اګست 05, 2020

د بلخ په نهرشاهي کې د پوهنې مسئولینو د ښوونيزو ادارو له مديرانو سره غونډه وکړه

د بلخ په نهرشاهي کې د پوهنې مسئولینو د ښوونيزو ادارو له مديرانو سره غونډه وکړه

د پوهنې سيمه ييزو مسوولینو د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ اړوند د سیاه ګرد په سیمه کې د تعلیمي بهیر د پرمختګ او چټکتیا په هدف غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو ته د پوهنې مسئولینو هر اړخیزې ویناوې وکړې او د ښوونيزو ادارو پر مسوولینو يې غږ وکړ چې دوی دي په هر وخت کې خپلو تعلیمي ادارو متوجه واوسي، د تعلیمي بهیر د پرمختګ او د ولس د بچیانو د سالمې دیني او عصري روزنې لپاره دي له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي او خپله دیني وجیبه دي په ښه توګه اداء کړي.

دغه راز د غونډې ځینو برخه والو هم په خپل وار سره د دیني او عصري ادارو په نماینده ګۍ ویناوې وکړې او د ډاډ تر څنک يې زیاته کړه چې دوی په دغه برخه کې تر دې وړاندې هم خپل رسالت او مسئوليت اداء کړی او تر دې وروسته به یې هم په ښه توګه اداء کوي.

د غونډې ګډونوالو د دیني او عصري تعلیمي ادارو پر مسئولینو د تعلیم او تربیې د کمیسیون له لوري اداري فورمې او نصابونه چې په پښتو او دري ژبو ترتیب شوي وو -ووېشل او د تطبیق په اړه یې په تاکید سره سپارښتنه وشوه.

۶-۸-۲۰۲۰

Related posts