اګست 05, 2020

یاعبدي، أنفِقْ اُنفِقَ علَیکَ…!!

یاعبدي، أنفِقْ اُنفِقَ علَیکَ…!!

د ورځي خبره:

{وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ — البقرة: 272 }. هغه څه چې تاسو له مالِ خیر څخه صدقه کوئ، بدله به یې پوره درکوله کیږي، او پرتاسو به هیڅ زیاتوب ونشي. (یعنی ستاسو له مال نه به څه کم هم نشي).
د حدیث قدسي مفهوم هم همدا دی: « یاعبدي، أنفِقْ اُنفِقَ علَیکَ» اِې زما بنده انفاق کوه، پرتا به انفاق وشي.

څرنګه چې په نړۍ کې خصوصاً په مسلمانانو کې ډېری د مال او ثروت داسي څښتنان بیخي ډېر دي چې غواړي له خپلي خدای ورکړي شتمنۍ څخه د انساني او اسلامي همدردۍ پر بنا، په سمه لاره او په سمه موقع کې انفاق وکړي. او دا یې ډېر ارمان وي چې د دوی مالي مرسته د امانت دارو او ریښتینو خلکو په وسیله تر واقعي مستحقینو پوري ورسیږي.

او دا هم حقیقت دی چې په نړۍ کې ترټولو زیات غربت او مصیبت ځپلي وګړي هم په اسلامي دنیا کې ډېر دي چې یوه نمونه یې زموږ ګران هیواد افغانستان دی، دلته د نورو اوږدو غمیزو ترڅنګ د کرونا وبا یو بل امتحاني مصیبت دی چې دا بیچاره ولس یې له ډېر دردوونکي غربت سره لاس او ګریوان کړی. تردې چې د مزدورۍ په پار که ګاونډیو هیوادونو ته مخه کړي، هغوی یې پرځای د دې چې لاسنیوی یې وکړي؛ په سیند یې لاهو کړي.

نو په داسي یو حالت کې د هغه چا مسئولیت نور هم درنیږي چې الله تعالی له خپله فضله شتمني ورباندي لورولي وي او دی یې د مال او ثروت خاوند ګرځولی وي. ځکه چې د ناوسه او بې وزله وګړو شتون، د شتمنو لپاره یو ازمایښت وي، که چیري یې پرهغوی باندي نفقه وکړه نو ګویا چې د الله په امتحان کې یې ځان بریالی کړ او الله تعالی به یې بهترینه بدله ورکړي.

له همدې ځایه ده چې اسلامي امارت د خپل توان سره سم پخپله هم د بیوزلو هیوادوالو لاسنیوي ته مټي را بډوهلي او هم یې د نورو اهل خیر وګړو لپاره زمینه برابر کړې چې د افغانستان او له افغانستان نه بهر ټول شتمن مسلمانان وروڼه، همدارنګه د بشري خواخوږۍ له مخي مرسته کوونکي دنیاوال، وکولای شي، په اخلاص او خلاص مټ سره زموږ د وطن له بېوزلو یتیمانو، کونډیانو، معلولینو او محتاجینو سره مرستې وکړي.

په همدې خاطر امارت د بېوزلو يتيمانو اومعلولينو چارو، یوه مستقله اداره تشکیل کړي ترڅو د مرسته کوونکو وروڼو صدقات په پوره امانت دارۍ او شفافي طریقې سره تر مستحقینو ورسیږي.

په دې کې شک نشته چې د انفاق فې سبیل الله ترټولو بهترین او بې ساری فرصت هم همدا دی، ولي چې له یوې خوا د روژې بابرکته میاشت ده، چې هر مالي او بدني عبادت په څوچنده شمیرل کیږي؛ او له بلي خوا د موجوده ساري وبا (کورونا) له وجي خلک له سخت قحط سره مخ دي؛ نو همدا د انفاق ترټولو ښه وخت او ښه موقع ده، چې په ریښتیني توګه له واقعي اړمنو سره ، د یوې بااحساسه او مسئولي ادارې په لاس شتمن خلک خپلي مرستي وکړي.

د اسلامي امارت دغه ارګان ټولو مرسته کوونکو وګړو، مؤسسو، او هیوادونو ته ډاډ ورکوي چې په پوره آمانت دارۍ سره به د دوی نفقات او صدقات تر مستحقینو رسیږي. او هیڅ ډول غدر او فساد به نه پکي رامنځته کیږي.

هرڅوک کولای شي چې د افغانستان په ټولو سيمو، په تېره بيا په ليرو پرتو سيمو کي چي د اسلامي امارت تر بشپړ نفوذ او واکمني لاندي دي؛ په پوره اطمئنان خپلي مرستي یا خو پخپله مستقیماً او یا د اسلامي امارت له لوري د ټاکل شوي ارګان په وسیله تر اړو کسانو پوري ورسوي.

پای ……….!

2020 ـ مئ – 8

Related posts