اګست 08, 2020

نورستان: برګمټال کې ۲ قومندانان او ۲۰ اربکیان یې له مجاهدینو سره یو ځای شول

د مزدور رژیم له لیکو د تېښتي په لړ کې پرون د نورستان ولایت، برګمټال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دعوت او ارشاد کميسیون په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکارۍ د اربکیانو عمومي قومندان محمدهاشم او قومندان جمعه سید له خپلو ۲۰ ورسره اربکیانو مجاهدینو ته تسلیم او د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو.

دوی ژمنه کړې چې له تر دې وروسته به کله هم د مزدوري ادارې لپاره فعالیت نه کوي.

پاته دي نه وي چې د یادو قومندانانو په تسلميدو سره به د دغې ولسوالۍ پراخه برخه د مجاهدینو لاسته ولويږي.

2020/5/14

Related posts