نوومبر 30, 2020

ځان او جهان د صبر په هينداره کې

ځان او جهان د صبر په هينداره کې

مولوي عبدالرقیب رقیب 

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لأهله والصلاة علی أهلها وبعد :

غواړو په هغه څه وغږیږو چې د دیني ارزښتونو بنسټ ګڼل کیږي او د ټولو ښېګڼو اساس دی…

صبر دی چې عفت شته، انسان چې له پردیو خپلې سترګې او شرمګاوي خوندي ساتي همدا عفت دی چې په صبر رامنځته کیږي.

صبر دی چې راز ساتنه شته، انسان چې هغه فشارونه وزغمي چې د افشاء په خاطر ورباندي راځي همدا صبر دی او رازساتنه ورباندي رامنځته کیږي.

صابر په حقیقت کې زاهد دی، څوک چې خپل نفس له بې ځایه خرچې منع کړي همدا زهد دی او په صبر رامنځته کیږي.

صبر دی چې قناعت شته، څوک چې په خپله برخه راضي شي همدا قناعت دی او په صبر رامنځته کیږي.

صبر شته چې حلم شته، څوک چې د غضب غوښتنې ونه مني همدا حلم دی، د الله صفت  دی او په انسان کې د صبر په وسیله پیدا کیږي.

صبر دی چې مېړانه او زړورتوب شته، څوک چې د دښمن قوت ته ټینګ شي، بریدونه یې وزغمي او ورنه ونه وېرېږي همدا شجاعت دی او د صبر ثمره ده.

راځئ په هغه ارزښت وغږېږو چې د «حسن خلق»  بنسټ دی: په روایت کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د ښو خویونو په اړه راغلي دي (صل من قطعک واعف عمن ظلمک وأحسن الی من أساء الیک).

که څوک درنه ځان جدا کړي او درنه لریتوب خوښ کړي، د غم او خوشحالۍ خبر دي نه اخلي، خو ته ورسره بیاهم پیوستون کوې، د غم او ښادۍ پوښتنه یې کوې همدا چاره په زغم کیږي، زغم صبر دی.

که څوک درسره ظلم وکړي خو ته له قدرت سره سره له انتقام نه ځان رامنع کړې دا صبر دی.

که څوک درسره بد وکړي خو ته خپل ځان له عکس العمل نه راتم کړې بلکي نیکي ورسره وکړې دا چاره په زغم کیږي او زغم د صبر بل نوم دی.

نو راځئ د صبر په اړه پوره معلومات ترلاسه کړو:

 صبر څه دی؟ څو قسمونه لري؟ حکم یې څه دی؟  څومره اهمیت او فضیلت لري؟ او داسي نور…

صبر په لغت کې تم کیده, زغم او منع ته ویلای شي، الله تعالی فرمایې : (وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ..)الآیة.

او خپل ځان دي له هغوی سره تم کړه چې سهار او ماښام خپل پالونکی بولي ترڅو خوښي یې ترلاسه کړي.

صبر په شریعت کې د الله د رضا لپاره د یو کار په کولو ځان تم کول یا له یوکار نه د ځان منع کول او د تقدیر زغملو ته ویل کیږي ، (وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ..) .

صبر په ټوله کې فرض دی، ځکه الله تعالی ورباندي امر کړی دی: (وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ..) په صبر او لمانځه د الله مرسته وغواړئ.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا..) ای مؤمنانو! صبر وکړئ، د دښمن په مقابل کې ټینګ شئ او د خپلو پولو څارنه وکړئ.

همدا رنګه الله تعالی د صبر له مقابل نه نهي کړې ده، (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ). ای مؤمنانو ! کله چې د جنګ په وخت کې له کافرانو سره مخ شوئ نو شاوې مه وراړوئ (زغم وکړئ).

(وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ). ناغېړي مه کوئ، غمژنېږئ هم مه، تاسي به بریمن یاست که مؤمنان یاست.

صبر په دریو مواردو کې  لازم دی:

په طاعاتو او اوامرو باید صبر وکړو ترڅو په سمه توګه ترسره شي, لكه حج, زکات، لمونځ، روژه، جهاد او داسي نور…

له مناهیو او ممنوعاتو باید صبر وکړو ترڅو ورباندي اخته او پکې ښکیل نشو، لکه دروغ، دوکه، سود، قمار، بې حجابي، غیبت او داسي نور…

په مصیبتونو او تقدیري پېښو باید صبر وکړو او پرې غصه نشو، لکه مرض، د خپلوانو مرګ، مالي تاوان او داسي نور…

الله تعالی فرمايې: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (200)

ای مؤمنانو! عباداتو ته پابند وه اوسئ، له ممنوعاتو لاس درونیسئ، مصیبتونه وزغمئ؛ او د دښمن په وړاندي کلک ودریږئ؛ جهاد وکړئ او سرحدونه مو وساتئ؛ او په ټولو حالاتو کې له الله ویره کوئ ترڅو فلاح او بریالیتوب ومومئ!.

