اګست 08, 2020

کنړ ، وټه پور ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسوولینو غونډه وکړه

کنړ ، وټه پور ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې مسوولینو غونډه وکړه

د ښوونې او روزنې د غونډو د بهير په ترڅ کې د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د تعلیم او تربیې کمیسیون ځایي مسوولینو د ښوونځیو له مديرانو سره غونډه وکړه.

دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ د شعبان د میاشتې پر ۲۶ مه نېټه چې د غوايي یا ثور له ۱۱مې  مې نېټې سره سمون خوري، سهار مهال د یادې ولسوالۍ اړوند په کور باغ ښوونځي کې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې دکورباغ ، ګونډيل ، پنج ګل، ګرګو او د ډنډو د ښونځيو مديرانو برخه اخیستې وه.

د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسؤلینو او علماء کرامو په زړه پورې او هر اړخیزې ویناوې د غونډې ګډونوالو ته وکړې او ترڅنګ یې د تعلیم او تربیې د بهیر د پرمختګ،  په تعلیمي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو او د تعلیمي نصاب تطبیقولو سپارښتنې وکړې.

دغه راز  د ښوونځیو مديران او سر ښوونکي په تعلیمي بر خوکې پوره خدمت او مرستو ته راوبلل شول، غونډه د دعاپه ترسره کولو سره پای ته ورسیده

Related posts