي چې  دخپل استوګنځي نه نیولي تررسمي دفتره  یومخ ساده ژوند یې لاره، هیڅکله یې دنړۍ دنورو پاچایانو پشان په مجللو قصرونو او ماڼیو کې میشت  نه و او نه یې دکور په خوا غځیدلې لارې ځای په ځای  په پیره دارانو او ساتونکو پوښلې وې ،یو میلمه او مسافر سړي هم په اسانه اوپرته له کومه ځنډه کولی شول چې ځان دهغه تر دفتره ورسوي

دساده ژوند ترڅنګ یو بې ریا انسان و،  دفریب، جعل کارۍ او چالاکۍ نه یې زیات متنفر و، د رسمي او غیر رسمي امورو په سرته رسولوکې اسلامي لارښوونو او احکامو ته په کله تابعدار او ژمن وو، دافغانستان ملي ارزښتونو او مصالحو نه  په نره دفاع کونکی  او پخپلو رعایاوو او ملګرو مهربان او زړه سواند و، دبهرنیو میلمنو او مراجعینو سره یې همیشنی تعامل باوقاره، دروند  او دپام وړ به و، هرکله به چې دبهرنیو هیوادو نو میلمانه دنوموړي لیدلو ته راتلل هغوی به فکر کاوه چې په کوم مجلل قصر او  ښکلې ښائسته ماڼۍ کې به اوسي او  دفتر کې به یې ډول ډول تشریفات او مراسم پر ځای کېږي  خو کله به چې هغوی  راغلل، ورسره و به کیناستل هغوی به داسې احساسوله چې په لومړي ځل  دیو اسلامي حاکم سره ویني   او دیو رښتینې اسلامي امیر په مجلس کې ګډون لري

څرنګه چې اسلامي شریعت داسلامي امیر په مواصفاتو او شرایطو کې جرئت او زړورتیا هم دوخت  امیر لپاره ضروري اوشرط ګرځولې مرحوم ملاصیب بیساري زړور، اوجرئتمند مشر و  هغه پخپل قاطع عزم سره دافغانستان دتجزیې ټول پلانونه  شنډ او خنسا کړل او دجوړونکو په ارمانونو یې خاورې امبارکړې  او هم یې مظلوم او جګړو ځپلی افغان ولس ته دپاټکسالاریو دانارشیزم نه نجات ورکړ دکوم له امله به  چې هیڅ عزتمند سړي خپله ابرو او ناموس خوندي نه ګاڼه اوهیواد دیو ډیر ځورونکي بربریت او وحشت سره مخ  و لیکن مرحوم ملاصیب په ډیر  همت او زړورتیا  دپاټکسالارۍ  ټغر  له هیواد ټول  کړاوپه ځای یې ډاډمن امنیت او سوله پلي کړه

دخپل واک په دوران کې یې اسلامي حدود او قوانین دکوم ډار اوبیم پرته نافذ او اجراء کړل او زور واکي  یې کمزوري ، اوکمزوري یې ځواکمن کړل دظالمانو لاسونه یې  غوڅ او دمظلومانو اوښکې یې پاکې کړې

داچې مرحوم ملاصیب نهایتي غیرتي انسان و، الله تعالی هم ترپایه داغیارو او دښمنانو دشرڅخه وساته  دهغوی په لاسو کې داسارت او ذلت نه یې وژغوره، هغوی په کراتو مراتو  دمندلو اوپه شهادت رسولو لپاره درانه عملیات وکړل، ډول ډول دسیسې  او په ملیونوډالریې په سر باندې دانعام په توګه اعلان کړل لیکن الله تعالی  دهغوی ټول ارمانونه دخاورو سره خاورې کړل اوترپایه پورې یې  څه ترلاسه نکړل

لنډه داچې  دامیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ژوند اوسیرت داسلامي امارت داوسني مشرتابه او هم دهیواد دعلماوو او طالبانو لپاره یولوی امانت او درس دی باید هغوی یې  له یادو ونه باسي او ګام په ګام تري دپیروۍ کوښښ وکړي

 په پای کې د[والفضل علی ماشهدبه الاعداء] په مصداق  دبې بې سې دمشهور خبریال او نطاق داود جنبش  یوه وړاندوینه دلوستونکو هم  سره شریکوم: نوموړي لیکي: ملامحمدعمر لاړ،.خوځانته یې په افغان تاریخ کې ځای پریښود، داچې داځای به څه وي، غوره قضاوت به پري هغه مهال شونی وي چې داوسني پېرترخې هیرې شي او د هم غه مهال نسل د۱۳۷۵ل کال دکودتاه وروسته ټول غمجن پړاو په سړه سینه وڅیړي

Related posts