اګست 10, 2020

کابل د څرګندو او ناڅرګندو غلو په ولکه کې…!!

د ورځي خبره:

په داسي حال کې چې د کابل ادارې چارواکي د هیواد د امنیت برسیره د واشنګټن او نیویارک د امنیت ساتنه هم د خپلو عسکرو دنده ګڼي؛ خو پخپله د مرکز کابل اوسیدونکي له ورځنیو زیاتیدونکو جنایي پیښو څخه تر پوزې راغلي.
د هېواد پلازمینه کابل، چې قریب شپږ میلیونه وګړي فعلاً ژوند پکې لري او سخت امنیتي تدابیر پکې نیول شوي، مګر له دې سره سره په رڼا ورځ وړې او لویې جنایي پېښې رامنځ ته کیږي، چې په وروستیو کې یې ګراف اوج ته رسېدلې او ولسي خلک یې سخت تنګ کړي دي.
تر دې چې د مشرانو جرګې یو غړی زلمی زابلی د وزارت داخله په حواله اعتراف کوي چې په تېره یوه میاشت کې د جنایي پیښو په ترڅ کې نژدې ۵۰۰ تنه وژل شوي او اختطاف شوي دي.
زیاتره خلک د امنیتي ځواکونو له بد چلند څخه ډېر ځوریږي، د کابل ښاریان ادعا کوي چې د تورو شیشو لرونکي موټرو خلک په وېره کې اچولي او د دوی له وېرې نه ‌شي کولی په ښار کې په سمه توګه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي.
د ښاریانو په وینا، کابل اوس د ویرې او ترهې یو ښار ګرځېدلی، که چېرې په کوم موټر کې تر یو ځایه ځې؛ نو په ښه زړه نشې تلی، ولسي خلک او په ځانګړي ډول د کابل ښاریان په دې برخه کې له حکومتي عسکرو زیات شکایتونه کوي، چې اصلاً هغوی په دې پېښو کې ښکیل ګڼي.
کره راپورونه وایي چې هره ورځ له 20 نه تر 30 پوري جنایي پېښې په کابل کې رامنځته کېږي. د رسنیو خبر دی چې وایي، د تېر کال په اوږدو کې څه باندې 1170 جنایي پیښې ثبت شوي، خو په وروستیو دوومیاشتو کې یې کچه 1326 ته رسیدلې.
دا خو ظاهراً د ناڅرګندو غلو کړني بلل کیږي، چې د کابل د ولس ژوند یې له تهدید سره مخ کړی، اما څرګند غله یې بیا تر دې هم بدتر دي چې د بلیک واټر ځانګړی ځواک د ملي امنیت په چوکاټ کې د (01،02،03،04 پلان او پلان…) قطعاتو په نوم یادیږي.
دغه وحشي ملیشي چې مستقیماً د سي آی اې په لاس کنټرول او تغذیه کیږي؛ په لري پرتو سیمو کې چې کوم نا انساني وحشتونه او بشرضد جنایات ترسره کوي؛ پر هغه خو څوک بشري نهادونه، چارواکي، یرغلګر او اشغال پلوه رسنۍ غوږ هم نه ګروي.
اما اوس چې یې د ارګ پوري تړلو چارواکو ته هم لاس ور واچاوه؛ دوې ورځي وړاندي یې د کابل په خیرخانه کې د آمرستار په نوم د جمعیت ډلي یو جنګسالار چې په غوربند کې د اربکیانو مشر هم و؛ د امرالله صالح په واسطه د ارګ له ډلګۍ سره تړل شوی و؛ د ملي امنیت په نامه د سي آی اې د قطعاتو د مخ پټو عسکرو لخوا په ښکاره ووژل شو.
له دې نه ښکاري چې د کابل نا اهله او فاسد چارواکي یوازې او یوازې د امریکایي ګټو او د هغوی حفاظت ته ژمن دي، نور د ولس په ساتنه او د هغوی د سر، مال، ناموس او عزت د ساتنې نه یوازې خیال ورسره نشته، بلکي برعکس ډېره ځورونه یې هم د همدې ادارې د غلو او داړه مارانو لخوا ترسره کیږي.
کله چې دوی نشي توانیدلی، چې په مرکز کې د خلکو د سر مال امنیت وساتي؛ نو څنګه به د نور هیواد د لرې پرتو سیمو امن خوندي کړای شي.

پای ……….!

Related posts