سپتمبر 28, 2020

افغانان د دينپالنې او فرهنګ ساتنې په جګړه کې (لومړۍ برخه)

افغانان د دينپالنې او فرهنګ ساتنې په جګړه کې (لومړۍ برخه)

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

د دې لپاره چې ځوانان مو د اسلام د حاکمولو په مقصد د جهادي او فکري مبارزې پر لاره په شعوري ډول آګاهانه او په قوي عزم روان وي، پکار ده چې د دې لارې نښې، منزلونه، ضرورتونه وپېژنو، تقاضاوې پوره کړو، په وسائلو ځان پوه کړو، دوست او دښمن تشخيص کړو، له دوست سره د دوستۍ کولو او له دښمن سره د دښمنۍ کولو طريقې زده کړو. او دا ځکه چې دښمن په بېلابېلو فکري او عسکري لارو او وسائلو له مسلمانانو سره خپله دښمني پالي. دښمن نه يوازې دا چې له مسلمانانو سره د توپ او ټانګ له لارې دښمني کوي، بلکې د دې ترڅنګ له بېلابېلو تعلیمي، اخلاقي، رواني، سیاسي، اقتصادي او نورو بېلابېلو لارو څخه په استفادې مسلمانان تر خپل تأثير لاندې راولي او بېرته يې د اسلام او مسلمانانو په خلاف استعمالوي او د همدوئ په لاس اسلامي هېوادونه د ځان لپاره تسخيروي.
کافران ولې له موږ سره دښمني کوي؟
پورتنۍ پوښتنه قرانکریم په لاندنیو مبارکو آیتونو کې داسې ځوابوي، الله تعالی فرمايي:(وَلَن تَرۡضَىٰ عَنكَ ٱلۡيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمۡۗ( البقرة:۱۲۰)
ترجمه: (هېڅكله به يهود او نصارى له تا څخه خوښ او راضي نشي تر هغه چې ته د دوئ د ملت پيروي ونه كړې).
الله تعالی په دې مبارک آیت کې د (لا) د نافیه کلمې پر ځای د (لن) نافیه کلمه راوړې ده، ځکه چې د (لن) کلمه له نفي سره دوه نور داسې مفهومه افاده کوي چې د (لا) په کلمه کې نه دي موجود چې لومړی یې نفي او دويم یې تأکید دی، نو د آيت درې واړه مفاهيم به په لاندې ډول راشي:
۱ـ یهود او نصاری له تاسو څخه نه راضي کېږي.
۲ـ دا يوه قطعي او له شک او شبهې وتلې خبر ده چې نه راضي کېږي.
۳ـ هېڅکله او په ابدي ډول نه راضي کېږي.
یعني یهود او نصاری په قطعي توګه تر هغه وخته له تاسو نه راضي کېږي چې تر څو مو د دوئ د ملت تابعداري نه وي کړې او د دوي پر ملت نه ياست.
د دې آیت اساسي مقصد دا دی تر څو واضح کړي چې د یهودو او نصاراوو ټولې جګړې، مصارف، لښکر کشۍ، فشارونه، مطبوعاتي او غیر مطبوعاتي تبلیغات او ډول ډول برنامې او پلانونه د یوه مشترک هدف لپاره دي چې هغه د مسلمانانو بې لارې کول دي.
په آيت کې د (ملت) د ټکي په اړه چې الله تعالی په دې آیت کې ياد کړی دېته پام پکار دی، الله تعالی داسې نه دي فرمايلي چي (حتی تتبع دینهم). یعني تر څو چې د هغوئ دين ونه منې، بلکې د (دین) پر ځای یې د (ملت) کلمه راوړې ده چې په لغت کې د لارې په معنی ده.