فلاح د خوښیو ترلاسه کول او له غمونو ژغورل ده؛ که څوک صبر وکړي، د کافر په وړاندي مقاومت وکړي، خپل سرحدونه له کافرانو وساتي او تقوا کوي نو د الله تعالی د وعدې په اساس ویلای شو چې دواړه لاسته راوړنې به ولري.

راځئ د صبر په اړه د رسول الله او نورو پخوانیو نه خبر واخلو او بیا خپل ځانونه ورسره مقایسه کړو، ترڅو جوته شي چې له موږ نه ولي «فلاح» کډه کړې ده؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې لور (فاطمې) پرته په دنیا کې ټول اصول او فروع له لاسه ورکړل، خو بیا هم مایوسه نشو بلکي د ټول بشریت لپاره یې خدمت وکړ او هراړخیز نظام یې ورته ترلاسه کړ…

رسول الله چې دنیاته راتلل پلار یې عقبی ته تللی و، په شپږ کلنۍ کې د مور له غېږې هم محروم شو، په اته کلنۍ کې د نیکه سیوری هم ورنه فنا شو…

رسول الله هرڅه وزغمل خپل شخصیت یې داسي وساتل چې په ټول هیواد کې په امین، رښتوني، صالح، همکار، خواخوږي، د مظلومانو مل… مشهور شو… او ثابته یې کړه چې یتم د انسان په شخصیت منفي اثر نشي غورځولای..

خو موږ په دې بهانه چې اولادونه مو یتیمان نشي خپل شخصیتونه وژنو، د دښمن حیواني غوښتنو او غیر اسلامي قوانینو ته غاړه ږدو!.

رسول الله ته آسماني امر وشو چې خلک سمې لاري ته دعوت کړي او په اسلامي حدودو کې یې خوندي کړي؛

خلکو غبرګون وښود، مختلفې ستونځې یې ورته جوړې کړې، تهدیدونه، بندیزونه، تهمتونه او هرقسم خنډونه یې ورته جوړ کړل…

الله تعالی ورته وفرمایل :  (وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ) دوی ارزو لري چې ته لیږ ور نرم شې «له سخت دریزۍ لاس واخلې» نو دوی به هم درسره نرمي وښيې. اما رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی ټول ظلمونه وزغمل صبر یې وکړ خو خپل قوانین یې ونه سکڼل بلکي په «لا تطع کل حلاف…» یې عمل ته دوام ورکړ.

کافرانو ورباندي بندیزونه ولګول، داسي بندیزونه چې په اوسنیو کې یې ساری نه لیدل کیږي: پیر او پلور ورسره بند شو، راشه درشه ورباندي بنده شوه، خبر اخیستل یې جرم شو، تداوي یې ممنوع شوه، کلونه یې په داسي حال کې تیر شول چې د غره ګیاوي او په دښتو لویدلې څرمنې هم ورته غنیمت ښکاریده…

عجیبه دا چې دغه بندیزونه د دوی هغو خپلوانو هم ورسره وزغمل چې مؤمنان نه ول، دغسي صبر ته لغوي صبر ویلای شو چې اخروي ثمره نه لري یواځي د انساني مېړانې غوښتنه ده، ماشومانو برداشت کړل، مېرمنو او سپین ږیرو وزغمل، ځوانانو حوصله له لاسه ورنکړه… هیچا ونه ویل چې دا څه حال دی!. هیڅوک تیار نشو چې بندیزونو ته تسلیم شي او د دښمن په وړاندي څه نرمي تجویز کړي…

له بندیزونو وروسته ورباندي عملیاتو دوام وکړ، زندانونه، هجرتونه، شهادتونه او شپني عملیات ورځنۍ خبرې وې…

خو مؤمنانو هرڅه زغمل او مستقل نظام یې تأسیس کړ، داسي نظام چې بالکل د ټولې نړۍ د نظامونو خلاف او د ټولو لپاره لوی ګواښ و، نه یواځي تأسیس بلکي په سختو شرائطو کې یې له خپل نظام او خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړه، له لوږي یې په نسونو ډبري وتړلې خو د دښمن فشار ته بي صبره نه شول…

که موږ د صبر په اینداره کې خپل ځانونه وګورو نو څه به ووینو…!

