اګست 09, 2020

د جنرال میلر اخطار، د سولې که د جګړې لپاره…!؟

د جنرال میلر اخطار، د سولې که د جګړې لپاره…!؟

د ورځي خبره:

افغانستان کې د ناټو امریکایي قوماندان «جنرال سکاټ مېلر» پرون د خپل یو ګوډاګي قومندان اسدخالد ترڅنګ خبریالانو ته وویل: طالبانو بریدونه زیات کړي، که چیري یې همداسي جاري وساتي، موږ به یې ځواب ورکړو.

په دې کې شک نسته چې دا به د امریکایي جنرالانو مجبوریت وي چې خپلو مورال بایللو داخلي ملګرو ته کاذب ډاډ ورکړي. مګر دا هم حقیقت دی چې دا ډول څرګندوني که د هر مقصد لپاره وي؛ فکر نه کیږي چې د افغانستان لانجه دې د حل خوا ته نژدي کړي. بلکي برعکس پر اور د تیل پاشلو په مانا اغیز ښندلای شی.

پکار خو دا وه چې جنرال میلر د خپل اخطار مخاطب هغه څوک ګرځولی وای، چا چې د سکاټ میلر د مشرانو لخوا د لاسلیک شوې، تاریخي معاهدې، سبوتاژ او ناکامۍ ته مټي را بډ وهلي دي.

ستا د اخطار هدف باید هغه څوک وای، د چا دپاره چې تاسو زرګونه سرتیري او ټریلیونونه ډالر وشیندل، خو دوی ستاسو هرڅه درته په اوبو لاهو کړل.

سکاټ میلر ته مناسبه وه چې خپل هغه لاسپوڅي همکاران یې تهدید کړي وای، چا چې د امریکایي اشغال د مقدمة الجیش دنده که څه هم سر ته ورسوله، خو د امریکا جنګي ستراتیژۍ هم بیرته د همدې لاسپوڅو د نا أهلیت، فساد، ظلم او وحشت له امله له شکست سره مخ شوه. او اوس لګیا دي ستاسي په استعمالولو سره ستاسو د سولې ستراتیژي او د نړۍ په کچه منل شوې معاهده مو له خنډ، ځنډ او بالآخره له بدنامۍ او ماتي سره مخ کوي، اوبه خړوي او ماهیان پکي نیسي.

امریکایی جنرال ته پکار نه ده چې د خپلو ناکامو ګوډاګیانو لپاره د اسلامي امارت سره د کامیابي معاهدې د تطبیق په لاره کې خنډ اچولو ته دوام ورکړي.

موږ پوهیږو چې تاسو د دوحې د توافقنامې خلاف په ځلونو تخطئ کړي، په وار وار مو بمبارونه، عملیات او توغندیز بریدونه ترسره کړي، د بندیانو په خلاصون کې پاتي راغلي یاست، خو پرته له دې چې د کابل ادارې په څیر تاسو هم ځانونه د سولې او معاهدې ماتوونکي وځلوئ؛ بل څه مو نه دي ترلاسه کړي.

د اخطارونو پرځای به تاسو نن د دوحې د تړون د تعمیل په موخه، د کابل له زاندانونو نه د پنځه زره بندیانو د خلاصون جدي هڅي کړې وای، ترڅو مو حیثیت او اعتبار ته د صدمې رسولو مخه نیول شوې وای، او د بین الأفغاني خبرو لار پرانیستل شوې وای، او تاسو په داسي حال کې خپلي پښي سپکي کړې وای چې د بدنامۍ پرځای مو نسبتاً ښه نوم ګټلی وای.

د سوله ایزي فضا پرمهال د جګړي اخطاري ژبه کارول؛ تاسو ته هیڅ نشي درګټلی، مجاهدین د نړیوالو له ملامتۍ ځان ساتي، خو د چا له اخطارونو هیڅ ویره نه محسوسوي، کنه نو دا ۱۹کاله به یې په ځان پوري بمونه نه تړل. په ګوانتنامو، باګرام او پلچرخي کې به له خپلې نظریې او مبارزې پرشا سوي وای.

اسلامي امارت هیڅکله د اورکم یا اوربند غوښتني، په نامعقوله بڼه، پر تش میدان له چا سره منلای نشي.

د دوحې په تړون کې هرڅه په واضحه توګه لیکل شوي، که چیري یې تاسو د تعمیل هڅه کړې وای؛ ډېر امکان و چې دا دوې میاشتې راغځیدلې جګړه به هم وار له مخه لا دریدلې وای. مګر تاسو بیا هم د لانجې د معقول حل پرځای، د کابل ادارې په غوښتنه او یا هغوی ته د کاذب مورال ورکولو په پار، پراخطارونو اکتفاء کوئ، چې دا ناکامه تجربه ده او د ناکامو تجربو تکرار پخپله ناکامي ده.

پای ………..!!

۲۰۲۰ / ۴/ ۲۹

Related posts