نوومبر 30, 2020

د کابل ادارې د مسلسل پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د کابل ادارې د مسلسل پروپاګند په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د کابل ادارې د امنیت شورا یوه ویاند ادعا کړی چې په تیره اونۍ کې يې تر ۳۸۷ تنه پورې مجاهدین شهیدان او ټپيان کړي.
بلې خوا بیا تور پورې کوي چې په تیره اونۍ کې د اسلامي امارت مجاهدینو خدای مه کړه ۳۰۰ تنه ملکي هیوادوالو ته تلفات اړولي.
موږ د دښمن دغه کاذب راپور په کلکه ردوو.
وارخطاء دښمن دا اوتې بوتې د دې لپاره خپروي چې د اشرف غني لخوا د تعرضي جنګ د اعلان باټو ته توجیه پيدا کړي.
واقعیت دادی چې د اسلامي امارت مجاهدین ډير کم حتی د ګوتو په شمیر تلفات لري، خو د دښمن جنګ غوښتونکو عملیاتي عسکروته يې په ټول هیواد کې درانه تلفات اړولي دي.
مجاهدین یوازي نظامي اهداف په نښه کوي، په هیڅ ځای کې یې په ملکي خلکو قصدا برید نه دی کړی او نه هم الحمدلله د هغوی په حملو کې ملکي خلکو ته کوم لوی زیان اوښتی.
د ملکي خلکو د تلفاتو علت په کلو او کورونو ړانده توغندي اورول، بې هدفه بمبارونه او د کابل ادارې د شریک (داعش) لخوا په عامو تجمعاتو وحشیانه حملې دي.
بل پلو د اسلامي امارت د عفوي او دعوت په اساس د دښمن له لیکو څخه د عسکرو را وتل، یا له سنګرونو څخه فرار خورا زیات شوی، حتی لوړ رتبه کسان له خپلو ډلو ډلو افرادو سره حقیقت درک کوي او د اسلامي امارت غیږې ته راځي چې دې کار د کابل ادارې چارواکو ته ستر تشویش اچولی.
همدارنګه د کابل اداره، په نظامي او سیاسي لحاظ په نړیواله سطحه له انزوا، شرم او خجالت سره مخ شوې، حالت یې د نجیب د کمونستي رژیم د سقوط ورستیو شیبو ته ورته دي، یوازې په رسنیو کې دا ډول پروپاګند ورپاته دی چې هغه هم بیرته د دوی د رسوایي سبب ګرځي، هیوادوال او نړیوال حقایق په سترګو ویني، دا تبلیغات یې نه کوم اثر لري او نه هم څوک ارزښت ورکوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۴/۹/۱۴۴۱هـ ق
۲۸/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/17م

Related posts