اګست 08, 2020

کنړ: وټپوره کې ګډ دښمن ۳ تنه دیني علماء په شهادت ورسول

وړمه شپه د کنړ ولایت وټپوري ولسوالۍ اړوند، دیوز کلي کې امریکایي اشغالګرو او افغان وژني ته کرایه شوو قاتلانو یې په دوسرکه کې په یوه دینې مدرسه وحشیانه چاپه ووهله.

ګډ دښمن د دغه ستر وحشت پر مهال درې تنه دیني عالمان( مفتی سمیع الله، قاری مطیع الله او یو بل عالم) په خورا بې رحمۍ سره په شهادت رسولي.

دا په داسې حال کې ده چې یادو علماؤ سیمه کې د رمضان المبارک د راتلو په مناسبت د قران کریم د ترجمې میاشتنۍ دوره شروع کړې وه او خلکو په خورا مینه او جذبه پکې ګډون کاوه.

2019/5/1

Related posts