اګست 14, 2020

د روانو اورښتنو د تلفاتو په اړه د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کمیسیون اعلامیه

داچې د هیواد د جنوب، شمال، مرکزي او ختيځ په ګڼو ولایتونو کې روانو ورښتونو ځاني او مالي ګڼ تاوانونه اړولي او ترافیکي او مواصلاتي لارې د واورو او سیلابونو له کبله زیانمنې شوی دي؛ د سمع شکایاتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کمېسیون روان وضعیت ته په کتو د هېواد ټولو ټرانسپورټي نمايندګیو ته خبر ورکوي چې تر څو د ترافیکي لارو د تګ راتګ لپاره د چمتو کېدو پوره ډاډ ترلاسه نه کړي یوه نمایندګۍ هم مسافرو ته د سفر د ټکټ ورکولو اجازه نه لري، که کومه نمائندګي د ياد کميسيون له اجازې پرته مسافرو ته ټکټونه ورکړي؛ له هغوى سره به شرعي چلند کول کيږي.
همدا راز ټولو مجاهدینو وروڼو ته توصیه کیږي چې پرلارو پاته مسافرو سره ترخپل منزله یا خوندي ځایونو ته د دوی په انتقال کې تر خپله وسه پوره مرسته وکړي.
والسلام

د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون
۱۸/۵/۱۴۴۱هـ ق
۲۳/۱۰/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/1/13م

Related posts