
څرنګه چې هیوادوال او نړیوال خبر دي اسلامي امارت د توافقنامې مطابق د موثرو افغان جهتونو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په وار وار امادګي ښودلی خو تر اوسه پوري نورو جهتونو د مذاکراتو لپاره صلاحیت لرونکی، سوله غوښتونکی او د ټولو نماینده ټیم ندی ټاکلی.
اوس چي د کابل ادارې له لوري کوم ټیم اعلان شوی موږ یې په اړه لاندې ملاحظات لرو:
۱ ــ اسلامي امارت له ابتداء څخه دا دریځ دی چې د کابل اداره په بین الافغاني مذاکراتو کې د نورو افغان جهتونو ترڅنګ د یوه افغاني جهت په توګه اشتراک کولی شي.
داچې اعلان شوی ټیم د کابل د ادارې له خوا معرفي کیږي، زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی.
۲ــ د دې پخاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي خو اوس لیدل کیږي چې ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي.
پورته ملاحظاتو ته په کتو د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا خپل دریځ واضح کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کې باید خنډونه ایجاد نشي او نه هم د ټول هیواد موضوع یواځې یو ګروپ په لاس کي واخلي.
موږ به له هغه مذاکراتي ټیم سره خبرو ته کښېنو چې د شویو توافقاتو او وضع شویو معیارونو په بنسټ تشکیل شوی وي. ان شاءالله
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۴/۸/۱۴۴۱هـ ق
۹/۱/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/3/28م