اګست 14, 2020

د بلخ ولایت له محترم والي مولوي قدرت الله ابو حمزه سره د شريعت غږ راډیو مرکه

د اسلامي امارت د شریعت غږ راډیو بلخ ولایت کې د جهادي بریاوو، پرمختګونو او نورو موضوعاتو په اړه ددې ولایت له محترم والي مولوي قدرت الله ابو حمزه صاحب سره مرکه کړې چې لاندې يې لوستلی شئ:

پوښتنه محترم ابو حمزه صاحب! خپرونې ته ښه راغلاست، هیله ده چې جوړ او روغ به یاست، که په لومړي سر کې د بلخ ولايت د نظامي وضعیت په اړه زموږ اورېدونکو ته معلومات ورکړئ او مهمې لاسته راوړنې ورته په ګوته کړئ.

ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم، الحمد لله وحده و صلوة و السلام علی من لا نبی بعده، اما بعد، محترمه د بلخ ولایت د نظامي وضعیت په اړه دا درته ویلی شو چې بلخ ولایت د افغانستان په شمالي ولایتونو کې، بلکې د افغانستان په سطحه هغه ولایت دی چې مرکزي ولایت ورته ویل کیږي، همدا لامل دی چې دښمن ورته ډېر متوجه دی، ځکه دلته امریکایان او جرمنیان شتون لري او ددوی تر څنګ شاهین قول اردو چې تقریبا ۳۰ زره تنه تشکیل لري، دلته وجود لري، خو د دښمن له دومره قوت سره- سره الحمد لله د بلخ ولایت مجاهدین په ډېر عالي مورال او په ډېره ښه توګه خپل جهادي خدمت پر مخ بیايي او جهادي بهیر مخ پر وړاندې روان دی.

 یاده دې وي چې بلخ ولایت څوارلس ولسوالۍ لري چې بلخ خپله مرکزي ولسوالۍ، چهاربولک، چمتال، چارکنت، خلم چې هغه اوس د سمنګان اړوند راځي، دولت آباد، دهدادي، زاري، شورتپه، کالدار، شولګره، کشنده، البرز او نهر شاهي پکې شاملې دي، د جهادي بریاوو او د مجاهدینو د مبارزې په اړه دا درته ويلای شو چې په تېرو دریو کلونو کې په بلخ ولایت کې ډېرې ساحې فتحه شوي، بلخ ولایت ډېرې سیمې الحمد لله ازادې شوي، ددې ولایت پنځه ولسوالۍ لکه چمتال، چهاربولک، زاري، کشنده او دولت آباد په سلو کې ۹۸ سلنه د مجاهدینو په تصرف کې دي، د ولسوالیو په مرکزونو یوازې د دښمن کنترول دی، دښمن ددې توان نه لري چې له خپلو مرکزونو ووځي، عملیات وکړي یا مجاهدینو ته کوم ګواښ پېښ کړي، بلکې د محاصرې په حالت کې قرار لري.

څلور داسې ولسوالۍ دي چې په سلو کې اویا فیصده د مجاهدینو تر تسلط لاندې دي، لکه د نهر شاهي، شولګرې، شورتپې او بلخ ولسواليوي او دوې مفتوحه ولسوالۍ پکې لرو، لکه شاهي او البرز او په دوو نورو ولسوالیو کې د مجاهدینو تحرکات شته، لکه مرمول او دهدادي.

سږ کال د کال په سر کې موږ د بلخ ولایت په دوو طرفو کې عملیات لرل، یو د بلخ ولایت شمال پلو ته چې دې خوا ته د بلخ، دولت آباد او نهر شاهي ولسوالیو ساحې وې، د نهر شاهي ولسوالۍ ساحې د بلخ له مرکز سره وصل ساحې دي، په پورته ساحو کې د شولګري او کشندې په ساحو کې هم موږ عملیات لرل چې الحمد لله په دواړو طرفو کې زموږ عملیات ډېر کامياب ول، د بلخ، نهر شاهي او دولت آباد په ساحو کې عملیات تر دې حده و چې د دولت اباد د ولسوالۍ یوازې ودانۍ پاته شوه او د بلخ مرکزي ولسوالۍ چې د بلخ له ولایت سره په کومه ساحه کې وصل کېده، دا ساحې ټولې ازادې شوې، په نهر شاهي ولسوالۍ کې دوې پوستې وې چې دا د مزار شریف ښار له کمربندي پوستو څخه شمېر کېدلې، هغه فتحه شوې، دښمن ډېر وارخطا وه چې مجاهدین دبلخ پر مرکز مزار شریف عملیات کوي، وروسته دوی عملیات راوايستل او په همدې طرف کې يې په دښته کې څه کمربندي پوستې او بيسونه جوړ کړل، خو څه چې اربکیان او د دوی غلامان وو هغه ټول ختم شول او ساحې اوس ازادي دي، وطنونه او کلي ټول د مجاهدینو په لاس کې دي، د نهر شاهي ولسوالۍ اړوند ترکمني شاهرک، کمپيرک ساحې او سیاګرد کې اربکیان او قومندانان دا ټول ورک شوي او داساحې ټولې د مجاهدینو په واک کې دي  چې اوس  خبره یوازې د بلخ مرکز مزار شریف ته ولاړه ده.