د (ملت) کلمه د هغه چا اعتراض ځوابوي چې وايي: (یهود او نصاری خو اوس پخپله له خپل دین څخه منحرف شوي دي او سم يې نه مني، نو نور خلک به څنګه ورته وربولې؟ او یا دا چې خپله یهود او نصاری به دا اعتراض وکړي چي (موږ خو پخپله نن ورځ پر خپل دین عمل نه کوو نو تاسو به څنګه ورته راوبولو). د همدې اعتراض د دفعې په خاطر د دین پر ځای د ملت کلمه راغلې ده، او د (ملت) کلمه د عربو د ټولو قومونو په اتفاق د (طریقې) په معنی ده، نو د آيت معنی داشوه چې: (حتی تتّبع طریقتهم).
د یهودو او نصاراوو طریقه په هره زمانه کې د دوئ دین دی. مخکې یې دین نصرانيت او یهودیت وو، خو اوس يې ډېموکراسي او لبرالیزم خپل دين ګرځولی دی. دوئ نن د هوی، هوس او خواهشاتو عبادت کوي. د دوئ دین نن د دوئ هغه فرهنګ دی چې دوئ ورته د نړیوالو اخلاقو، نړيوال فرهنګ، نړيوال تمدن، ترقۍ، آزادۍ، لبرالیزم او انسانیت (هیومنزم) نوم ورکوي.
همدارنګه الله تعالی په بل آیت شریف کې فرمايي: ( َلَا يَزَالُونَ يُقَٰتِلُونَكُمۡ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمۡ عَن دِينِكُمۡ إِنِ ٱسۡتَطَٰعُواْۚ( [سورة البقرة: ۲۱۷]
ترجمه: ( دوئ (كافران) به تر هغه تاسو سره جګړه كوي تر څو چې تاسې له خپل دين څخه وګرځوي، که په دې كار وتوانېږي).
د مسلمانانو په خلاف د کفارو جګړه او دښمني به بېلابېل شکلونه لري، کله فکري وي او کله به تعلیمي. کله به عسکري شکل لري او کله به سیاسي وي. کله به یې بڼه اقتصادي وي او کله فرهنګي، او له دې ټولو سره به دوامدار او نه ختمېدونکی وي. دوئ به د مسلمانانو په خلاف خپله جګړه يوازې او يوازې هغه وخت دروي چې کله يې له خپله دینه واړوي، او دا چې دا کار ورته ناممکن دی نو جګړه به د مسلمانانو په خلاف په بېلابېلو شکلونو دائمي وي.
په بل آیت شریف کې الله تعالی همدا موضوع نوره هم روښانه کوي او فرمايي:(وَدُّواْ لَوۡ تَكۡفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَآءٗۖ) سورةالنساء/۸۹
ترجمه: دوئ خوښوي که چېرې تاسې هم کافر شئ لکه دوئ چې کافر شوي دي، نو بيا به تاسې ټول سره برابر شئ).
د دې آیت مصداق نن ورځ د کافرانو هغه خبرې دي چې مسلسل د دوئ له خولو راوځي. دوئ همېشه د نړیوالو قوانینو، ملل متحد، نړیوالو اخلاقو او بین المللي تړونونو په نامه مسلمانان هغه مساوات ته وربولې چې الله تعالی هغه کفر بللی دی.
دوئ غواړي مسلمانان په ځان پسې روان کړي، تر څو له افکارو، عقائدو، تعلیمي نصاب او ماحوله نیولې تر لباس، خوراک، د ژوند چاپیریال او حتی د خوشحالۍ او غم تر مراسمو پورې له دوئ سره یو شان شي، تر څو مسلمانان له دوئ سره د ډېموکراسي، لبرالیزم، هيومانيزم او بالآخره د ګلوبلايزېشن يا نړيوالتوب مشترک مفاهيم افکار او نظام و مني، او په دې توګه مسلمانان له خپله دینه منحرف او کافر کړي.
