اګست 05, 2020

د ۲۰۲۰ زيږديز کال د اولو دريو ( جنوري، فبروري او مارچ)  مياشتو د ملکي تلفاتو راپور

د ۲۰۲۰ زيږديز کال د اولو دريو ( جنوري، فبروري او مارچ)  مياشتو د ملکي تلفاتو راپور

د روان ۲۰۲۰زيږديز کال د اولو دريو (جنوري، فبروري او مارچ) مياشتو په (۳۴) ولاياتو کې ټولټال (۳۰۱) د ملکي تلفاتو زړه بوږونکې پېښې رامېنځته شوې دي، چې له دغو مجموعي پيښو څخه (۲۶۶) يې د امريکايي اشغالګرو او  په دوی پورې تړلي د کابل ادارې لخوا چې د مجموعي پيښو (۸۸٪) سلنه جوړوي . (۳۵) پېښې  د نامعلومو کسانو او خپل مېنځي شخړو له کبله چې (۱۲٪) سلنه جوړيږي را مېنځته شوي دي .

 په مجموعي (۳۰۱) پېښو کې  زموږ ( ۶۱۳) تنو مظلومو هېواد والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ چې (۳۶۳) يې شهيدان او ( ۲۵۰) يې ټپيان دي. په مجموعه (۳۶۳) شهيدانو کې (۲۴۰) يې نارينه، (۶۷) يې مېرمنې او (۵۶) يې ماشومان دي. او په مجموعه (۲۵۰) ټپيانو کې (۱۶۹) يې نارينه، (۳۱) مېرمنې او (۵۰) يې ماشومان دي .

د مجموعه (۶۱۳) مرګ ژوبلو څخه د اشغالګرو امريکايانو او د کابل ادارې لخوا (۴۹۱) هیوادوالو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده چي په هغو کي (۳۱۱) ملکيان شهيدان شوي دي چې (۲۰۵) يې نارينه (۶۰ يې مېرمنې او (۴۶) يې ماشومان دي. همداراز د امريکايانو او د لاس پوڅې ادارې لخوا (۱۸۰) ملکيان ټپيان شوي دي چې (۱۱۱) يې نارينه (۲۴) مېرمنې او (۴۵) پکې ماشومان دي .

د نامعلومو کسانو او خپل منځي شخړو له کبله زموږ (۱۲۲) تنو هيواد والو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده چې (۵۲) يې شهيدان او (۷۰) تنه يې ټپيان دي. په مجموعه (۵۲) شهيدانو کې (۳۵) نارينه (۷) مېرمنې او (۱۰) يې ماشومان دي. همداراز په مجموعي (۷۰) ټپيانو کې (۵۳) تنه نارينه (۷) مېرمنې او (۱۰) ماشومان شامل دي.

  دامريکايانو او کابل ادارې لخوا، د آوښتو مالي خساراتو لنډ راپور:

د روان زېږديز کال ۲۰۲۰ د دريو اولو (جنوري، فبروري او مارچ) مياشتو کې د امريکايانو او کابل ادارې لخوا (۱۵۰) مظلوم هيواد وال اسيران شوي دي .

همداراز  مظلومو هيوادوالو او ملکيانو ته لاندې مالي زیانونه رسېدلي دي :

تخريب شوي کورونه :۶۶

تخريب شوي موټران :۳۳

تخريب شوي موټرسائيکلان :۴۵             

تخريب شوي دکانونه :۱۷۱اوتخریب شوي شمسیاني :۱۵

تخريب شوي جوماتونه او مدارس :۱۳

دکورونو منفجر شوې دروازې :۱۰۰

زیانمن شوي مکاتب او کلينکونه :۷

تلف شوي حيوانات :۱۴

همداراز د دښمن په عملياتو کې د ملکیانو د ګڼ شمېر کورونو څخه قيمتي اجناس او هم یې ميلونونه افغانی غلا شوي دي . والسلام

د سمع شکاياتو او ملکي تلفاتو د مخنيوي کميسيون

۹/۲۹/۱۴۴۱هـ ق

۱۴/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/3م

بشپړ راپور په پي ډي ایف بڼه له دغه ځای څخه ښکته کړئ 

Related posts