اګست 09, 2020

له توافق وروسته دوه اړخیز مسؤلیتونه

له توافق وروسته دوه اړخیز مسؤلیتونه

د روان کال د حوت دمیاشتې په لسمه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري له ۲۹ سره برابره وه، د اسلامي امارت د سیاسي استازو او د امریکا د متحده آیالاتو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د قطر په دوحه کې د اشغال د خاتمې او هیواد ته د سولې راوستلو توافقنامه امضاء شوه.
دغه توافقنامه چې د کابو یو نیم کال مذاکراتي پروسې په بهیر کې تدوین شوې ده، د افغانستان د مسئلې په حل کې ځکه اساسي نقش لري چې له مخې یې د مسئلې د حل لپاره یوه واضحه لار نقشه په ګوته شوې ده. توافقنامه وایي چې د لاسلیک له نیټې وروسته تر لسو ورځو پورې باید د اسلامي امارت اړوند پنځه زره محبوسین آزاد شي، دغه راز به د مقابل اړخ هغه زر تنه محبوسین هم آزادیږي چې له اسلامي امارت سره بندیان دي. د بندیانو له آزادۍ وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي او افغاني جهتونه به د راتلونکې نظام او د اشغال له مرحلې وروسته افغانستان په اړه تصامیم نیسي.
د قطر توافقنامه نه یوازې د افغانستان په سطحه د ټولو سیاسي جهتونو او اقشارو له خوا استقبال شوه، بلکې په نړیواله او منطقوي سطحه یې هم پراخ هرکلی وشو. د شاوخوا دیرشو هیوادونو لوړپوړو چارواکو، او د ملل متحد په شمول د ګڼو نړیوالو سازمانونو استازو د توافقنامې د امضاء په مراسمو کې شرکت درلود او په خپلو اظهاراتو کې یې له دې توافق څخه ټینګ ملاتړ وکړ.
یوه توافقنامه که هر څومره ښه لیکل شوي وې او هر څومره ډیر ملاتړ او مقبولیت ولري، اما خپل مقصد او هدف هغه وخت ترلاسه کولای شي چې عملي اړخ پیدا کړي او په شویو توافقاتو ښکیل اړخونو عملي کار پيل کړي.
د دې لپاره چې دغه تاریخي توافقنامه واقعا خپل ټاکونکی کردار اداء او د اشغال د خاتمې او افغانستان د سولې په راوستلو کې په برخه کې مفیده واقع شي، په اسلامي امارت او متحده ایالاتو په حکومت په دواړو لازمه ده چې د توافقنامې په اجراء کې خپل مسؤلیتونه په ټینګه عملي کړي.
توافقنامه د راتلونکو اجراآتو په باره کې پوره وضاحت لري او حتی د ټولو مهمو اقداماتو لپاره یې زماني چوکاټ هم ټاکلی دی، د زماني چوکاټ التزام ځکه ضرور دی چې په رعایت سره یې هیڅ اړخ ته د تأخیر او تعلل پړه نه متوجه کیږي او د توافقنامې د اجراء پروسه لکه څنګه چې منل شوې ده په تدریج سره عملي اړخ پیدا کوي.
د دې لپاره چې د مسئلې دحل پر خوا بریالي ګامونه واخیستل شي اوس د دواړو اړخونو مسؤلیت دی چې خپل ټوله توجه د توافقنامې پر تطبیق مرکوزه کړي. دا چې افغان ولس او نړیوال د دغې توافقنامې امضاء یو مهم پرمختګ بولي، دا پرمختګ مشروط په دې دی چې عملا ترسره شي، تر څو هم امریکایي ځواکونو په سالمه توګه خپلو کورونو ته ستانه شي او هم افغان ولس له اوږدو جګړو وروسته د ارام ساه واخلي.
دغه راز دواړه اړخونو باید هیچا ته اجازه ورنکړي چې دغه تاریخي توافقنامه تخریب او د عملي اجراء په مخکې یې خنډونه واچوي. د سوله ییز حل لپاره د شوې توافقنامې ناکامي نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د امریکا د متحده آیالاتو، بلکې یوازې د قدرت د هغو هوس لرونکو په ګټه دی چې د جګړې په دوام کې ځاني مفادات لټوي.

Related posts