په پورته طرف کې د شولګرې او کشندې اړوند سیموکې هم عملیات وشول، شولګره کې د دوی پوستې او بيسونه وو هغه فتحه شول او ساحې د مجاهدینو په واک کې دي، یوازې د ولسوالۍ مرکز پاته ده، په کشندې کې د اربکیانو او عسکرو پوستې وې چې هغه هم فتحه شوې، اوس هلته تر ۵۰ کيلومترو په پاخه سړک مجاهدین تګ راتګ کولای شي، له شولګرې او بلخ سره د زاري، کشندې او دره صوف چې د سمنګان مربوط راځي لارې خلاصې شوې، په دې لاره مجاهدین تګ راتګ کوي او د مجاهدینو په کنترول کې ده چې اوس هلته زموږ د ګمرکاتو کارونه هم شروع شوي دي.

سږ کال چې موږ دوه درې مهم کارونه لرل په هغو کې د بلخ او جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس په عمومي سړک چې کومې پوستې وې په هغو کار وشو، پنځه شپږ بيسونه او پوستې فتحه شوې، قومندان امان چې مهم قومندان و هغه له منځه ولاړ، دې پوستو کې درې ټانګونه تخریب شول، یو ټانګ مجاهدینو ونیو، یو څلوېښت ميله خفيفه او ثقيله اسلحه پکې غنيمت شوه.

دوهم عملیات زموږ د زاري پر ولسوالۍ و چې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې دفاعي پوستې فتحه شوې چې هغو کې دوه ټانګونه او دوه رنجرې د دښمن تخریب شوې، تر ۴۰ پورې د دښمن عسکر پکې ووژل شول او ۱۴ يې ټپيان لرل، څلور کسان اسيران وو او تر ۳۰ میله پورې سپکه او درنده وسله يې مجاهدینو غنيمت کړې، په دې عملیاتو کې خپله د زارې امنیه قومندان ټپي شو چې وروسته د ټپونو له امله قتل شو.

زموږ په سترو عملیاتو کې دریم عملیات د شورتپې ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او دفاعي پوستو باندې و، دا ډېر بريالي عملیات و چې د شورتپې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ هم فتحه شوه، دفاعي پوستې یې هم فتحه شوې، په شورتپې ولسوالۍ کې موږ ډېرې لاسته راوړنې لرلې، په دې ولسوالۍ کې د دښمن تر ۴۰ پورې عسکر قتل شول، دوې رنجرې غنيمت شوې او ۱۴ عسکر یې اسيران شول چې په هغو کې دوه کسان ټپیان وو چې د همدردۍ له امله خوشي شول او ۱۲ کسان یې اوس هم له موږ سره اسيران دي، په دې کې هم تر ۳۵ ميله پورې خفيفه او ثقيله وسلې غنيمت شوې،  په دې عملیاتو کې د مجاهدینو هيڅ ډول تلفات نه  و او په زاري ولسوالۍ کې یوازې دوه تنه مجاهدین سطحي ټپیان وو چې دا د الله تعالی خاص نصرت و او د الله تعالی په کومک او نصرت دا عملیاتونه ترسره شول.

سره له دې چې دښمن بلخ ولایت ته ډېر متوجه و او دوامداره چاپې یې اچولې او د مجاهدینو د عملیاتو تر پيل کېدو ۵ او یا ۱۰ منټه وروسته به الوتکې سیمې ته رسېدلې، خو موږ د یوه پروګرام له مخې عملیات پر مخ بیول، د زاري ولسوالۍ د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف په جنوب کې په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت لري چې هلته به مو عملیات وکړل او د الله تعالی په نصرت به په ډېره بریالۍ توګه ترسره شول، کله چې به دښمن ورته متوجه شو، نو په شورتپه ولسوالۍ کې به مو چې د بلخ په شمال کې د ازبکستان او ترکمنستان سرحدي ولسوالۍ ده، عملیات ترسره کړل، نو په مجموع کې درته ویلی شو چې د دښمن له ډېرې توجه او زور اچولو سره- سره په بلخ کې مجاهدینو ډېربریالي عملیات ترسره کړل چې دا یوازې د الله تعالی نصرت او د مجاهدینو اتفاق، وحدت او اخلاص و چې الله تعالی دا فتوحات موږ ته رانصيب کړل.

