اګست 08, 2020

کنړ: دانګام کې جلا بریدونو ۲ ګوډاګیان ژوبل او د ښمن ته دروند زیان اړولی دی

تیره شپه ۱۱بجې مجاهدینو د کنړ ولایت، دانګام ولسوالۍ اړوند، سیاڼ په سیمه کې د مزدورو پولیسو په کنډک برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې مزدور دښمن ته تلفات واوښتل، خو د لږ او ډېر په اړه یې کره معلومات ندي ترلاسه شوي.

همداراز نن سهار ۷بجې دوبندو په سیمه کې هم د مزدور دښمن د عسکرو په کنډک د سپکو او درنو وسلو په مټ  برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۲ تنه مزدور عسکر ژوبل شول.

2019/4/30

Related posts