اکتوبر 01, 2020

اسرائيلي برید سوریه کې ۷ کسان وژلي

اسرائيلي برید سوریه کې ۷ کسان وژلي

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ وایي، تېره شپه اسرائیلو د دمشق پر نړیوال هوايي ډګر توغنديز برید وکړ چې په ترڅ کې يې د ايران د انقلابي ګارډ څلور او د سوریې د پوځ ۳ افسران ووژل شول.

ددې بنسټ مشر رامي عبدالرحمن ویلي، برید د دمشق په هوايي ډګر کې د یوې بار وړونکې الوتکې تر کښته کېدو وروسته چې ايرانۍ وسلې او مهمات یې راوړي وو، وشو،  نوموړي زیاته کړې، تراوسه معلومه نه ده چې په برید کې یاده الوتکه او که وسلې او مهمات په نښه شوي دي.

سیمه یيزو رسنیو رپوټ ورکړی، په دې توغنديز برید کې وسلې، توغندي او د اجنبي ملېشو روزنيز کېمپونه په نښه شوي، خو د زیانونو دقیقه اندازه یې څرګنده شوې نه ده.

د سوريې پوځ په اسرائيلي برید کې تلفات او د وسلو په نښه کېدل نه دي تائيد کړي.

له بله پلوه د سوریې رسمي خبري اژانس سانا وايي، د سوريې دافع هوا ځیني توغندي چې د اشغال شویو ګولان غونډیو له لوري را توغول شوي وو، هدف ته تر رسېدا وړاندې شنډ کړي دي.

سانا د سوریې د دافع هوا ځینې ويدیوګانې هم نشر کړې دي.

رپوټونه وايي، د دمشق پر نړیوال هوایي ډګر برسېره د الغسوله سیمه هم په نښه شوې، خو په دې سیمه کې ويشتل شوی هدف ښودل شوی نه دی.

تېره اونۍ هم اسرائيلي الوتکو د ګولان او لبنان له فضا نه سوریه کې څو اهداف وویشتل چې زیانونه يې واړول.

احمد ظريف

Related posts