اکتوبر 01, 2020

تخار، خواجه غار ولسوالۍ کې د مدرسو د زده کوونکو ترمنځ تقريري سیالي ترسره شوه

تخار، خواجه غار ولسوالۍ کې د مدرسو د زده کوونکو ترمنځ تقريري سیالي ترسره شوه

د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون په سرپرستۍ د مدرسو د زده کونکو ترمنځ د تقرير تشويقي سيالي ترسره شوه.

دغه تقریري یوه ورځنۍ سیالي د سلواغې یا د لوې د میاشتې په ۲۲ مه نېټه چې د جمادي الثاني د میاشتې له ۱۶ مې نېټې سره سمون خوري، د یادې ولسوالۍ اړوند د څو مدرسو د زده کونکو ترمنځ د کتکجر د سیمې د تحفیظ القرآن په مدرسه کې وشوه.

د یادې سیالۍ لپاره بېلابېلې موضوع ګانې د تعين شوي هیئت له لورې ټاکل شوې وې چې د سیمې د ټولو مدارسو استاذانو او ۴۰۰ تنو طالب العلمانو پکې ګډون کړی وو.

په دې اړه یوه ستره غونډه هم جوړه شوې وه چې د سیمې ګڼ شمېر علمي او مسلکي شخصیتونو پکې ګډون کړی وو، د تقريرونو د ارزونې لپاره د معتبرو علماء کرامو هیئت ټاکل شوی وو چې په پایله کې یې د زده کونکو د استعدادونو مطابق د لومړي، دویم او دریم مقام ګټونکي انتخاب او اعلان  کړل.

لوړو مقام ګټونکو طالب العلمانو ته یې د معتبرو شخصیتونو په لاسونو مناسبې جائزې ورکړې چې ځیني ښوونيز توکي او کتابچې پکې شاملې وې

۱۴/۲/۲۰۲۰

Related posts