اګست 09, 2020

جوزجان: خمآب کې د دښمن بمبار ګڼ کورونه، مسجد او روغتون وران کړل

جوزجان: خمآب کې د دښمن بمبار ګڼ کورونه، مسجد او روغتون وران کړل

په بې وسه اولس د وحشي رژیم د مظالمو په لړ کې د وحشي رژیم عسکرو د جوزجان ولایت،خمآب ولسوالۍ اړوند کلیو باندې د B ۵۲ په او څرخکو په مټ بمبار تر څنګ د خلکو په کورونو د سپکو او درنو وسلو په مټ بریدونه ترسره کړل، خو دا چې د بمبار له پیل سره خلک له خپلو کورونو د امو سیند په لوري تښتیدلي تر دې دمه د ۱ نجلۍ د شهادت او ۳ تنه نورود ژوبلیدو خبر ترلاسه شوي دي. همداراز سیمه کې ۱ مسجد، ځایي روغتون او د سیمه ایزو خلکو ۲۲ کورونه تخریب شوي، د خلکو څاروي، پیسې او د ژوند سامانونه چور کړل شوي او خلکو ته دروند مالي زیان اړول شوی دی.

2020/4/22

 

Related posts