اګست 08, 2020

وحشي زندانونه او مظلوم اسیران

وحشي زندانونه او مظلوم اسیران

د ورځي خبره:

د څرخي پله له کرغیړن زندان څخه وخت په وخت دمظلومو اسیرانو د وفات خبرونه ورکول کیږي، په ډير تاسف سره تېره ورځ یو ځل بیا له همدې محبس څخه د یو بندي ( عصمت الله د نیمروز ولایت او سیدونکي) دوفات خبر خپور شو. نوموړی د داسي ناروغۍ په سبب وفات شو چې علاج یې په اسانه کیدای شوای؛ خو په یاد شوي زندان کې نه دناروغو اسیرانو تداوي کیږي او نه هم د بندیانو کورنيو ته اجازه ورکول کیږي چې د خپل زنداني مریض درملنه په خپله وکړي!!
د اسلامي امارت په زندانونو کې له میاشتو او کلونو راهیسې د دښمن ګڼ اسیران میشت دي، نه کوم بندي وفات شو او نه هم په لاعلاجه مرض مبتلا شو، ولې؟ وجه یې دا ده چې مجاهدین له منل شويو اصولو سره سم له دښمن سره عادلانه او انساني چلند کوي چې له امله یې هیڅ داسي خبر نه لرو چې دمجاهدینو په زندانونو کې دې کوم اسیر وفات شوی وي.
برعکس د دښمن په زندانونو کې د اسلامي امارت له اسیرانو سره خورا ناوړه او غیر انساني چلند کیږي، د خوراک، څښاک، پاکو اوبو، درملو او پاک چاپېریال لومړنۍ اړتیاوې یې هم په پام کې نه نیول کیږي او پر دې سربیره د زندان ساتونکو عسکرو له لوري مظلوم اسیران په بیلابیلو پلمو ځورول کیږي او په ګڼو مواردو کې خو آن د همدې عسکرو له خوا په محبس کې دننه د بندیانو دشهادت او ژوبلیدو خبرونه هم خپاره شوي دي.
د کب په لسمه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په شوې توافقنامه کې راغلي چې دکب تر شلمې به ۵۰۰۰ + ۱۰۰۰ اسیران خوشي کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي، خو ياده پروسه د مقابل طرف لخوا د ايجاد شويو موانعو له امله پر خپل وخت ترسره نه شوه.
دیرغلګرو او کابل رژیم په زندانونو کې ناوړه شرایطو او غیر انساني چلند ته په پام سره د اسیرانو د تبادلې موضوع ته نور هم باید لومړیتوب ورکړل شي تر څو مظلوم زندانیان د وحشت له پنجرو څخه راخلاص کړل شي.
دا چې په بګرام ، پلچرخي او نورو زندانونو کې د چارواکو پر وحشت او ظلم سربیره مظلوم اسیران له مختلفو ناروغیو سره لاس او ګریوان دي او دکرونا وبا هم د پراخېدو په حال کې ده؛ نړیوال بشري سازمانونه، ټولنې او فعالان په زندانونو کې له مظلومو اسیرانو سره روان وحشیانه چلند باید جدي ونیسي او د مخنیوي لپاره یې لازمې لارې چارې په کار واچوي.

Related posts