سپتمبر 29, 2020

يمن کې د حوثیانو په برید کې ۷۶ پوځیان وژل شوي

يمن کې د حوثیانو په برید کې ۷۶ پوځیان وژل شوي

حوثي وسله والو د یمن په مارب ولایت کې د پوځ پر یوه مرکز برید کړی چې په ترڅ کې يې ۷۶ تنه پوځیان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ژوبل شوي دي.

برید تېره شپه د عبدربه منصور هادي د اړوندو ځواکونو پر روزنيز مرکز شوی چې د څلورمې لواء پوځیان پکې مېشت وو.

سعودي رسنیو خبر ورکړی چې برید کې ۶۰ یمني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي، خو یمني رسنیو رپوټ ورکړی چې د وژل شویو پوځیانو شمېره ۷۶ تنو ته لوړه شوې او ښايي د ټپيانو د ډېرښت له امله دا شمېره نوره هم پورته شي.

د استقبال روزنيز مرکز چې د حوثیانو تر برید لاندې راغلی

رپوټونه وايي، د یمني پوځ پر استقبال مرکز د بلاستيک توغندیو او ډرون الوتکو په مرسته برید شوی، د سعودي رسنیو په خبره، توغندي په دې روزنيز مرکز کې د لمانځه په مهال پر جومات لګېدلي چې یاده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

تراوسه حوثیانو ددې برید په اړه څه ویلي نه دي.

طبي سرچینې وايي، د پېښې ټپيان د مارب عمومي روغتون او پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پوځي سرچینو ویلي، په برید کې دریو ډرون الوتکو برخه لرله چې یوه الوتکه يې غورځول شوې او یوه بله يې چاودلې ده.

احمد ظريف

Related posts