اګست 05, 2020

ملامحمد عمر مجاهد:هغه نوښتګر مشر چې اسلامي سياست يې له فکره عمل ته را واېست!

ملامحمد عمر مجاهد:هغه نوښتګر مشر چې اسلامي سياست يې له فکره عمل ته را واېست!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی
(لومړۍ برخه)
د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د وري د میاشتې ۱۴نیټه وه چې د کندهار ښار په زړه میخانکي ښوونځي کې د ۱۵۰۰ دیني عالمانو ستره غونډه دائره شوه.
دا غونډه د قیقا د طالبانو لخوا د کندهار او خواو شا ولایتونو له تسخیره وروسته جوړه شوه .
د غونډې موخه د طالبانو لخوا د اسلامي امارت اعلانول او تر دې نوم لاندې د خپلو پوځي او سیاسي فعالیتونو تر سره کول و.
یادې غونډې ته د هیواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه د ولایت په کچه مشهور دیني عالمان را بلل شوي و .
د یادو عالمانو په منځ کې د هیواد په سطحه مشهور علماء لکه شیخ شهاب الدین ( دلاور) شیخ علامه عبد العلی ( دیوبندي ) استاذ کل مولوي نور محمد (ثاقب) خلیفه داد محمد صاحب ، مولوي محمد ابصر او مولوي جلیل الله مولوي زاده د بیلګې په ډول د یادولو وړ شخصیتونه وو.
غونډه د قیقا د سهار په ۹ بجې د عظیم الشان قران په تلاوت سره پیل شوه ، تر هغه وروسته د طالبانو د تحریک مؤسس ملامحمد عمر (مجاهد) د تحریک د پیلولو ، د شوروي اشغال په وړاندې د اسلامي جهاد د آرمانونو پوره کولو ، په هیواد کې د ګډوډي او تنظیم جنګي له منځه وړلو په اړه تفصیلي خبرې وکړي.
ملا محمد عمر (مجاهد) په ډیره ساده او عام فهمه ډول په خپلې همدې وینا کې په افغانستان کې د اسلامي نظام جوړولو لپاره هغه شاخصونه ترسیم کړل چې په وروسته کې د اسلامي امارت په تاسیس سره هغه تدریجاعملي شول.
ملا محمد عمر (مجاهد) په خپلې دې وینا کې د تحریک د تأسیس ضرورت ، د تأسیس لومړنۍ مرحله او د تحریک د تأسیس د اهدافو په اړه په یوه زړه راښکونکي ډول خبرې وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل:
(( … ما دا تحریک د توکل محض پراساس پیل کړی، فقط توکل محض.
له دې څخه زما اصلي هدف په افغانستان کې د اسلامي شریعت تنفیذ او د جهاد د شهیدانو آرمانونو پوره کول دي.
خو اي محترمو علماوو !
تاسو زمونږ استاذان او د شرعي علم علماء یاستئ! که زه په دغه ستر کار کې خدای مه کړه له کوم انحراف او مشکل سره مخ کیږم ، اصلاح او سموالی مي ستاسي مسؤلیت دی ، تاسو به راته پر سمې لارې د تللو توصیه او نصحت کوئ، کنه په ورځ د قیامت به مو د هرډول انحراف مسؤلیت ستاسي په غاړه او زه به یې له امله ستاسي ګریوان ته لاس دراچوم …) .
د ملا محمد عمر (مجاهد) دغه وینا که څه هم چې له مغلقو علمي عباراتو څخه خالي یوه عادي وینا وه اما له معنوي لحاظه دومره موثره وه چې په غونډه کې د اکثریت سترو عالمانو له سترګو یې اوښکې و بهولې.
تر یادې وینا وروسته شهید مولوي احسان الله (احسان) وینا وکړه او په هغه کې یې د مسلمانانو لپاره د اسلامي امارت او امیر شتون یو دیني ضرورت وباله.
شهید مولوي احسان الله احسان د خپلې وینا په ترڅ کې وویل :
اسلامي ټولنه په مجموع کې یوه مکلفه ټولنه او مسلمانان په خپل ژوند کې د اسلامي احکامو په تنفیذ مکلف دي.
د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره د شرعي امیر وجود شرط دی.
لهذا زه د افغانستان د علماوو له دغې سترې غونډې څخه غواړم چې د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک مشر ملامحمد عمر (مجاهد) د اسلامي امیر په حیث غوره او شرعي بیعت ورسره وکړي…
له دې خبرې سره سم په غونډه کې له هر لوري د تکبیر نارې پورته ، ټول علما له خپلو ځایونو څخه جګ او هریوه د شهید احسان الله احسان د خبرې د اجابت په غرض لاسونه پورته کړل.
دا یوعجیب ډول د خاص اثر لرونکي شیبې وې، د مجلس اکثریت برخوال په ژړا او له سترګو یې د خوښۍ اوښکې روانې وي.
وروسته شهید احسان صاحب د غونډې له برخوالو وغوښتل چې په ترتیب سره له لومړي صف څخه له ملامحمد عمر (مجاهد) سره د اسلامي امیر په توګه هغه ته په لاس ورکولو سره بیعت پیل کړي ، هماغه و چې امیر المؤمنین هماغه د خپلې وینا پرځای ودریده او علماوو همداسې یو په بل پسي ورسره بیعت پیل کړ.
زه د غونډې ستيځ ته په ډیره نیږدې فاصله کې وم ، ومي لیدل چې ملا محمد عمر (مجاهد) هم د دغه استثنائي وضعیت له امله تر خاص اغیز لاندې راغلی و.
ما په خپلو سترګو ولیدل چې نوموړي دومره ژړلي و چې د ولاړیدو په وخت کې یې د اوږې څادر په اوښکو لوند خیشت ښکاریده .
په غونډه کې د بي بي سي پښتو خپرونې د هغه مهال مشهور خبریال دوادو جنبش هم شتون درلود ، نوموړی هم په داسې حال کې چې له یاد وضعیت څخه ډير متأثر و د غونډې جریان ېي په ژوندۍ بڼه د بي بي بي سي راډيو له پښتو څانګې څخه خپراوه.
پاتې لري ….

Related posts