اکتوبر 01, 2020

سوریه کې انقلابیانو د بشارالاسد د پوځ یوه بله چورلکه نسکوره کړې

سوریه کې انقلابیانو د بشارالاسد د پوځ یوه بله چورلکه نسکوره کړې

د سوريې د حلب ولایت په لويدیځ کې انقلابیانو د سوریې د رژيم یوه پوځي چورلکه ويشتلې او نسکوره کړې چې په ترڅ کې يې د چورلکې ټوله سپرلۍ وژل شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د قبتان الجبل په فضا کې د رژیم یوه چورلکه په داسې مهال وويشتل شوه چې سیمه کې يې بېلري بمونه غورځول.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ترکيې له ملاتړه برخمنو انقلابیانو د ادلب په شمال ختيځ کې د رژيم یوه چورلکه نسکوره کړه.

د سوريې پوځي سرچینو د چورلکې لوېدل تائيد کړي او ویلې دي چې چورلکه يې هغه سیمه کې نسکوره شوې چې د ترکیې ملاتړي وسله وال پکې فعال دي.

سوري فعالانو د چورلکې د لوېدو ويډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې په هوا کې د چورلکې اور اخيستل پکې ښکاريږي.

تراوسه دې چورلکه کې د وژل شویو کسانو شمېره معلومه نه ده، خو د سوري فعالانو په وینا، د رژيم په بېلري بم غورځونکو چورلکو کې پر دوو پیلوټانو برسېره یو بېلري بم اچونکی پیلوټ هم ناست وي.

له بله پلوه نن د حلب ولایت په لويدیځ کې د انقلابیانو او سوري رژيم ترمنځ خونړۍ جګړه روانه وه چې په ترڅ کې يې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سوریه کې دا وروستي پرمختګونه په داسې مهال مخې ته راځي چې دې وروستیو کې د ترکیې او سوریې ترمنځ تاوتريخوالی ډېر شوی، ترکیې ادعا کړې چې تېرو دوو ورځو کې یې د سوريې تر ۱۰۰ ډېر پوځیان وژلي دي.

د ترکیې پوځ ادلب کې وروسته تر هغه د سوري پوځیانو پر ضد بریدونه پيل کړل چې د سوريې پوځ په دوو توپچي بریدونو کې د ترکیې ۱۳ پوځیان ووژل او څو نور یې ژوبل کړل.

ترکیې دمشق ته ګواښ کړی چې که د ترکیې پوځیان بیاځلې په نښه کړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.

احمد ظريف

Related posts