له اسلامه د مسلمانانو منحرفول او بې لارې کول د الله تعالی پر وړاندې تر قتل او وژلو لوی جرم دی. د همدې موضوع اړوند الله تعالی په قرانکریم کې یوې واقعې ته اشاره کړې، او هغه واقعه داسې وه چې له ځينې صحابه کرامو رضي الله تعالی عنهم په اشتباه سره په شهر الحرام (هغه میاشت چې د اسلام په شروع کې هر ډول جنګ پکې ناروا وو) د رجب په وروستۍ ورځ له کافرانو سره يو څه جنګ وشو او د عبدالله بن جحش رضي الله عنه د سريې (ډلګۍ) د يوه فرد واقد بن عبد الله التميمي لخوا يو کافر عمرو بن الحضرمي ووژل شو. مسلمانانو فکر کاوه چې حرامه میاشت خلاصه شوې ده نو د کفارو پر کاروان یې حمله وکړه او له هغوئ څخه یې یو تن وواژه، خو وروسته خبر شول چې د حرامې میاشتې يوه ورځ لا پاتې وه، مشرکینو له دې پېښې وروسته پر مسلمانانو اعتراضونه شروع کړل او مسلمانانو ته يې وويل چې په داسې حال کې چې ستاسو خپل دین په دې میاشتو کې جنګ حرام ګنلی دی نو تاسې ولې جنګ وکړ او زموږ سړی مو وواژه؟ الله تعالی د مشرکینو د دې اعتراضونو ځواب په خپله ورکړ، او له مسلمانانو څخه یې دفاع وکړه. الله تعالی فرمايي :
) وَٱلۡفِتۡنَةُ أَكۡبَرُ مِنَ ٱلۡقَتۡلِۗ) [سورة البقرة/۲۱۷]
ترجمه: (د الله له دين څخه د خلکو اېستل تر وژلو لويه ګناه ده).
په دې آیت کې د مفسرینو په نزد له فتنې څخه مراد د کفارو لخوا له اسلام څخه د مسلمانانو منحرفول دي، او له قتل څخه مراد په حرامه میاشت کې د مسلمانانو لخوا د قتل واقع کېدل دي. یعني اې کافرانو! تاسو چې د مسلمانانو په خلاف کومې توطيې جوړې کړې او جوړوئ يې؛ په مکه مکرمه کې مو د مسلمانانو د منحرفولو کوښښ کاوه، پر هغوئ مو فشارونه راوړل، هغوئ مو وژل، تړل، سختي شکنجې مو ورکولې او اقتصادي بندیزونه مو پرې لګول تر څو له خپله دینه منحرف شي، دا ټول کارونه په حرامو میاشتو کې د قتل تر کولو ډېر لوی دي.
د اوسنۍ زمانې کافرانو نن ورځ هماغه فتنه په بل شکل په مختلفو لارو او وسائلو روانه کړې ده اوپه دې لاره کې له سياست، اقتصاد، عسکريت، قوانينو، کتاب او نصاب څخه نیولې تر تلویزون، انټرنیټ، اخبار، مجلې، سپورټ او فېشن پورې له ټولو وسائلو او لارو چارو په پراخه پیمانه استفاده کوي.
د دې فتنې لپاره کله له جنګونو استفاده کوي، کله له اقتصادي بندیزونو، کله فکري، فرهنګي او تعلیمي وسایل او پروګرامونه په کار اچوي او کله بیا له سیاسي فشارونو استفاده کوي.
کفارو پر اسلامي هېوادونو داسې نظامونه او احزاب مسلط کړي چې د دوئ لپاره د مسلمانانو لاسونه او پښې ورتړلې، د اسلامي هېوادونو ټولې مادي او معنوي شتمنۍ يې د دوئ په اختیار کې ورکړې، او د دوئ لپاره یې په اسلامي هېوادونو کې یو داسې هر اړخیز دعوت شروع کړی چې په نتیجه کې يې په میلیونونو مسلمانان د دوئ په نظریاتو او افکارو معتقد شوي دي او د دوئ په صف کې د مجاهدينو او اسلامپالو په خلاف ولاړ دي. (نور بيا).

Related posts