سپتمبر 29, 2020

د ټاکنو پایله د بهرنیانو بله رسوایي…!!

د ټاکنو پایله د بهرنیانو بله رسوایي…!!

د ورځي خبره:

وړمه ورځ د انتخاباتو په نوم د ګډ سري رژیم ناندریزه ډرامه، د ابتدايي پایلو په اعلان سره ظاهراً حل شوه، خو په حقیقت کې هغه یو بل بحراني سټیج ته داخله کړل شوه.
عموماً په نړۍ کې د انتخاباتو پایلې د رایی اچوني په ورځ ورسره اعلانیږي، دا ځکه چې په ځنډ سره یې د درغلۍ برسیره د قدرت د خلا امکانات رامنځته کیږي. که داسي ونشي نو هغه ټاکني د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون- (آی سی سی پی آر) د قانون لمخي ناقانونه ګڼل کیږي. بل دا چي د همدې تړون د اصولو له مخي کاندیدان به د کاندیداتورۍ پرمهال له رسمي دندو او دولتي امکاناتو څخه برخوردار نه وي.
خو دلته کیسه سل سلنه برعکس وه، په کابل کې د ګډ سري رژیم د انتخاباتو د نتایجو پر ناندریز اعلان څه کم نیم کال وخت واوښت، او هم یې کاندیدان او ووټران له یوې مخي د حکومتي دستګاه برحاله ماموران ول، او د دولتي امکاناتو بې خرته کاروونکي وو، چې دا دواړه یې د یاد نړیوال تړون له مخي د بطلان لپاره کافي ګڼل کیږي.
له دې نه علاوه، پرون یې له نتایجو نه ټولي دنیا ته څرګنده شوه چې د نژدې نیمایي تقلبي رایو باوجود هم کاندیدانو د ۳۵ میلیوني ولس له منځ نه فقط یوڅو سوه زره رایه اخیستي. چې دا نو د ټول ملت د صفر اعشاریه صفر سلني سره ضرب ګڼل کیدای شي.
خو له دې هرڅه بربنډ ناقانونیت سره سره بیا هم همدا اشغالګر چې ځان د مدني او سیاسي حقونو نړیوال تړون پاسداران هم ګڼي؛ د داسي رسوایي ترشا ټینګ ولاړ دي.
له سفارتونو نه وخت پر وخت دروغجني او تېر ایستونکي اعلامیې ورکوي، او پر افغان ولس د داسي ناقانونه فاسد رژیم تپلو ته دوام ورکوي، هغه رژیم چې شپه او ورځ د خپل ولس له وژلو پرته بل هیڅ کار نلري. د ولس په وژنه د نیویارک او واشنګټن د امنیت ساتنه خپله وجیبه او افتخار ګڼي.
حقیقت دا دی چې د دا ډول څرګندو درغلیو او بیا هم د دومره کم شمېر رایو په اخیستلو سره هیڅکله یو څوک د واکمن کیدلو حق نلري، نو د داسي ناقانونه ټاکنو په نتیجه کې د رامنځ ته شوي رژیم ترشا دریدل؛ د بهرنیانو لپاره یوه بله رسوایی ده چې ځانونه د قانون، دموکراسۍ، بشري او مدني حقوقو پاسداران هم ګڼي، او پر افغان ولس بیا د داسي ناقانونیت او فساد د تپل کیدو بربنډ ملاتړ هم کوي.

پای ………!
د ورځي خبره
2019- دسمبر -24

Related posts