اګست 09, 2020

د بیان آزادي (!) او په معترضانو ډزې

د بیان آزادي (!) او په معترضانو ډزې

د اونۍ تبصره:
اشغالګرو زموږ په مظلوم ولس یو عجیب رژیم مسلط کړی دی. دغې ادارې ته یې نوم دموکراتیک حکومت ورکړی دی او د بیان آزادي یې ورته مهم شعار ټاکلی دی. خلکو فکر کاوه چې د بیان د ازادۍ له برکته به ولس وتوانیږي چې خپل د مظلومیت غږ تر چارواکو ورسوي او هغوی به یې ستونزو ته رسیدګي وکړي. اما ولس خبر نه و چې اشغالګرو د بیان له ازادۍ سره یو ځای د بې حسۍ مخدرات هم راوړي دي. په کومه ورځ چې خلکو ته د بیان آزادي ورکړل شوې په هماغه ورځ چارواکو ځانونه بې حسه کړي، په غوږونو کې یې په اصطلاح مالوچ ایښي دي نو ځکه که د بیان د ازادۍ له مخې ولس هر څومره فریادونه وکړي، مظاهرې وکړې او په چیغو رڼا ورځ توره شپه کړي، بیا یې هم چارواکي غږ نه اوري او نه د ولس مظلومیت حس کولای شي.
په تیرو اتلسو کلونو کې څوک داسې بیلګه نه شي ورکولای چې کوم ولسي احتجاج یا مظاهرې دې مطلوبه نتیجه ورکړي وي. هغه څوک چې حقوق یې پایمال شوي وي، لارو او کوڅو ته راووځي، د حکومتي ادارو مخې ته چیغې او فریاد پیل کړي، د اعتراض خیمې ووهي، په ورځو ورځو فریادونه کوي خو هیڅوک نه وي چې غږ یې واوري او درد یې احساس کړي. تر دې پورې چې بالاخره ستړي او له خپل احتجاج مایوسه شي نو بیرته په ډک زړه کورونو ته ستانه شي.
د دغه وضعیت د تمدید او تکرار په پایله کې بالاخره د کابل ادارې چارواکو ځانونو ته د ولس د هر ډول نقدونو په وړاندې معافیت ورکړی دی. د هغوی د فساد، ظلم او اختلاس په اړه که هر څه ویل کیږي دوی یې په اړه هیڅ باک نه کوي. دوی ته ځانونه غیر مسؤل او واجب الاحترام ښکاري چې که بازار ته راووځي باید ولس یې پر سر سایه بان ونیسي او که بالفرض ولس د اعتراض غږ پورته کړي نو دوی ځان ته حق ورکوي چې په مرمیو ځواب ورکړي.
په تیرو څو ورځو کې په غور ولایت او د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې داسې پیښې وشوې چې مغرورو چارواکو زموږ د بې وسه ملت په وړاندې له ډیر ظلم او کبر څخه کار واخیست. په لوګر کې د مرستو د اخیستلو لپاره را ټول شوي غریب هیوادوال چې اکثره یې سپین ږیري او ښځې وي د چارواکو لخوا د وهلو ټکولو تر حده تحقیر او توهین شوې.
د غور ولایت په مرکز کې خلکو د یوې بهرنۍ مؤسسې د مرستو د عادلانه ویش لپاره احتجاج کړی و، چې چارواکو ورباندې بې دریغه ډزې وکړې او تر شلو زیات ولسي وګړي یې مړه یا ټپیان کړل. له دې وضعیت څخه ښکاري چې اوس د بیان هغه دروغجنه آزادي هم نه ده پاتې چې خلکو به فریاد کاوه او چارواکو به د بې حسۍ خوبونه کول. اوس دموکراتیک اختناق تر دې حده رسیدلی چې ولس ته یوازې د فریاد او غږ اوچتولو حق هم نه ورکول کیږي او که څوک احتجاح کوي په مرمیو ویشتل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ظالمو چارواکو دغه وحشیانه کړنې په کلکو ټکو غندي او د خپل درانه ولس په وړاندې ستر جنایت یې بولي. په عین حال کې هیوادوالو ته وریادوي چې همدغه د بیان د دروغجنې آزادۍ حقیقي څیره ده. د احتجاج او بیان هغه آزادي چې د ولس درد دوا نه کړي تر اختناق ډیره بده او دغندلو وړ ده.

Related posts