اګست 05, 2020

سترجنایت: په بلخ ولایت کې په یوه قومي غونډه د بمبار له امله ۱۶ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول

سترجنایت: په بلخ ولایت کې په یوه قومي غونډه د بمبار له امله ۱۶ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان شول

د دښمن د ورځنیو جنایاتو په دوام، تیره شپه لس نیمي بجې د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ غونډانو سیمه کې د امریکايي اشغالګرو ځواکونو د الوتکو لخوا د ملکي خلکو یوه غونډه تر بمبار لاندې ونیول شوه.

د سیمیزو سپين ږیرو او قومي مخورو ترمنځ دا غونډه د خپلې سیمې د ستونزو د هوارۍ په موخه جوړه شوې وه چې هلته هيڅ د جنګ او وسلې کوم اثر وجود نه درلود.

خو د دښمن لخوا په غونډه باندې په خورا قساوت او وحشت سره بمبار وشو چې له امله يې ۹ تنه قومي مشران شهیدان او ۷ تنه نور ټپيان شول.

اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل په ترټولو سختو الفاظو غندي، دا د دښمن د وحشت او ظلم چې په ملکي خلکو ړانده بمونه غورځوي او د هغوی ژوند هیڅ اهمیت نه ورته لري، یوه ستره بیلګه بولي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۹/۹/۱۴۴۱هـ ق

۲۳/۲/۱۳۹۹هـ ق ــ 2020/5/12م

Related posts