اګست 15, 2020

په بګرام زندان کې د یوه بندي د وفات له امله د بنديانو چارو کمېسيون اعلاميه

د بګرام له کرغېړن زندان څخه مو يو ځل بيا په خواشينۍ سره خبر تر لاسه کړ چې يو تن ناروغ بندي (نثارالحق د محمد جمعه زوی) دبغلان ولايت د ډنډ غوري ولسوالۍ اوسېدونکی تیره شپه په دغه زندان کې د ناروغۍ له امله وفات شوی دی. انالله وانا اليه راجعون
وفات شوی بندي له ډېرې مودې راهيسي د ورپېښې ناروغۍ څخه کړېدى خو زندان کې يې لازمې درملنې ته پاملرنه نه کېده.
مرحوم د نورو وفات شويو مظلومو بنديانو په څېر د قابل علاج ناروغۍ له کبله په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ چې د کابل ادارې او يرغلګرو په زندانونو کې سلګونه نور بنديان هم د بېلابېلو سختو ناروغيو څخه کړېږي، په ځانګړي ډول د بګرام زندان دوهم بلاک کې سلګونه شدید ناروغ بندیان ساتل کېږي چې ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ دي خو کابل اداره او بهرني ملاتړي يې تداوۍ او د صحي وضعيت ښه کولو ته هيڅ ډول اساسي کړنلاره نلري او نه هم د بندیانو خپلوانو ته د خپلو ناروغو بنديانو د علاج کولو اجازه ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون يو ځل بيا د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو، روغتيايي خيريه بنسټونو او نورو خپلواکو بشري ادارو ږغ کوي چې د دا ډول بشري جناياتو د مخنيوي هڅې وکړي او د دغو جناياتو عاملينو ته د سزا ورکولو جدي غوښتنه وکړي ترڅو دې ته ورته نورو پيښو مخه ونيول شي.
والسلام
د اسلامي امارت د بنديانو چارو کمېسيون

Related posts