اګست 09, 2020

په وبا او کورونا کې هم غلا او اختلاس ؟!

په وبا او کورونا کې هم غلا او اختلاس ؟!

دورځي خبره:

کابل اداره، چې فساد او اختلاس په کې اوج ته رسېدلی، د نورو برخو ترڅنګ يې اوس د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړو شويو پيسو کې هم فساد او اختلاس ته ملا تړلې.

کله چې افغانستان کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ثبت شوې، ارګ د روغتيا وزارت په شتون کې ددې وبا د مخنيوي په موخه د ډاکټرغني سلاکار وحيد عمر ته د ۲۷ ميليونه افغانیو بوديجه ورکړه، چې پراخ غبرګونونه يې راوپارول.

له يو څه وخت تېرېدو وروسته د وحيد عمر له لوري په دغو پيسو کې د پراخې درغلۍ او اختلاس راپورونه ورکړل، چې په دې اړه د ولسي جرګې له څو ځله غوښتلو سره بیاهم حساب ورکولو ته حاضر نه شو، چې له امله يې وړمه ورځ ولسي جرګې لویې څارنوالی ته معرفي کړ.

وړمه ورځ د ارګ ولسمشر ډاکټر غني اعلان وکړ، چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې به خلکو ته د نانوايانو له لارې وړيا ډوډۍ ورکوي؛ خو ددغې پروژې له پيل سره هممهاله د پژواک د خبر له مخې د کابل ۱۵مې امنيتي حوزې پوليسو د شفيق الله په نوم د کلي يو وکيل او دوه تنه همکاران د مرسته شويو ۲۰۰بوجيو اوړو سره لاس په لاس نيولي دی.

په دې پروژه کې خو دا په ډېره ټیټه سطحه غلا ده، د وزيرانو، رئيسانو او نورو لوړ پوړو چارواکو به څه حال وي، هغوی چې له هر راز تعقيب څخه په امان دي، څومره اختلاس به کوي؟!

دغه حالت ته په کتو دې نتيجې ته رسېدلی شو، چې د ارګ له لوري د نانوايانو له لارې وېشل کېدونکې ډوډۍ مرسته نه، بلکې د وحيد عمر د اختلاس پروژې يوه برخه ده.

Related posts