اګست 15, 2020

په افغانستان کې د شرقي ترکستان (یغور) مجاهدینو د شتون په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري

تیره ورځ په ځينو غربي رسنیو کې راپورونه خپاره شول چې ګنې له سوريې هیواد څخه په یوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې په افغانستان کې د شرقي ترکستان (یغور) مجاهدینو کومه ډله شتون لري، وسلې په لاس کې لري او ځينې هاموې ټانګونه او رینجر موټر استعمالوي.
اسلامي امارت دغه راپورونه په کلکه ردوي، په افغانستان کې د هيڅ بهرني هیواد اتباع شتون نه لري، وروسته له هغه چې په افغانستان باندې د امریکا لخوا یرغل وشو او دلته پراخه جګړه پیل شوه، ټول هغه بهرني مجاهدین او اتباع چې د شوروي سره د جهاد په کلونو کې افغانستان ته راغلي وو، له افغانستان څخه ووتل، اکثره خپلو هیوادونو او ځينې نور يې بعضو عربي هیوادونو ته لاړل چې هلته ورته زمینه برابره شوه.
خو په افغانستان کې د داسې ډلو د شتون او مسلح موجودیت په اړه آوازې او راپورونه صرف پروپاګند دی او د دې لپاره خپریږي چې د اسلامي امارت او ګاونډيو هیوادونو ترمنځ بد بيني ایجاد شي او په سیمه کې د امریکا يي اشغالګرو شتون ته بهانې ولټول شي.
په سوریه هیواد کې په خپره شوې ويډيو کې د افغانستان په اړه خپاره شوي عکسونه، چې افغاني نظامي او ملکي جامې په کې ښودل کیږي، یا د امریکايي هاموې ټانګونو او رینجر موټرو عسکونه یا وسلې په کې ښکاري، هغه تصاویر د اسلامي امارت د کومې جهادې قطعې له ويډيويي صحنو څخه اخیستل شوي عسکونه دي چې د سوء استفادې او بد بيني د ایجاد لپاره په یاده ويډيو کې کارول شوي دي.
اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هیوادونوته اطمینان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه استعماليږي او له نورو هیوادونو څخه هم د ورته دريځ درلودلو هیله لري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۴/۱۴۴۱هـ ق
۱۵/۹/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/12/6م

Related posts