اګست 08, 2020

د اشغال د خاتمې له توافق د ولس پراخ ملاتړ

د اشغال د خاتمې له توافق د ولس پراخ ملاتړ

د اونۍ تبصره:
له هغه ورځې چې د قطر په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د استازو او امریکایي چارواکو تر منځ د افغانستان د اشغال د خاتمې توافق امضاء شوی دی، دا دی دوه اونۍ پوره کیدونکې دي. خو لا هم د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دې توافق په ملاتړ غونډې روانې دې او د مؤمن ولس لخوا یو بل ته د دې تاریخي بریا مبارکۍ ورکول کیږي.
د اشغال د خاتمې تړون لکه څنګه چې په نړیواله کچه منل شوی چې په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری لخوا تائید یې د نړیوال اعتبار یوه ښکاره بیلګه ده، په کور دننه هم د افغان ولس ټولو پرګنو، اقوامو او اقشارو نه یوازې استقبال کړی بلکې دا یې د هیواد د روان بحران د خاتمې پر خوا یو مهم ګام او تاریخي افتخار ګڼلی دی.
د اشغال د خاتمې له تړون څخه د ولس سرتاسري ملاتړ د اسلامي امارت هغه داعیه پرځای ثابته کړه چې په تیرو اتلسو کلونو کې یې د بهرنیو پوځیانو له شتون سره مخالفت درلود او د اشغال د خاتمې لپاره یې مسلحانه جهاد ته ادامه ورکوله. وایي حقیقت هغه لمر دی چې په دوو ګوتو نه پټیږي. د اشغال پر ضد زموږ جهادي داعیه که څه هم په تیرو اتلسو کلونو کې د مخالفو رسنیو لخوا بې ځایه بلل کیدله، خو دا دی اتلس کاله بعد زموږ د داعیې حقانیت او معقولیت د لمر غوندې روښانه شو او موږ وینو چې په کور دننه او بهر ټول سیاسي جهتونه هماغې خبرې ته راغلل چې اسلامي امارت ورباندې ټینګار درلود او اوس د ملل متحد په شمول ټول اړخونه د اشغال د خاتمې په تړون د تائید مهرونه لګوي.
د اسلامي امارت له مواقفو د عام ولس پراخ ملاتړ ثابتوي چې اسلامي امارت یوازې کومه جنګي ډله نه بلکې د یوه بشپړ هیواد او ولس نماینده ځواک دی. چې د خپل ولس د دنیوي او تلپاتې اخروي سعادت لپاره مبارزه کوي او په دې لاره کې یې د بیلابیلو آزمونونو په وړاندې د ثبات او پایښت توان ښودلی دی.
دې ته په پام سره نور هغه وخت رارسیدلی چې په کور دننه او بهر باید ټول اړخونه د تیرو اتلسو کلونو له تبلیغاتي فضا څخه راووځي او له نوي وضعیت سره ځانونه عیار کړي. دوی باید پوه شي چې د تاریخ پاڼه اوښتې، د تیارو وخت پای ته رسیدلی او زموږ د مؤمن او مجاهد ولس د بر حقې داعیې د حقانیت لمر په ټوله نړۍ ځلیدلی دی.
باید ووایو چې تر دې ځایه زموږ د برحقې داعیې را رسیدل او له سختو پړاوونو را تیریدل یوازې او یوازې د الله تعالی نصرت دی چې زموږ فداکار ولس ته یې د ثبات، صبر او استقامت دوام ورکړ. د مبارزې دغه پړاو موږ ته پیغام راکوي چې که په واقعي معنی دین ته وفادار واوسو نو الله تعالی به هم د نصرت هغه وعده پوره کړي چې فرمایي: یا ایها الذین آمنوا ان تنصروا الله ینصرکم و یثبت اقدامکم . اې مؤمنانو که تاسو د الله ( د دین) مرسته وکړئ، الله تعالی به ستاسو مرسته وکړي او پښې به موټینګې کړي.

Related posts