اکتوبر 01, 2020

چین، کورونا ويروس یوه ورځ کې ۲۴۲کسان وژلي، ۱۵ زره پرې اخته شوي

چین، کورونا ويروس یوه ورځ کې ۲۴۲کسان وژلي، ۱۵ زره پرې اخته شوي

کورونا ويروس په چټکۍ سره په چین کې خپريږي او د خلکو ژوندونه اخلي، په داسې حال کې چې د روغتیا نړيوال سازمان  وایي، دا له وخته وړاندې ده چې ووایو، کورونا ويروس خپل اوج او یا پای ته رسېدلی دی.

چارواکي وایي، کورونا ويروس په هوبي ایالت کې په یوه ورځ کې ۲۴۲ کسان وژلي چې دا په یوه ورځ د کورونا له کبله د وژل شویو تر ټولو ستره شمېره ده.

دچارواکو له لوري ددې نوې شمېرې تر اعلان وروسته د هغو کسانو شمېر ۱۳۵۵ تنو ته رسېدلی چې دې خونړي ويروس تراوسه وژلي دي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون څرګنده کړې، په هوبي ایالت کې پرون ۱۴۸۴۰ کسان په کورونا ويروس اخته شوي چې دا په یوه ورځ پر دې ناروغۍ د اخته کسانو بې سارې شمېره ده.

په هوبي ايالت کې د ټولو هغو کسانو شمېر چې په کورونا ويروس اخته شوي، ۴۸۲۰۶ تنو ته رسیږي، په دې سره ټول چین کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۶۰ زرو اوړي.

چین ددې ويروس د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات کړي او زرګونه ډاکټران یې هوبي ته ليږلي، خو تراوسه په دې کې پاته راغلی چې دا ويروس کنترول کړي.

کورونا ويروس د هوبي ایالت له مرکز وهان ښاره ټول چین او د نړۍ تر ۲۸ زیاتو هیوادونو ته خپور شو.

دې ويروس له چین نه بهر دوه کسان یو په ویتنام او بل په هانګ کانګ کې وژلي، چین کې کورونا ويروس د یوه امریکایي وګړي په ګډون څو تنه بهرني اتباع هم وژلي دي.

له بله پلوه د چاپان د روغتیا وزیر ویلي، په هغې سیاحتي بېړۍ کې چې د جاپان سواحلو ته نژدې یې لنګر اچولی، ۴۴ نور کسان په کورونا اخته شوي چې په دې سره د ټولو هغو کسانو شمېر چې په بېړۍ کې په کورونا اخته دي، ۲۱۸ تنو ته رسېدلی دی.

احمد ظريف

Related posts