اګست 05, 2020

د سولې دښمن جګړې ته پلمې لټوي!!

د سولې دښمن جګړې ته پلمې لټوي!!

د ورځي خبره:

کابل ادارې له اسلامي امارت څخه د اوربند غوښتنه کړې؛ خو د همدې غوښتنې په ځای او مهال یې د اسلامي امارت د سلګونو مجاهدینو دشهادت دعوه هم کړې او پسې زیاته کړې یې ده چې په تېره اوونۍ کې یې داسلامي امارت پر ضد دومره عملیات او هومره بریدونه کړي دي!!
کابل اداره په خپلو متضادو دریځونو او سولې ضد څرګندونو کې ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې اوربند وکړي، داسلامي امارت او امریکا ترمنځ په شوې توافقنامه کې د ۵۰۰۰ + ۱۰۰۰ زندانیانو تر خوشي کیدو وروسته دکب شلمه د بین الافغاني خبرو د پیل نیټه ټاکل شوې وه، خو کابل ادارې د بندیانو د خلاصیدو په پروسه کې د دوکو او پلمو په جوړلو سره بین الافغاني مذاکرات تر دې دمه ځنډولي چې له امله يې د اوربند په څېر مسایل همداسي لا ینحله پاته دي.
اوس چې تر بل هر وخت زیات د اشغال پای او سولې ته زمینه مساعده شوې ښکاري؛ کابل رژیم یو ځل بیا د اسلامي امارت پر ضد خوله خلاصه کړې، تورونه لګوي، درواغجنې ادعاوې کوي او له مختلفو لارو هڅه کوي چې د سولې برابر شوی فرصت له منځه یوسي او د جګړې اور غړانده پاته شي.
پر دې سربیره کابل رژیم د اوربند دنمایشي غوښتنې سره هممهاله دمجاهدینو پر ضد دعملیاتو اعلانونه کوي، د استوګنې پر ملکي سیمو بریدونه کوي، مسجدونه او مدرسې په نښه کوي چې په بدخشان، کندز، فاریاب، لوګر، کندهار، ارزګان، بلخ، لغمان او نورو ولاياتو کې ملکي مرګ ژوبلې او پراخې ولسي ویجاړۍ یې وروستۍ بېلګې دي.
اسلامي امارت له امریکا سره شوې توافقنامې ته ژمن دی، تر اوسه داسي کوم مورد نه دی ثبت شوی چې اسلامي امارت له شوې توافقنامې څخه سرغړونه کړې وي، مګر مقابل جهت له شوي تړون څخه مکررې سرغړونې کړې او متاسفانه لا هم له شوې موافقتنامې څخه دامریکا سرغړونې جاري دي چې تر ټولو بوږنوونکې یې د ولسي هیوادوالو پر ضد عملیات، ملکي مرګ ژوبله او د اسیرانو دخلاصون پروسه کې د خپل مسئوليت نه اداءکول دي.
که د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په شوې موافقتنامه عمل وشي، باوري یو چې اوربند به ټینګ شي او په پایله کې به یې له خپلواکۍ، سولې او داسي اسلامي نظام څخه برخمن شو چې ټول افغانان خپل ځان پکې وویني.
دغني په مشری کابل اداره چې له پیله پر جګړې ټینګار کوي؛ د سولې هر ادرس او چانس ته یې لغته ورکړې، تېرو پنځو کلونو کې یې د بلواکې چوکۍ د پایښت لپاره لسګونه زره افغانان شهیدان او ټپیان کړي او بې شمېره کورونه، دوکانونه، بازارونه، ښوونځي، روغتونونه، جوماتونه او مدرسې یې ویجاړ کړي دي ؛ اوس هم د سولې څرګند مخالفت کوي، بین الافغاني مذاکراتو کې خنډونه ایجادوي او غواړي چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره نور هم جنګ او وحشت جاري وساتي.

Related posts