اګست 08, 2020

نورستان: وانت وایګل کې د کابل ادارې ۲ کارمندان له مجاهدینو سره یو ځای شول

د نورستان ولایت، وانت وایګل ولسوالۍ کې د ندي شنګ ولد ډګروال جان محمد او محمد اسمعيل ولد میاجان په نومونو د ارنس کلي ۲ اوسيدونکې چې پخوا یې د مزدور رژیم په لیکو کې دنده ترسره کوله پرون د حقائقو د درک په نتيجه کې له مزدوي ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

دوی دواړو په تېرو اعمالو د پښيمانتيا ترڅنګ ژمنه کړې چې تردې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هيڅ ډول فعالیت نه کوي.

2020/5/16

Related posts