اګست 08, 2020

نورستان: وانت وایګل کې ۱ تن ډګروال له مجاهدینو سره یو ځای شو

نورستان: وانت وایګل کې ۱ تن ډګروال له مجاهدینو سره یو ځای شو

تېره ورځ د نورستان ولایت، وانت وایګل ولسوالۍ کې د ډګروال نادرشاه عرف (نديشنګ) په نوم د ارنس کلي اوسيدونکی چې د ډګروال جان محمد زوی دی د دعوت او ارشاد کميسیون په زیار او د حقائقو د درک په نتيجه کې له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

نوموړي تېر مهال په مزدوره اداره کې په لوړو چوکیو دنده ترسره کړې او په دې وروستیو کې د بادغيس ولایت د هماهنګۍ د مرکز قومندان پاته شوی دی.

یاد ډګروال ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

2020/5/16

Related posts