اګست 15, 2020

ولس دې د پردو په تمه نه کیني

د اونۍ تبصره:

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په را روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې به په افغانستان کې څوارلس میلیونه وګړي د ژوند اولیه توکو او د خوراکي موادو مرستو ته اړتیا ولري. په افغانستان کې په وروستیو څو لسیزو کې دقیقه سرشمیرنه نه ده شوې، اما اټکل دا دی چې په دې هیواد کې شاوخوا دېرش میلیونه وګړي ژوند کوي. په دې حساب د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې د افغانستان تقریبا نیمایي نفوس غربت تر دې حده ځپلی چې د خوراکي موادو مرستې اړمن دی.
د ملګرو ملتونو دا تخمین داسې مهال خپور شوی، چې بل اړخ ته له تیرو اتلسو کلونو راهیسې رسنیو غوغا جوړه کړې او له افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو د مرستو، بیا رغونې، اقتصادي ودې او عائداتي سرچینو د انکشاف تبلیغات کوي. د ارګ واکمن چې ځان د ناکامو دولتونو معمار او د نړۍ دوهم متفکر ګڼي، درګرده د هوایي دهلیزونو او خیالي پرمختګونو دعوې کوي. اما د عمل په ډګر کې فقر، بیکاري او اقتصادي بحران دې حد ته رسیدلی چې د ملل متحد په وینا د افغانستان نیمایي نفوس د خوراک لپاره ډوډۍ نه لري.
د اشغالګرو او د هغوی تر وزر لاندې د بې خاصیته واکمنو د ګفتار او کردار دغه تضاد او دوه مخي د دې وړ ده چې باید په اړه یې ژور فکر وشي او ډير څه ترې زده شي. هغوی چې په تیرو اتلسو کلونو کې یې په بیلابیلو شعارونو او وعدو سره د افغان اولس د تیر ایستلو هڅه وکړه، په رسنیزو تبلیغاتو کې یې د افغانستان د ودانۍ او پرمختګ دروغجنې لاپې وهلې خو په عمل کې یې یوازې خپل استعماري اهداف تعقیبول.
نور د دې وخت را رسیدلی چې دغه دروغجنې او غدارې څیرې په نقادانه نظر وکتل شي. ګفتار او کردار یې سره پرتله شي، تر څو معلومه شي چې دوی اتلس کاله زموږ مؤمن ملت ته رښتیا ویلي او که په دروغو یې د اولس د تیرایستلو هڅه کړې؟؟
له اتلس کاله تجربو وروسته نور باید زموږ مؤمن اولس د مکارو استعمارګرو او دروغجنو ګوډاګیانو په خبرو ونه غولیږي او نه یې هم باید د مرستو په تمه کیني. دا واضحه خبره ده چې اشغالګرو ته یوازې خپلې ګټې اولویت لري او ګوډاګیان یې هم یوازې د شخصي سرمایو د زیاتولو په هڅه کې دي.
زموږ هیواد یوازې هغه وخت جوړیدلای او خلک مو له موجوده اقتصادي بحران څخه را وتلی شي، چې اولس مو په خپل لاس او خپله اراده د بیارغونې، اقتصادي انکشاف او پرمختګ تکل وکړي. له هیڅ پردي سره زموږ غم نشته او نه هم د پردو لخوا نصب شوي ګوډاګیان د ملت له درد او احتیاجه خبر دي.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څنګه چې د سیاسي مالکیت په برخه کې په استقلال ټینګار لري، همدغه راز د هیواد د اقتصادي ستونزو حل هم د هیوادوالو په ودانیز، تجاري او انکشافي خود ارادیت کې ویني. نو بناء ولس دې د پردو په تمه نه کیني او له خپلو سرشارو منابعو او امکاناتو په استفاده دي د د فقر ځپلې ټولنې زخمونه ټکور کړي.

Related posts