اګست 14, 2020

د کرونا بحران او د اسلامي امارت مسؤلانه چلند

داونۍ تبصره:
کرونا ناروغي په نړیوال بحران اوښتې. نږدې ټولې نړۍ ته یې سرایت کړی او د انسانانو ژوند یې دومره متأثر کړی چې په وروستیو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی. د ملګرو ملتونو سازمان کرونا د خپل تاریخ تر ټولو ستر نړیوال بحران بللی. نړیوال اقتصاد، راکړه ورکړه، حمل و نقل، تعلیمي او فرهنګي ادارې، حتی تر ورزش او سیاحت پورې هر څه کرونا ځپلي او د رسنیو سرټکی یوازې همدا ناروغي دي.
دا چې د دې ناروغي مخنیوی تر ډیره حده تر پیشګیرانه تدابیرو او عامه آګاهي پورې اړه لري، نو ځکه د واکمنو مسؤلیت دی چې د کرونا په اړه ولس ته معلومات ورکړي تر څو په وقایوي تدابیرو سره د ناروغۍ د سرایت مخه ونیسي.
د افغانستان اکثره سیمې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دي. اسلامي امارت چې همیشه د خپل ولس د ځان او ایمان ساتنې ته د یوې مهمې فریضې په حیث توجه لري، د کرونا بحران له پیل سره یې په دې برخه کې خپل اقدامات پیل کړل. مجاهدینو او په خاص ډول د صحت کمیسیون مسؤلینو ته وویل شول چې له خیریه ټولنو سره په هماهنګۍ د کرونا په وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین پیل او دوام ورکړي.
په دې اړه د اسلامي امارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دوه ټکي مهم بلل شوي وو. د مؤمن ولس د دیني احساس بیدارول تر څو دا بحران د الهي تقدیر فیصله او یوه عبرتناکه ابتلاء وګڼي، الله تعالی ته توبه وباسي، استغفار ووایي او په مأثورو دعاګانو سره له الله تعالی دحفاظت غوښتنه وکړي. له دې علاوه طبي هدایات او احتیاطي تدابیر په کلکه رعایت کړي تر څو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.
په دې ډول د هیواد په ګوټ ګوټ کې د کرونا په وړاندې دعامه پوهاوي کمپاین پيل شو، چې تر اوسه دوام لري. په دې کمپاین کې ولس ته له کرونا څخه د ځان ساتنې تدابیر په مفصل او عملي ډول بیانیږي او حتی الوسع په هغوی کومکي مواد هم ویشل کیږي.
اسلامي امارت د رسمي اعلامیې له لارې په نړیوالو مرستندویه، صحي او بشري ادارو غږ کړی چې زموږ تر کنترول لاندې سیمو ته هم د اړتیا وړ موادو، درملو او مرستو په رسولو کې خپله دنده ادا کړي، اسلامي امارت به ورته بشپړه زمینه سازي وکړو چې تګ راتګ يې مصئون وي.
دا چې د افغانستان د اطرافي سیمو اکثر خلک غریبان دي، نو دوی تر هرچا زیات بشري مرستو ته اړتیا لري. اسلامي امارت په خپلو تر واک لاندې سیمو کې یوه شفافه او حساب ورکوونکې اداره قائمه کړ ې ده، چې له هر نوع اختلاس او فساد څخه پاکه ده. نو بناء خیریه ټولنې باید د افغان ولس دغه لویه برخه هېره نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل اداره که څه هم په رسنیو کې یې تبلیغات ډیر دي، خو عملي اقدامات یې ډیر کمزوري او نامؤثر دي. د کابل اداره تراوسه په دې نه ده توانیدلې چې ناروغ کسان په خوندي ډول قرنطین کړي نو ځکه بیا بیا له قرنطین څخه په کرونا د مبتلا کسانو د فرار خبرونه اورو. له دې علاوه مفسد چارواکي چې زیاتره یې د اولیه توکو په بازار قبضه لري په دې ورځو کې یې احتکار ته مخه کړې، چې له امله یې د اولیه توکو بیې لوړې شوې دي او عام ښاریان یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
اسلامي امارت په ټولو اړخونو غږ کوي چې د کرونا بحران په مرحله کې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي تر څو مو ځوریدلی ولس تر دې زیات نور ونه ځوریږي.

Related posts