پوښتنه: تر جهادي بریاوو ور هاخوا د تعلیم او تربيې په برخه کې څومره فعال یاست، څومره مدرسې او ښوونځي په سیمه کې فعال دي او تاسو یې په اړوند څه کړي دي؟

ځواب: د تعلیم او تربیې په اړه دا درته ویلی شو چې د بلخ ولایت په هره ولسوالۍ او آن په هر کلي کې مدرسې شته، د مدرسو تر څنګ ښوونځي هم شته، په بلخ ولایت کې د يتيمانو لپاره یو دار الايتام ترتيب او ودانۍ يې هم جوړه شوه چې له تېر کال راهیسې په دې مدرسه کې د اوسني جهاد او تېر جهاد د مجاهدينو د زامنو او يتيمانو روزنه او پالنه کیږي، د اسلامي امارت د معارف کميسیون له دار الايتام سره د اعاشې او د استاذانو د تنخوا په برخه کې همکاري کوي اوزموږ د ولایت له لوري هم همکاري کیږي، دا هم درته ویلی شو چې سږ کال زموږ په ۱۴ ولسوالیو کې په هره ولسوالۍ کې دې ته ورته مدرسې جوړې شوې، ښوونځیو ته هم زموږ توجه شته، د بلخ په دې ولسوالیو کې تر ۳۰ پورې ښوونځي جوړ او فعال شوي  چې هره ولسوالۍ کې د وګړو د شمېر په بنسټ تر څلورو پنځو پوري ښوونځي شته.

معارف ته موږ ډېره پاملرنه کړې، کوم عواید چې مجاهدین لري د زراعت او داسې نورو له لارې، له هغو څخه چې کومه فيصدي مجاهدینو ته ورکوو، مدرسو ته هم ددې عوایدو یوه برخه ورکوو، د مدارسو د شاګردانو او استاذانو په اندازه مو پيسې چې تر ۸۰ لکو پورې وې د ټول ولایت له عوایدو را جلا او  د معارف کميسیون مسؤل ته مو ورکړې، تر څو يې په مدرسو وويشي، ددې لپاره چې په دې پیسو سره د ښوونې او روزنې، دین او د علم د پرمختګ په لاره کې کار ترې واخيستل شي.

 د معارف په اړه درته ویل شو چې په دې برخه کې ډېر کار شوی، یوازې په سږ کال کې تر ۲۰ پورې مدارسې جوړې شوې، تر ۳۰ پورې د مکاتبو تعميراتي کارونه شوي  او فعال شوي دي، نو د معارف کارونه ښه روان دي، د پوهنې د کمیسیون د مسؤل او زموږ د ولایتي ملګرو له لورې پوره توجه ورته شته.

پوښتنه: که د بیا رغونې په برخه کې ستاسو لاسته راوړنې راته وویاست چې سږ کال مو څه پرمختګونه لرل.

ځواب: د بیارغونې په برخه کې سږ کال موږ له بلخ ولسوالۍ څخه بیا تر شاهي پورې او بیا هغې خوا ته تر شورتپې پورې او د بلخ او چهار بولک د پلو او سړکونو ډېر کارونه شوي، بالفعل هم د چمتال په ولسوالۍ کې چې لارې يې ډېرې خرابې وې، د مجاهدینو له لورې د سړکونو د ژغل اندازۍ او جوړولو کار روان دی، له بلخ ولسوالۍ نه تر شاهي پورې په ۴۰ کيلومتره سړک هم د بیا رغونې کار روان دی، دې برخه کې توجه شته، ډېر سړکونه او پلونه جوړ شوي او په نورو اوس کار روان دی، ځیني فرعي سړکونه چې د خلکو او مجاهدینو ورته ضرورت وو چې د پوستو او بيسونو په څنګ کې به مشکلات ورته پېښېدل، هغه هم د مجاهدینو له لورې په تیر کال کې جوړل شول، اوس هم په چمتال کې د سړک د ژغل اندازي کار روان دی.

پوښتنه: په مفتوحه سیمو کې که د خپلو تشکيلاتو راته ووایاست چې کومې برخې فعالې دي او څومره کار شوی.

ځواب: په بلخ ولایت کې چې کوم تشکیل د اسلامي امارت او کميسیونونو په سطحه شته، هغه فعال دی، ولسوالیو کې ولسوالان، د هغوی مرستیالان،د معارف کميسیون مديران، د موسساتو کمیسیون مسؤلین او کمیسیونونه شتون لري، په ولایت کې د ولايت د رياستو تشکيلات پوره دي، د ولسوالیو په سطحه چې کوم مديران دي، مکمل تشکيل یې لرو،  له دهدادي ولسوالۍ پرته چې د مزار شريف په ښار کې قرار لري او جهادي فعالیت پکې روان دی، نور د ټول ولایت لپاره زموږ تشکيلات پوره دي، د هرې شعبې او هرې څانګې مسؤلین او کارکونکي خپلو کارونو ته متوجه دي او خپل کارونه پر مخ بیایي، که موسسات دي، معارف دی او استخبارات دي، مسؤلین ښه ورته متوجه دي، د هر ولایت چې اداري او نظامي تشکيل پوره وي، هلته بیا مشکلات هم نه وي، ځکه هر مسؤل د خپلې څانګې او برخې کار پر مخ بیایي او د نورو په کارونو کې مداخله نه راځي چې په دې سره بیا کارونه ښه روان وي.

شریعت غږ: ډېره مننه چې له زیاتو مصروفیاتو سره مو موږ ته وخت راکړ.

تاسو ته دي هم الله پاک خیر درکړي چې د مرکې وخت مو راکړ او الله تعالی مو خدمتونه قبول کړه.

Related posts