اګست 15, 2020

وروستیو اورښتونو او واورو درې ولایتونو کې ۲۰ کسان وژلي

په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې وروستیو اورښتونو او درنو واورو لږترلږه ۲۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

رپوټونه وايي، د هرات په انجيل او ادرسکن ولسوالیو کې د واورې ورېدو له امله ۸ کسان وژل شوي، په انجيل ولسوالۍ کې یو کور نړېدلی چې له امله يې د یوې کورنۍ ۶ تنه غړي وژل شوي، همداراز په ادرسکن کې د واورو له امله د یوه کور چپه کېدو ۲ تنه مړه کړي دي.

درنو واورو د هرات – کندهار او ددې ولایت د څو ولسوالیو لارې هم بندې کړي دي.

په ورته مهال کندهار ولایت کې بارانونو ۹ کسان وژلي او نژدې ۲۰ تنه نور يې ژوبل کړي دي، ۶ تنه ددې ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کورونو د نړېدو له امله مړه شوي دي.

بل پلو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې اورښتونو او له امله يې راوتلیو سېلابونو ۳ کسان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهیسې په مرکزي او شمالي ولایتونو کې واورې او په سويلي ولایتونو کې اورښتونه پيل شوي چې خلکو ته يې زیات مالي زیانونه هم اړولي دي.

وروستیو واورو د سالنګ په ګډون د ګڼو ولایتونو لارې هم بندې کړي دي.

احمد ظريف

Related posts