موږ که اسلامي نظام تأسیس کړو نو ملګري ملتونه راباندي له یو کونج نه غږ وکړي چې دا نظام مو په رسمیت نه پیژنو؛ بس له دې سره په ټول ولس او هیواد اور بل شي، آسمان ونړيږي او ځمکه وچوي.. ټول په خپل نظام پسي خولې خلاصي کړي ته به وایې الله ورنه ناراضه شو.. یابه د کافر په وړاندي نرمي عملي کیږي او یا دوی یوې خواته کیږي او کفري لښکرې په هیواد راپریوزي.. ترڅو هرڅه ترپښو لاندي کړي او د نظام په نوم داسي ډانچه راباندي مسلطه کړي چې هیڅ روح پکې نه وي…

که کوم حکومت د کفري پینځو هیوادونو غوښتنې ونه مني نو هغوی ورباندي بندیزونه وضع کړي؛ دا بندیزونه نو هیچاته د زغم وړ نه وي، د نړۍ د هرکونج مسلمانان ورنه په وېره کې وي او ټول هغه حکومت ته د پړې ګوته نیسي چې خپل ولس یې له دا ډول بندیزونو سره مخ کړی وي، حال دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل خپلوان له دې نه سختو بندیزونو ته وړاندي کړل…

طالوت چې د غزا لپاره ووت نو مؤمنانو ته یې وویل: په مخ کې یوه ویاله راځي که هرڅوک ورنه اوبه وڅښي نو زموږ له صف نه به ویستل کیږي.. داسي ویاله چې په څښلو یې مخکي هیڅ بندیز نه و، او نه یې په شریعت کې ورنه منع شوې وه… خو بیا هم دوی ورنه منع شول.. په لښکر کې داسي مؤمنان ول چې په سخته تنده ورنه تږي تیر شول ترڅو د مؤمنانو له صف نه خارج نشي..

خو اوسني ډیر شته چې د مؤمنانو له صفوفو نه د کافرانو مرستو، مؤسسو او حتی د هغوی جنګي صفوفو ته د دوو پیسو لپاره وزي! په روا ویاله ازمویل خو لري خبره ده، بلکي الله ورته فرمایلي دي چې د مؤمنانو خلاف د یهودو او نصاراو ترڅنګ مه دریږئ، دوی دا هرڅه ترپښو لاندي کوي او د یوې ګولې او یوې ورځي د راحت لپاره د کافرو سره اوږه په اوږه مؤمنان ټکوي..!!

ابراهيم (علیه السلام) چې له ټال نه د نمرود اور ته په لاره و، د الله استازي د مرستې لاس ورکړ، خو ابراهیم علیه السلام صبر وکړ او د جبریل مرسته یې ونه غوښته؛

اما اوسني مسلمانان د مسلمان هیواد په مقابل کې د کافرانو مرسته، مفته نه بلکي د معنویاتو او مادیاتو په بدل، ترلاسه کوي او بیا ځانونه ابراهیمي ملت هم ګڼي!!

كه موږ صبر وکړو نو څه به ترلاسه کړو؟؟

که صبر وکړو نو الله جل جلاله به راسره وي؛ {وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ} [الأنفال]. صبر كوئ الله له صابرینو سره دی.

د صابرینو اجرونه له حسابه وتلي بیخي زیات دي؛  {إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ}.

د صبر او ایمان په وسیله په دین کې امامت ترلاسه کیږي؛{وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآَيَاتِنَا يُوقِنُونَ}.

د صابرینو لپاره د الله له خوا درې ځانګړنې شته چې بل چاته نه ورکولې کیږي: مغفرتونه، رحمتونه او هدایت؛: (الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (156) أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ (157)

صابرینوته د الله تعالی له طرفه د کومک ضمانت ورکړای شوی دی؛{بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آَلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ} [آل عمران].

په صابرینو به په جنت کې ملائکان سلامونه کوي؛ {وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ * سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ} [الرعد].

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یاسر کورنۍ ته په داسي حال حاضر شو چې هغوی د مشرکینو ترسختو تعذیبونو لاندي وروستۍ سلګۍ وهلې، خو د الله رسول ورته داسي توصیه وکړه : «صبرا يا آل ياسر فإن موعدكم الجنة». ای د یاسر کورنۍ! صبر وکړئ، ځکه ستاسو ځای جنت دی.

خو اوسني مسلمانان د تعذیب په وخت کې دا ډول توصيې له مظلوم سره د ظلم په معنی اخلي، حتی هغه وخت هم د صبر توصیه د عقل خلاف ګڼي چې د کافرانو مرستې ورنه بندي شوې وي، دوی د مرستو ترلاسه کولو لپاره هم بې صبره کیږي!!

قدرمن لوسونکې! زړه مې غواړي چې د صبر په اړه درته د ډیرو انبیاو، صحابه کرامو او نورو اسلافو عجیبې او له عبرت نه ډکې بیلګې وړاندي کړم خو دا چې لیکنه اوږدیږي نو فقط دومره به ووایو:

راځئ هر اړخیز صبر وکړو او نورو ته هم د صبر په اړه سپارښتنې وکړو، که مو هاااا او دااا په وسه نه وي نو خلک خو بي صبري ته دعوت نه کړو! صبر د ایمان راز دی او د صبر په خلاف کار کول د شیطان وظیقه ده، موږ ته نه ښایې چې د شیطان سره مرسته وکړو

که صبر وکړو نو فلاح به مومو او که صبر ونه کړو نو په دنیا او عقبی کې به لالهانده او سرګردانه یو – رب العزت مو له هرډول ذلت نه په امن لره.

وصلی الله تعالی وسلم علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین.

Related posts