اګست 08, 2020

غبرګ ولسمشران له نوي مارشال سره!

غبرګ ولسمشران له نوي مارشال سره!

ورځ لیکنه
داسې ښکاري چې د کابل ادارې غبرګ ولسمشران د واک د وېش پر سر هوکړې ته سره نږدې شوې دي.
د واک پر سر د کابل رژیم د حاکمانو شخړه د تېر کال د په اصطلاح ولسمشریزو انتخاباتو تر ترسره کېدو وروسته پیل شوه – هغه انتخابات چې غوڅ اکثریت ولس تحریم کړي وو، او بریالی کاندید یې هم د څه باندې ۳۵ میلیونه وګړو په هېواد کې د سلګونو زرو جنجالي رایو په شمول تر ۹۲۴ زره هم کمې رایې واخیستې.
ماضي ته په کتلو له پیله لا څرګنده وه چې دا ډرامه به د ولس او هېواد په زیان تمامیږي. هماغسې وشول – دې انتخاباتو هېواد په سیاسي بحرانونو کې غرق کړ او اوس به واک د ډموکراسۍ د شعاریانو د نارو برعکس، د خلکو د رایو پرځای د بهرنیانو په فشار د دوو ډلو خپلمنځي توافق د دې ادارې راتلونکي مشران ټاکي.
د انتخاباتي ډرامې په نتیجه کې بریالي اعلان شوي کس تر ټاکنو وړاندې په ټینګار سره ویل چې د واک د وېش پر سر به بله معامله ونه مني. خو اوس یې، د معمول په څېر، د بهرنیانو د فشار له امله د واک وېش ته پر غاړې ايښودلو باندې یو ځل بیا له خپلو پلویانو سره پر خپلو کړو وعدو پښه کېښوده.
بده دا ده چې ویل کیږي د کابل ادارې د واک د احتمالي وېش د طرحې له مخې به د هېواد یوه مشهور جنګي مجرم او خاین ته د مارشالۍ رتبه ورکول کیږي. دا کس هماغه دی چې د کابل ادارې مشر په ۲۰۰۹ز کې مشهور قاتل بللی و، خو بیا یې هم په ۲۰۱۴ز کې خپل لومړی مرستیال وټاکه. دوه کاله وړاندې پر یوه سیاسي رقیب باندې د همدې جنرال د جنسي برید او شکنجې راپورونو کابل ادارې ته هیڅ حیثیت ورپرېنښود. همدا کس به یو ځل بیا اوس د کابل ادارې یوه نمایانه څېره وي.
یوه داسې بدنام کس ته د مارشالۍ د ورکول کېدو غوښتنه او له هغې سره توافق ښيي چې د واک پر سر شخړه کوونکي تر کوم حده د خپل ولس، هېواد او د خپلې سرې کرښې (ډموکراسۍ) د حیثیت ساتلو په اړه فکرمن دي.
افغانستان ته له بهره راوارد شوی نظام له لویه سره نړیوالو ته د شکست، افتضاح او فساد نمونه جوړه شوې، خو وروستي بدلونونه یې ولس ته نور هم دا په ډاګه کوي چې پر سر یې څوک مسلط دي، له کومو لارو واک ته رسیږي او تر کومه حده خپلو شعارونو ته ژمن دي.

Related posts