نوومبر 30, 2020

په کابل کې د وړمې ورځې وحشیانه بریدونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند توضيحي څرګندونې

په کابل کې د وړمې ورځې وحشیانه بریدونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند توضيحي څرګندونې

وړمه ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په سل بستریز روغتون باندې وسلوال برید وشو چې له امله يې ګڼ شمیر مظلوم هیوادوال، ښځې او ماشومان په قصدي او وحشیانه ډول په شهادت ورسول شول او ستر جنایت ترسره شو.
په ورته ورځ د ننګرهار په ولایت کې هم په یوه جنازه کې چاودنه د ګڼو ملکي هیوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوه.
اسلامي امارت دواړه پيښې په کلکه وغندلې او ښکاره يې کړه چې داپيښې د جنایت کارو او مغرضو جهتونو کار دی چې غواړي د بې دفاع انسانانو له وژنو څخه په استفاده خپلو شومو موخوته ځانونه ورسوي.
خو د کابل ادارې د چارواکو لخوا په لوړه سطحه باندې دغه جنایتونه اسلامي امارت ته منسوب شول او په دې برخه کې يې له خورا ډيرو جعل کاریو، پوټوشافونو او تزویري حرکاتو څخه هم د ذهنیتونو د اغفالولو لپاره کار واخیست.
اسلامي امارت یوځل بیا واضحه کوي چې د کابل د دشت برچي په پيښه کې په هيڅ ډول لاس نه لري او دایو وحشیانه، غیراسلامي او غیرانساني عمل بولي او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره په دغه مصیبت کې ځان شریک ګڼي.
اسلامي امارت د کابل پيښه د لاندې دلائلو له مخې، مخامخ د کابل په اداره پورې تړلو ځینو مغرضو کړیو کار بولي:
ــ د کابل د دشت برچې په سل بستریز روغتون کې په ۲۰۱۴ م کال کې د اسلامي امارت په هلوځلو او مکررو غوښتنو چې له نړیوالو او د بې سرحده ډاکټرانو له مؤسسې څخه يې کړې وې، د ښځو او ماشومانو لپاره یو کلینیک تأسیس او جوړ شو، نو آیا دا معقوله ده چې په همغه روغتون یا کلینیک باندې بیرته د امارت مجاهدین برید وکړي؟
ــ په دغه روغتون کې هيڅ کوم نظامي هدف وجود نه درلود، نو څرنګه کیدلای شي چې یو مجاهد چې په اسلام پوهیږي او د بې ګناه انسانانو قتل ورته جرم ښکاري، په ښځو او حتی نوي زيږیدلو معصومو ماشومانو باندې ‌ډزې وکړي؟
ــ د برید په لومړۍ وهله کې د کابل ادارې ویندویانو او نورو رسنیزو همکارانو او د ورځې په پای کې پخپله اشرف غني په پراخه او منظمه توګه پروپاګند پیل کړ او هڅه يې وکړه چې بې له کوم مسلکي تحقیق او دقت څخه دا برید په امارت پورې وتړي!!؟ له دې څخه ښکاري چې د برید ترشا د یادو مغرضو کړیو لاس وو او دا جنایت يې په ګډه مشوره د امارت د بدنامۍ لپاره طرحه او عملي کړی دی.
ــ د دشت برچي او د ننګرهار په جنازه کې له چاودنې څخه په ابزاري استفاده د اسلامي امارت په ضد د تعرضي عملیاتو د پيل اعلان هم څرګندوي چې د کابل ادارې غوښتل د خپلې جنګ طلبې پالیسۍ د عملي کیدو لپاره باید اوبه خړې او کبان پکې ونیسي ترڅو دا ډول ناسنجیده اعلان ته زمینه مساعده کړي.
ــ له برید سره همهاله د کابل ادارې د بیلابیلو ارګانونو لخوا جعلي وآټساپ او مسنجر پيغامونه جوړیدل، جعلي غږیزکلپونه ترتیب او خپریدل او نور پوټوشافونه لاس په لاس کیدل هم څرګندوي چې د دشت برچي برید د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره له مخکې پلان شوې طرحه وه، چې له دې ستر جنایت څخه د خپل شوم هدف لپاره کار واخلي.
په افغانستان کې د جګړې او بدبختیو عاملين ښکاره دي، هغوی چې نولس کاله يې د عام ولس بې رحمانه وژنه کړې، اوس غواړي لکه د کمونستانو د وخت (خاد) په داسې جنایاتو سره د افغانستان مومن او مجاهد ولس په وړاندې عامه او نړیوال ذهنیت را وپاروي او خپل د سولې ضد دريځ ښکاره کولو ته د بهانې په ډول ترې استفاده وکړي.
اسلامي امارت یوځل بیا په تاکید سره توضیح کوي چې د کابل او ننګرهار بریدونه په هيڅ ډول د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري، موږ دواړه پيښې جنایت او ستر وحشت بولو، په کلینیکونو، جنازو اوعامه تاسیساتو حمله کول زموږ په پالیسي کې هيڅکله ځای نه لري.
په عین حال کې موږ کلکه غوښتنه کوو چې د دغو بریدونو په اړه دې په جدي او شفاف ډول بې طرفه څیړنه وشي، ترڅو د دغو سترو جنایاتو د عاملینو له تورو مخونو څخه پرده پورته او کلک حساب کتاب ورڅخه واخيستل شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۲/۹/۱۴۴۱هـ ق
۲۶/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/15م

Related posts